لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د کرونا کېسونو شمیره ۲۴۷ ته ورسېدله


د وزیراعظم عمران خان د صحت چارو مشیر ډاکټر ظفر مرزا د ټوېټر دلارې وویل په پاکستان کې تر ټولو زیات کېسونه په سند صوبه کې دي چې شمیره یې ۸۳ ده

په پاکستان کې د کرونا کېسونو شمیره ۲۴۷ ته ورسېدله خو په هېواد کې د دې مرض دلاسه چا د مرګ رپورت لا نه دی راغلی.

د وزیراعظم عمران خان د صحت چارو مشیر ډاکټر ظفر مرزا د ټوېټر دلارې وویل په پاکستان کې تر ټولو زیات کېسونه په سند صوبه کې دي چې شمیره یې ۸۳ ده. په پنجاب کې ۲۶، په خېبرپښتونخوا کې ۱۹، شپږ په بلوچستان، څلور په اسلام اباد او درې په ګلګت بلتستان کې د کرونا کېسونه موندل شوي دي.

بلخوا د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي د کرونا د شک په بنیاد هغه ځانله کیږي. شاه محمود قرېشي په تېرو ورځو کې د چين د پنځو ورځو سفر کړی و.

په داسې مهال چې د کرونا وایرس په پاکستان کې په خپرېدو دی، چين ویلي پاکستان ته به د کرونا د معلومولو الات ورکوي، د دې ترڅنګ به چین د وایرس نه د بچ کېدو سازاو سامان او ګرځندویا وېنټیلېټرز یا مریض ته په مصنوعي توګه د ساه ورکولو الات ورکوي.

شاه محمود قرېشي وویل چین به پاکستان ته مالي امداد ورکوي چې یو داسې جدید مرکز جوړ کړي چرته چې به په کرونا وایرس اخته ناروغان ځانله ساتل کیږي..

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG