لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین وايي هسپتالونو ته د عامو مرضونو علاج دپاره تلونکي خلک ډاکټران د کرونا وایرس سره مخامخ کولی شي


د پېښور خېبرمېډيکل يونيورسټۍ د عامې روغتيا د څانګې مشر پروفيسر ضياالحق وي اوای ډيوه ته وويل چې د کرونا مشکوکو ناروغانو د ټسټونو او معائنې د پاره جدا مرکزونا ټاکل مهم دي
د پېښور خېبرمېډيکل يونيورسټۍ د عامې روغتيا د څانګې مشر پروفيسر ضياالحق وي اوای ډيوه ته وويل چې د کرونا مشکوکو ناروغانو د ټسټونو او معائنې د پاره جدا مرکزونا ټاکل مهم دي

د صحت چارو پوهان اندېښنه څرګندوي دوي چې د کرونا وايرس د وبا په مهال چې روغتونونو ته د عامو ناروغو د درملنې له پاره خلک وځي، دا په ډاکټرانو او د صحت په عمله کې د کرونا وايرس خوريدو سبب جوړېدی شي او که چېرې داسې کيږي نو د وبا په دويم پړاؤ کې به طبي عمله د دې جوګه نه وي چې د سختو ناروغانو علاج وکړی شي.

د پېښور خېبرمېډيکل يونيورسټۍ د عامې روغتيا د څانګې مشر پروفيسر ضياالحق وي اوای ډيوه ته وويل چې د کرونا مشکوکو ناروغانو د ټسټونو او معائنې د پاره جدا مرکزونا ټاکل مهم دي، ځکه چې لویو هسپتالونو ته څومره زيات خلک د معائنې د پاره ورتګ کوي هغه وومره طبې عمله د وايرس نه ډېره متاثره کېږي.

" پکار دې چې تاسو فيلډ هسپتالونه جوړ کۍ او په هغې هلته دا مريضان کتلې کېږي، چې کوم سخت ناروغه مريضان وي هغه هسپتال ته رازي، دا هسپتالونه زمونږ اخېرۍ مورچه ده پکار ده چې دا مونږ بچ کو د هغه وخت د پاره، دا هسپتالونه به متاثره شي دا ډاکټران به ټول متاثره شي، دا خو متخصص ډاکټران دې دا اخېرې ته ساتل غواړي"

هغه دا هم وويل چې د کرونا مريضان او د هغو خپلوان خو په هسپتالونو کې نشي راټينګولی نو ځکه هغو دغه ځانګړې مرکزونو ته لېګل پکار دي او د کرونا ټسټونه هم په هغه ځاۍ کې کول پکار دي۔

طبي مايرين وايي د هېواد په کچه تر دې دمه د کرونا وايرس نه خواوشا ۱۸۰ د صحت عملې غړي متاثره شوي دي، ماهرين زياتوي په ډاکټرانو او د صحت په نورې عمله کې د کرونا وايرس لوجې د مړينو شرح ۳۴فيصده ريکارډ شوېده۔

پروفيسر ضياالحق زياته کړه چې په ټولنه کې د يو تن نه بل تن ته د کرونا وايرس خوريدو سلسله شروع شوې ده او په دويم پړاو چې پکې به تر ټولو زيات کېسونه مخې ته رازي هغه به د مۍ په مياشت کې شروع شي، هغه وايي په دغه سختو حالاتو کې به صحتمنده طبې عمله د مريضانو درملنې له پاره ډيره ضروري وي۔

" اول مونږ ته راغې د ايران ، سعودې عرب نه او ګلف ملکونو نه نو ړومنې پړاؤ هغه چلي، بيا په خلقو کې دننه د دې خورېدو سلسله شروع شي او وس تقريبا ۵۲ دفيصده هغه کېسونه رازي کوم چې د خلکو نه خلکو ته (وايرس) لګېدلې دې، پبلک هلته شعبه کې دا وايو چې په شپږو هفتو کې د آخري پړاؤ ته رسي نو شپږ هفتې چې وخلې نو زما خيال دې چې دغه يکم مۍ نه به آخري پړاؤ شروع شي"

د خېبر پښتونخوا صحت محکمې د کرونا وايرس وبا خوريدو روستو په غټو هسپتالونوکي او پي ډيانې او د ډاکټرانو شخصې کلينيکونه د روانې مياشتې ۱۳ نېټې پورې تړلو اعلاميه جاري کړې وه۔

پېښور کې ميشت ژورنلسټ اشفاق يوسفزۍ څوک چې د صحت په برخه کې خبريالي کوي هغه وايي چې حکومت کوشش کوي چې خلق د لاک ډاون په مهال کورونو کې پاتې شې خو خلک وس هم د لاپرواهې مظاهره کوي کوم چې د کرونا وبا خوريدو سبب جورېږي۔

" يوازې خلق نه زمونږ ليډران جلسې کۍ، خوراکونه تقسيموي، دې د پاره زما په خيال قانون پکار دې ځکه چې د رزه کارې په توګه دا کار ګران دې، لکه باهرملکنو کې هغو فورس يا طاقت کاروي، زما خيال دې چې عالمان وس خپل کردار نور هم تېز کړي"

ياده دې ويي چې د صوبې په غټو هسپتالون کې عامو خلقو ته د علاج په لړکې اسانې ورکولو د پاره ټرايي ايج او ټيلي مېډيسن يا د ټيلي فون او نټرنټ د لارې علاج کول شروع کړې شوي دي چې مقصد يي د عامو ناروغو بيماران د هسپتال نه لرې ساتل دي۔

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG