لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین وايي د جولايي راهسې په پاکستان کې کرونا وایرس بیا په زیاتېدو دی


د صحت چارو پوهان وايي که چېرې د دوېمې څپې په مهال هم خلکو د احتياط نه کار وانه خيستو نو په هپستالونو کې د مريضانو علاج کول به مشکل شي
د صحت چارو پوهان وايي که چېرې د دوېمې څپې په مهال هم خلکو د احتياط نه کار وانه خيستو نو په هپستالونو کې د مريضانو علاج کول به مشکل شي

د پاکستان د مرکزي حکومت د شمیرو ترمخه د جولای میاشتې نه راپه دېخوا د نومبر په مياشت کې د کرونا وایرس کېسونه تر ريکارډ حد پورې زیات شوي دي.

د صحت قامي اداره وايي په تېرو 24 ګنټو کې د کرونا وایرس څه د پاسه 1600 کېسونه ريکارډ شوي دي. په تېره شوي میاشت کې د کرونا په کېسونو کې تر درې سوو پورې راکم شوی و۔

د صحت چارو پوهان وايي که چېرې د دوېمې څپې په مهال هم خلکو د احتياط نه کار وانه خيستو نو په هپستالونو کې د مريضانو علاج کول به مشکل شي۔ دوی وايي حکومت باید په کرونا کې د نور زیاتوالي نه وړاندې د مريضانو علاج په ځانګرې مرکزونو کې پېل کړي چې په عامو هسپتالونو کې دا وايرس خور نه شي۔

په پاکستان کې د کرونا وايرس په پېښو کې زيات والي راتلو په اړه د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر ضياالحق وي او ای ډيوه ته وويل د خلکو د احتياط نه کولو او کرونا وايرس سنجيده نه اخېستو له امله د جولای د مياشت په څېر يو ځل بيا کرونا وايرس په تېزۍ سره خلک ناروغه کوي.

‌ډاکټرضیاالحق وویل که چېرې په دوئمه څپه کې هم د احتياط نه کار ونه خېستې شو نو په هسپتالونو بوج راتلو ترڅنګ د خلکو د مړينې شرح به هم سېوا شي۔ " دا وايرس ختم نه دی او په يخنی کې وايرس زيات تيز شي او په يخنيانو کې هسې هم خلک په کورونو کې يو بل سره نژدې وي او د سينې مرضونه هم زيات شي چې ورسره د وايرس خورېدل نور هم سوا شي نو چې دا زيات شي نو څنګه چې مخکې په هسپتال بوج راغلی و نو دغه شان او بيا په هسپتال بوج راغلی او تاسو ګوری چې اوس هلته ډاکټران هم متاثره کېږي"

نوموړي زياته کړه د صحت عملی د خونديتوب د پاره پکار دي چې د کرونا مريضانو علاج په ځانګړي صحت مرکزونو کې تر سره شي چې دا وايرس د عامو ناروغو په هسپتالونو کې خور نه شي۔

" ګوره اوس د پېښور شيرپاو، حيات اباد مېډيکل کمپلکس، ايل ار ايچ، مردان، سوات او د اېبټ اباد ايوب هسپتال دغه څو غټ هسپتالونه دي تاسره نور خو تاسو سره نه شته نو چې دا خلک دلته راځي نو د هسپتالونو خلک (عمله) به متاثره شي نو تاسو سره به بيا په پاتی شي"

د خېبر پښتونخوا د عام روغتيا د څانګې مشر او د کويډ ۱۹ د پاره ټاکلې شوي فوکل فرسن ډاکټر اکرام الله خان نن د نهې په ورځ د مصروفياتو له امله خبرې و نه کړل شوي خو په روستيو کې وي او ای ډيوه ته ويلي و په صوبه کې د کرونا مريضانو د پاره څلور ځانګړي هسپتالونه جوړ کړل شوې دي او که مريضان د تېر وخت په څېر سوا کېږي نو درملني به يې هلته کوي۔

" يو پشاور انسټيټيوټ اف کارډيالوجي دی، يو په نشترآباد کې انسټيټيوټ او هېپټالوجي و هغه عمارت خالي و هغه مونږه جوړ کړو، يو په چارسده د مياندو او ماشومانو هسپتال دې هغه مونږه کرونا ته مختص کړو، او يو مونږه د مېاندو او بچو بلاک کوم چې ايوب ټيچنګ هپستال اېبټ اباد کې دی، هغه اوسه پورې دي او سامان پکې برابر دی، کسانو ته مو تربيت هم ورکړی دی خو مريض به هله بوځو چې کله په دې نورو هسپتالونو کې ځای نه وي"

بلخوا د کرونا وايرس مخېنوي د پاره د امريکا د فيزراو د جرمني بائيوټيک ايس ای کمپنو لخوا تيار کړل شوي ويکسين په اړه پاکستان کې د کويډ 19 ټاسک فورس مشر ډاکټر عطالرحمان وايي په هېواد کي دغه ويکسين کار ولو د پاره اجازت ورکولو کې به وخت لګي، دې وايي دا هم نه ده معلومه چې د ويکسين لګولو ورورسته به څومره وخت پورې په انساني وجود کې اثر لري وي۔

"دويمه چې کومه مسله ده په دې ويکسين کې هغه دا ده چې په منفي يا مائنس 80 ډګري سنټي ګرېډ باندې کېخودل دي او بيا به بل ځاۍ ته وړلی کېږي، نو دغه کولډ چېن يا درجه حرارت د پاکستان په څېر د نړۍ نورو کم ترقي يافته ملکونو کې موجود نه دی، يوه مسله په لويه پېمانه د دې ويکسين جوړول دي او اخري مسله دا ده چې دې قيمت به څومره وي او ايا د پاکستان په شان ملکونو ته به دا ورکړل کېږي او که نه"

په پاکستان کې د صحت قامي ادارې شمېر ښايي د هېواد په کچه تېرو 24 ساعتو کې څه د پاسه 1600 تنان د کرونا وايرس نه ناروغه شوي او دغه دوران 23 تنانو د ياد رنځ له امله ژوند د لاسه ورکړې۔ د صحت قامي اداره وايي د ناروغه تنانو شميره 3 لکه 46 زره او څه کم 500 ته رسيدلې ده او تر دې دمه 7000 په کرونا وايرس اخته تنان په حق رسيدلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG