لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان یو عدالت د جماعت الدعوه درې مشرانو ته د بند سزا اورولې


د پاکستان پنجاب صوبې لاهور ښار کې د ترهګرۍ پرضد یو عدالت د تندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه درې مشرانو ته د ترهګرو سره د مالي مرستو په مقدمو کې سزا ګانې اورولي.

د عدالتي فېصلې ترمخه د جماعت الدعوه ډلې پروفېسر ظفر اقبال او محمد اشرف ته د شپاړلس شپاړلس کالو قېد او عبدالرحمن مکي ته د يوکال بند سزا اورول شوې ده.

عبدالرحمن مکي او ملک ظفر اقبال د لاقانونه ګرځول شوې لشکر طیبه ذېلي خېريه تنظیم الانفال ټرسټ غړي هم دي. دغه دواړه د ترهګرو د مالي مرستو په پينځو نورو مقدمو کې هم سزا وار ګرځولې شوي دي.

وي او ای د یادو سزا ګانو په اړه د جماعت الدعوه د دريځ معلومولو هڅه وکړه خو پکې بریالي نه شو. خو وړاندې د دغه ډلې غړو د ځان پرضد د حکومت عملیات د امریکا او هند فشار ګرځولې او د ترهګرۍ د مالي مرستو د تورونو نه هم انکار کوي.

پاکستان کې غیرقانوني ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه د مشرانو پرضد د ترهګرۍ پرضد عدالتونو کې نورې مقدمې د اورېدنې هم روانې دي او عدالتونه وخت په وخت د ګواهانو بېانونه رېکارډ کوي.

دفاعي څېړنکار ډاکټر حسن عسکري وي او ای ډيوه سره د خبرو په وخت ویلي، د تېر يو کال راهیسې د ترهګر ډلو او د هغوى د مالي مرستو په اړه د پاکستان په پالیسۍ کې بدلون ويني.

نوموړی وايي د جماعت الدعوه پرضد د قانوني عملیاتو لپاره هم په پاکستان بهرنې فشار وو او اوس د هېواد عدالتونه پرله پسې ددغه ډلې خلاف فېصلې ورکوي.

ډاکټر حسن عسکري زیاتوي: ٫٫ اېف ای ټي اېف هم غواړي پاکستان د ترهګرو په مالي مرستو او مني لانډرنګ کې ککړ تنانو ته د سزا ورکولو لپاره خپل عدالتي نظام مضبوط کړي او دا يواځې د اېف ای ټي اېف غوښتنه نه ده بلکې امریکا او هند هم په سفارتي کچه دا معامله د پاکستان سره راپورته کوي.٬٬

امریکا او هند د کال 2008 د ممبۍ ترهګر بريدونو تور د جماعت الدعوه په مشر حافظ سعید پورې کوي، پدغه حملو کې د امريکايي وګړو په ګډون 166 کسان وژل شوې وو. ولې حافظ سعید پدغو بریدونو کې د لاس لرلوتورونه ردوي.

امریکا د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید د ترهګرو په ځانګړي فهرست کې هم اچولې او په کال 2012 کې د هغه د درک لګولو لپاره یې د لس ميلينه ډالرو انعام هم اعلان کړې.

هم دغه شان د ملګرو ملتونو امنیتي شوراهم حافظ سعید يو ترهګر ګرځولې دې. وړاندې د دې نه هم پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد عدالت حافظ سعید او د هغه نورو ملګرو ته په بېلا بېلو مقدمو کېسزاګانې اورولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG