لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تعلیمي ادارو د بیا پرانیستل کېدو په اړه زدکوونکي او مېندې یې څه وايي؟


رابعه وايي په سکولونو کې په يو ټولګي کې ډېر واړه يوځای وي او که يو ماشوم ته دغه شان څه مسله وي نو د نورو ماشومانو بچ کېدل به ترېنه ډېر ګران وي
رابعه وايي په سکولونو کې په يو ټولګي کې ډېر واړه يوځای وي او که يو ماشوم ته دغه شان څه مسله وي نو د نورو ماشومانو بچ کېدل به ترېنه ډېر ګران وي

د ماشومانو د تعلیم او وخت په حقله فکر مندې میندې د حکومت له خوا د تعلیمي ادارو د ۱۵ ستمبر نه د بیا پرانېستلو په اعلان خوشاله دي چی ماشومان به بیا خپلې زده کړې په رسمی توګه پېل کړي او وايي ماشومان کور کې تنګ شوي دي خو زده کونکي وايي دوي وېریږي چې ورته د کرونا مرض و نه لګي.

بلخوا قریباً شپږ میاشتې کور کښې ناستي ماشومان د معمول د سماجي رابطو نه لرې کړي او ځکه پریشانې څرګندوي چې عام ژوند به څنګه بیا پېل کوي؟

د مردان رابعه چې خپله هم استاذه ده وايي د هغې دوه ماشومان سکول ته تلل خو څه شپږ مياشتې کيږي چې د کرونا وبا له امله په کور کې بندي دي.

د تعلیمي ادارو د بیا پرانیستلو په حکومتي فېصله رابعه وايي "مونږ د حکومت په دې فېصله باندې يو طرف ته خوشاله يو ځکه چې ماشومان ‌‌‌‌‌‌ډير زيات د وخت زيان وشو، پينځه شپږ مياشتې يې په کورونو کې تېرې کړې خوا او شا نيم کال يې ضايع شو، خو بل خوا راسره دا فکر هم دی که ماشومان سکول ته ځي نو د دغه بيمارۍ د خورېدو وېره راسره پېدا کيږي."

رابعه وايي په سکولونو کې په يو ټولګي کې ډېر واړه يوځای وي او که يو ماشوم ته دغه شان څه مسله وي نو د نورو ماشومانو بچ کېدل به ترېنه ډېر ګران وي. هغه وايي په سکولونو کې به ماشومانو د پاره ډېره ګرانه وي چې په حفاظتي ګامونو عمل وکړی شي. "مور او پلار په کورونو کې خپل ماشومان د دې بيمارۍ نه بچ ساتلي دي خو په سکولونو کې او په يو ټولګي کې ماشومان ډېر وي او هغوي پام نه کوي نو دا خطره راپېښې دی شي چې هغوي ته دا بيماري ولګي."

د پېښور شاهانه وايي د هغې څلور ماشومان دي او سکول ته تلو ته به خوشحالېدل او اوس کورونو کې تنګ شوي دي، هغه وايي مخکې ډېر خوشاله وو چې د ماشومانو د سکولونو چټيانې شوې خو چې کله دغه چټيانې وږدې شوې او سکولونه نه پرانستلی کېدل نو بيا ورسره ډېر فکر شو.

"ماشومان خو ښونځي ته خوشاليږي، اول به د کرونا نه وېرېدو، اوس نه وېرېږو، او خلکو سره يې هم اوس دومره فکر نشته دی، خو د دې ماشوم زوي راسره ډېر غم دی ځکه چې هغه مونږ ښونځي کې داخل کړو او اوس د چټيانو قيصه وږديږي. "

د صوابۍ فرحانه وايي د هغې دوه ماشومان دي، مشر زوی یې کالج کې او کشره ماشومه یې په سکول کې ده. هغه وايي د تېرو شپږو مياشتو نه ماشومان په کور دې، کور کې خپلې هڅې کوي چې سبق ووايي خو هغه شانې نه شي ويلی څنګه چې په سکولونو کې وايي.

فرحانه وایي "د ماشومانو د انټرنېټ د لارې د کلاسونو هم څلور مياشتې وشوې، خو ماشوم چې څنګه په مخامخ استاد سره پوهيږي يا خبره کوي نو هغه شان د انټرنېټ د لارې يې فايده نه وه نو ځکه زه ډېره خوشاله يمه چې په پينځلسم ستمبر تعليمي ادارې بيا پرانستلی کيږي. ځکه چې د ماشومانو شپږ مياشتې ضايع شوې."

د نهم ټولګي يو زده کونکې فاطمه فراز وايي که په تعليمي ادارو کې په حفاظتي ګامونو پوره عمل کيږي نو دا ډېره ښه خبره ده چې تعليمي ادارې بېرته پرانستلی شوې.

هغه وايي هغه خوشاله ده ځکه چې ټولې ملګرې به يو بل سره او د استاذانو سره به ويني. خو خفه په دې ده چې که کرونا يو انسان ته هم وي نو هغه بل انسان ته ترېنه لګېدی شي. "په دې خوشاله يمه چې د سکولونو بېرته پرانستلو سره به د ماشومانو سبق په سمه توګه روان شي، د ټولو خلکو معمول ګډوډ شوی و هغه به سم شي."

د دولسم ټولګي ملايکه وايي د تعليمي ادارو د پرانستلو په پرېکړه خفه او خوشاله هم ده. "خفه مونږه داسې يو چې وېريږو چې هسې نه کرونا بيماري راته ونه شي، د پينځه شپږ مياشتو نه مونږ خپلو تعليمي ادارو ته نه يو تللي، او کور کې چې زمونږ کوم معمول و هغې سره عادت شوي يوو نو اوس به بهر تلل زمونږ د پاره لږ شان عجيبه وي، خو مونږ خوشاله هم يو چې مونږ به خپلو استاذانو او ملګرو سره دوباره ملاويږو او زمونږه زده کړې چې څنګه روانې وې هغه به بېرته روانې شي."

د حکومت له خوا د تعليمي ادارو د حفاظتي ګامونو سره بيا مرحله وار پرانستو اعلان خو شوی دی خو دا به کتل وي چې تعليمي ادارې د ګڼ شمېر زده کونکو ماشومانو په موجودګۍ کې دغه حفاظتي ګامونو باندې څوحره حده پورې عمل کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG