لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حزب اختلاف او قانون پوهان: پاکستان د برډوشیټ سره کمزوري معاهده کړې وه


په پاکستان کې د مخالفه ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم په نيب او حکومت باندى داحتساب په نوم د مخالفه سياستمدرانو په ضد د انتفامي کاروايٸو تورونه لګوي خو حکومت او د احتساب اداره دا بې اساسه بولي
په پاکستان کې د مخالفه ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم په نيب او حکومت باندى داحتساب په نوم د مخالفه سياستمدرانو په ضد د انتفامي کاروايٸو تورونه لګوي خو حکومت او د احتساب اداره دا بې اساسه بولي

د وزير اعظم عمران خان د احتساب لپاره سلاکار شهزاد اکبر ویلي تېرو حکومتونو په مالي درغليو کى ککړو سياستمدرانو سره اين ار او يا مفاهمتي عمل پاکستان ته زيان رسولى چى له امله یې د موجوده حکومت سره د اثاثو په لټون کې کارکوونکي برتانوي فرم بروډشيټ ته د هرجانى رقم ورکولو نه علاوه بله کومه لار نه وه.

بلخوا د حکومت مخالف مخالفه ګوندونه او قانون پوهان د احتساب ملي ادارى د بروډ شيټ سره د کمزوري لوظنامه ذمه وار پاکستاني چارواکو په ضد د قانوني ګامونو غوښتنه کړې.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په ورځ اسلام اباد کى خبري کانفرنس ته وينا کى د وزير اعظم دا احتساب سلاکار شهزاد اکبر وویل داحتساب ادارې په جون مياشت کال ٢٠٠٠ کى د پروير مشرف واکمنى کى د اثاثو په لټون کارکونکى بهر ملکي فرم بروډ شيټ سره لوظنامه کړي وه خو بيا هم دغه کال دسمبر مياشت کى پخوانې وزير اعظم نواز شريف د مشرف حکومت سره اين ار او يا مفاهمتي عمل د لارى سعودى عرب ته تلى و

شهزاد اکبر وویل کال ٢٠٠٣ کى د مشرف حکومت د بروډ شيټ سره کړى لوظنامى نه په شاه کيدو وروسته بروډ شيټ دا قضيه د برتانيي ثالثى کونسل ته اوړى وه چى له امله ېې وړاندې حکومتونو او اوس د تحريک انصاف ګوند هم بروډ شيټ ته د ثالثي کونسل د پريکړى د لاندى د هرجانى رقم ورکړی دى

ځکه دوی ګڼي چې مالي درغليو کى ککړ تنان د څه رعايت حقداره نه دي او تېرو وختونو کې شوو اين ار او يا بخښنى عمل پاکستان ته زيان رسولى دى

شهزاد اکبر وویل د پاکستان حکومت يواځې د پخوانى وزير اعظم نواز شريف د کورنۍ بهرني هېوادونو کى د پټو اثاثو درک د خدمات په بدل کى بروډ شيټ ته ٢٠ ملينه ډالر ورکړيدي

دا په داسى وخت چى د بروډ شيټ مشر کاروی موسوي په بهرني هيوادونو کى د شريف خاندان د نورلکهونو ډالر پټو اثاثو په اړه ثبوتونو ترلاسه کيدو دعوه کوي

د پاکستان وزير اعظم عمران خان د موسوي څرګندونې د خپل هغى بيانيي په حق کې لوى ثبوت بولي چى نواز شريف او زرداري خپلو واکمنو کى په مبېنه توګه ملکي خزانه لوټلى او بهرني هيوادونو کى ېې اثاثى جوړې کړيدي

مسلم ليګ نواز د موسوي لخوا تحريک انصاف حکومت باندې دې احتساب نه سترګى اړولو او دا پاکستان لوړ پوري حکومتي چارواکو لخوا د بروډشيټ نه هرجانى رقم کى برخه اخستو څرګندونى دا عمران خان حکومت او د احتساب ادارې په ضد فرد جرم بولي

مسلم ليګ نواز ګوند تور لګوي د برتانيي ثالثي عدالت پريکړې د نېب کردار لا نور هم لانجمنه کړى او ګوند د سپريم کورټ څخه دغه څرګوندونو د کره کتنې غوښتنه کوي چې په ډاګه شي بروډشيټ ته د پاکستاني اولس د ټيکس اربونو روپو په بدل کى بيا پاکستان ته څه ترلاسه شوي؟

د احتساب قانون ماهر او قانون پوهه شاه خاور وايي دا ثابته شوه چې د احتساب ادارې د بروډ شيټ سره کمزوري لوظنامې له امله د پاکستان نه يواځى بد نوم تلى خو معاشي زيان هم شويدی

د وي او ای ډيوه سره خبرو کى شاه خاور د حکومت او نيب د مشر نه بروډ شيټ سره د ملکي ګټو په ضد لوظنامه کوولو ذمه وار تنانو په ضد د قانوني کاروايي غوښتنه کړيده

څرګنده دي وي دغه لوظنامه د پرويز مشرف په واکمنۍ کى د هغى وخت د پوځ حاضر سروس جرنيل او دا نيب مشر جنرل امجد کړې وه

په پاکستان کې د مخالفه ګوندونو اٸتلاف پي ډي ايم په نيب او حکومت باندى داحتساب په نوم د مخالفه سياستمدرانو په ضد د انتفامي کاروايٸو تورونه لګوي خو حکومت او د احتساب اداره دا بې اساسه بولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG