لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان وايي کورونا وايرس د پاکستان د ونډو په بازار منفي اغېز کړی


د پاکستان د سټاک اېکسچېنج د وېب پاڼې ترمخه د کراچۍ د ونډو بازار د سلو کمپنيو تجارت ۳۸زره نهه سوه ۶۴ پرانستل شوی ؤ او د اخيري معلوماتو د راتلو پورې په ۳۸زره درې سوه لس باندې روان ؤ
د پاکستان د سټاک اېکسچېنج د وېب پاڼې ترمخه د کراچۍ د ونډو بازار د سلو کمپنيو تجارت ۳۸زره نهه سوه ۶۴ پرانستل شوی ؤ او د اخيري معلوماتو د راتلو پورې په ۳۸زره درې سوه لس باندې روان ؤ

د چين د ووهان ښار نه خپور شوي کورونا وايرس په نړيواله کچه اقتصاد اغېزمن کړی او د پاکستان په ګاونډي هېوادونو کې د ښکاره کېدو وروسته په پاکستان کې د ونډو بازار د تېرو درې ورځو راهسې د مندۍ ښکار دی.

د اقتصاد ماهرين وايي د پاکستان او ګاونډي هېوادونو ترمنځ تجارتي اړيکې ډېرې دي او د دې وایرس د خپرېدو به ارومرو د پاکستان په معیشت اغېزمن کېږي.

په معاشي خبرونو نظر لرونکی خبريال وکيل رحمان وايي چې په اېف ای ټي اېف نوملړ کې پاتې کېدو او کورونا وايرس له کبله په کراچۍ کې د پاکستان د ونډو په بازار یا سټاک اېکسچینج کې کاروبار ښکته تللی دی.

د پاکستان د سټاک اېکسچېنج د وېب پاڼې ترمخه د کراچۍ د ونډو بازار د سلو کمپنيو تجارت ۳۸زره نهه سوه ۶۴ پرانستل شوی ؤ او د اخيري معلوماتو د راتلو پورې په ۳۸زره درې سوه لس باندې روان ؤ.

د کاروباري اونۍ په درېمه ورځ په دې کې ۵۴۷ پوائنټه کمی شوی و.

تېره ورځ د کراچۍ د ونډې بازار يولس سوه پوائنټه غورځېدلی ؤ او په تېرو دوه ورځو کې په دې کې دوه زره پوائنټونه کمی راوړاندې کېږي.

د راپورونو ترمخه په دې ورځو کې د اولس تر دوه کهروبه روپۍ ډوبې شوې دي.

د اقتصادياتو ماهر سجاد خان وايي چې د کورونا وايرس وروستو د پاکستان منډۍ د غېريقيني سره مخ دی او زياتره خلک هڅه کوي چې په سرو زرو کې خپلې پېسې بندې کړي او د تېرې اونۍ ترڅنګ د روان اونۍ درې ورځو دوران منډۍ په ښکته روانه ده.

د نوموړي په وينا چې دا ټول اثرات د کورونا وايرس د موجودګۍ له کبله دي.

په دې ورستيو کې کراچي چېمبر اف کامرس په يوه خبرپاڼه کې هم دا غوښتنه کړې وه چې په کراچۍ بندر کې پروت سامانونو باندې دې حکومت په ټېکسونو کې کمی راولي.

د دوی په وينا چې د چين او پاکستان ترمنځ کاروباري معاملات هم تر نيمه راکم شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG