لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له امله پاکستاني سفارتخانو د ویزو او سندونو د تصدیق چارې وتړلې


د خارجه وزارت ویاندي عایشه فاروقی یو ویډیو پیغام کی وویل خارجه وزارت هم حفاظتی ګامونه اخستي هم دغه سبب دی چی د پاور آف اټارنی نه علاوه ټول کونسلر سروسز د خلقو د پاره تړل شوي او د کاغزونو تصدیق به د کوریر کمپنیو په ذریعه کولی شي
د خارجه وزارت ویاندي عایشه فاروقی یو ویډیو پیغام کی وویل خارجه وزارت هم حفاظتی ګامونه اخستي هم دغه سبب دی چی د پاور آف اټارنی نه علاوه ټول کونسلر سروسز د خلقو د پاره تړل شوي او د کاغزونو تصدیق به د کوریر کمپنیو په ذریعه کولی شي

د پاکستان خارجه وزارت په سفارت خانو کي کونسلر سروسز یا د ویزو ورکوولو او دستاویزاتو د تصدیق چارې وتړلې او ویې وېل د کاغذونو تصدیق به سفارتخانو ته د تګ پرځای د کوریر کمپنیو په ذریعه کولی شي.

بلخوا په هیواد کي د کرونا وایرس د ناروغانو د چیک اپ د پاره ویب پورټل یا په انټرنېټ پاڼه هم معارفي کړی شوې ده.

‌د روغاتیا د وفاقي وزارت له اړه د خپرو شویو شمیرو تر مخه دا وخت په سند کي ۲۰۵؛ پنجاب کي ۳۳؛ خیبر پښتونخوا کي ۱۷؛ بلوچستان کي ۲۳؛ګلګت بلتستان کی ۱۱؛ اسلام آباد کی ۵ او د پاکستان د انتظام لاندي کشمیر کي یو ناروغه دی- چی پکي اکثره د بهرني هیوادونو په خصوصي توګه د ایران څخه هیواد ته رارسیدلي زايرین دي.

د کرونا وایرس د مخ نیوی د پاره په ټول هېواد کي د وړاندي څخه تعلیمي اداری تړلي شوي؛ د ګاونډي هیوادونو سره پلي تړلی شوي او هواي تګ راتګ هم محدود کړی شوی دیږ

خارجه وزارت بهرني هیوادونو کي خپلو سفارت خانو او هلته اوسیدونکوپاکستاني وګړو ته د غیر ضروري سفر څخه ځان ګرزولو هدایت کړی او د خارجه وزارت ویاندي عایشه فاروقی یو ویډیو پیغام کی وویل خارجه وزارت هم حفاظتی ګامونه اخستي هم دغه سبب دی چی د پاور آف اټارنی نه علاوه ټول کونسلر سروسز د خلقو د پاره تړل شوي او د کاغزونو تصدیق به د کوریر کمپنیو په ذریعه کولی شي.

د ګڼي ګوڼي څخه د بچ کیدو د پاره د کرونا وایرس د آن لاین چیک اپ د پاره ویب پورټل هم معارفي کړی شوی دی چي په اړه د لاهور د روغتیا پوهن تون مشر ډاکټر جاوید اکرم وایی: که چېری کولی شی دغه ایپ پر سمارټ فون ‌ډاون لوډ کړی که چي یی څوک نه شي کولی نو د وټس ایپ په ذریعه پر ویب ورکړی شوو په نمبرونو تر ۲۴ ساعته موجود ډاکټرانو سره ناروغه د ناروغی علامات شریکه ولی شي.

بل اړخ ته د آفاتو د مخ نیوی قامي اداری NDMA د کرونا وایرس د مخ نیوی د پاره کاریدونکي آلات اخیستو دپاره د پاکستانی سفارت خانو مرسته غوښتې او په دې اړه یی خارجه وزارت ته یو لیکه هم لیزلی چی د دغه سامان اخستو د پاره د ډونرز او فلاحی ادارو څخه مرسته تر لاسه کړی شي- او بهرنی هیوادونو کي اوسیدونکو پاکستانیانو څخه دی هم د سامان اخستو د پاره مرسته وغوښتل شي-

NDMA په هیواد کي لوی هوټلونو څخه قرنطینه مرکزونو جوړولو وړاندیز هم کړی او د صوبو چیف سکرټریز ته لیږل شوي لیک کي وییل شوي د کرونا وایرس د مخ نیوی د پاره ضروري ده چي د یوه کس د پاره د یوی کمری تګ لاره خپله کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG