پاکستان
د پاکستان سپريم کورټ د امريکايي جرنلېسټ ډينيل پرل په وژنه کې ککړ د القاعده د عمر شيخ او درې نورو غړو د نه خوشي کولو خواست رد کړی

د پاکستان سپريم کورټ د امريکايي جرنلېسټ ډينيل پرل په وژنه کې ککړ د القاعده د څلورو غړو د نه خوشي کولو خواست رد کړی او د ډسمبر په وړومبۍ اوونۍ کې يې د مقدمې اورېدولو نېټه مقرر کړې ده.
د سند حکومت او د وژلي شوي امريکايي صحافي دينيل پرل مور پلار د سند هاي کورټ د فيصلې خلاف سپريم کورټ ته اپيل کړی چې عمر سعيد شيخ، فهد نسيم، سلمان ثاقب او عادل شيخ سزاګانې دې په ځای وساتل شي او د سند هاي کورټ فيصله دې معطله شي.
د سند هاي کورټ روان کال په اپريل کې د يادو کسانو سزاګانې معاف کړي لا اړولي چې پکې عمر شيخ ته د مرګ او نورو درېو ته د عمر قيد سزاګانې اورولې شوې وې.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد عدالت د جون په مياشت کال 2002 کې د وال سټريټ جرنل د رپورټر ډينيل پرل په تښتولو او سر پرېکولو يادې سزاګانې ورکړي.
ډينيل پرل په اپريل 2002 کې د کراچۍ نه بې درکه کړل شو چې بيا يې سر پرېکړی مړی تر لاسه شوی و. د پلټنو تر مخه عمر شيخ پاکستاني نژاد برطانوي سېټېزن دی چې نزدې 18 کاله يې په جيل کې وشول د القاعده سره زړې اړيکي لري.
د سزا شوو ترهګرو وکيل سپريم کورټ ته خواست وکړو چې موکلين دې يې د جيل نه خوشي کړی شي ځکه چې د سند هاي کورټ د فيصلې تر مخه ياد مجرمان د فيصلې باوجود په غير قانونه توګه په جيل کې ساتل کيږي.
د سند حکومت وکيل سپريم کورټ ته وويل عدالت دې د سند هاي کورټ فيصله معطله کړي ګني نو حکومت ته به ستونزې ورپېښې کړي.
بل خوا د سند هاي کورټ د سند حکومت نه د 26 نومبر پورې سپيناوی غوښلی چې ولې ياد کسان د عدالت د فيصلې سره سم خوشي کړل شوي نه دي او لا په بند کې پراته دي؟
د ميډيا رپورټونو او پلټنو تر مخه ډينيل پرل د پاکستان دننه د ترهګرو ډلو او د ملک د پوځ او استخباراتي ادارو تر منځ په اړيکو تحقيقاتي رپورټ جوړولو چې غيب ګړل شو.
ډينيل پرل او د هغه کورنۍ ته انصاف ورکولو په اړه د جرنلېسټانو نړيوال تنظيم ار ايس ايف پاکستان څانګې مشر اقبال خټک ډيوه ته وويل “د پاکستان حکومت ذمه واري ده چې د ډينيل پرل قاتلانو پيدا کړي او سزا ورکړي ځکه چې دا خو ريښتيا دي هغه وژل شوی او په پاکستان کې وژل شوی.
د ميډيا د څار ادارې فريډم نټ ورک د تحقيق مطابق د جرنلېسټانو سره د ترهګرۍ تشدد او تښتولو 91 پېښې شوې دي چې پکې اوه تنه وژل شوي هم دي.
پاکستان د ايف ای ټي ايف په خړ نوملړ کې دی او ياد هېواد نه غوښتنه کوي چې سپين نوملړ ته د تلو د پاره به د ترهګرو ډلو خلاف کوټلي ګامونه اخلي او ترهګرو ته به د مالي مرستو د رسېدلو ټولې لارې بندوي.
See all News Updates of the Day
نړيوال بېنک د پاکستان په اقتصاد ژوره اندېښنه ښودلې

نړيوال بېنک په خپل تازه رپوټ کې د پاکستان په اقتصاد ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي پاکستان بايد په کر کيله، رييل سټېټ يا د ځمکو په سوداګريز کاروبار ټيکس ولګوي او خپل مصرفونه راکم کړي.
په رپورټ کې ويل شوي، په پاکستان کې د کروړونو په شمېر خلک د غربت د ليکې نه لاندې ژوند کوي.
نړيوال بېنک ویلي، په پاکستان کې دا وخت په لسګونو ميلينه خلک د غربت د ليکې نه لاندې ژوند کوي او د غربت کچه د 39 فيصده نه هم زياته شوې ده.
د پېښور پوهنتون د اقتصاد استاذه صنم وګمه وايي، غریبۍ دومره زیاته شوې چې خلک جرمونو ته اړ شوي دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې اغلې وګمې وويل، "او چې کوم د ورلډ بېنک رپورټ راغلی نو د دې مطلب دا دی چې 95 ميلينه خلک د غربت د ليکې نه هم لاندې راغلي دي او دا خلک اوس خپلې خرچې هم نه شي پوره کولی".
هغې زياته کړه، "تاسو ګورئ نه چې د خلکو غربت دومره زيات شوی چې اوس هغوي جرمونو ته ګوتې واچولې او چا نه موبايل او چا نه نور څه نه شي اخستی".
اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې ګراني مخ پر زیاتېدو ده او لوی علت يې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بره تلل، تېلو او ګېسو بيعې زياتېدل او بې روزګارۍ کچه سېوا کېدل دي.
خواريکښ مزدور کار وايي، د ورځنۍ دياړۍ دپاره ورته کار نه ملاويږي.
پېښور کې يو خواريکښ مقدر خان وايي، "يقين وکړه چې نن مې اتمه ورځ ده چې دهياړي نه ده لګېدلې اووه، اته بچي مې دي او يو زه د مزدورۍ کولو واله يمه۔، الحمدالله ماله خداۍ پاک ټولې جينکۍ راکړي دي او پريشاني ښه ډېره ده او کلي له چې لاړ نو کله يې يو نه غواړو او کله بل نه غواړو".
هغه وويل ګراني ورځ تر بلې ګرانيږي د دوی سره هیڅ د حل لاره نشته.
نړيوال بېنک په خپل تازه رپوټ کې ويلي، په پاکستان کې د غربت کچه په تېر يو کال کې زياته شوې او دا کچه د 34 نه تر 39 فيصده نه هم زياته شوې او 12 ملينه نه زيات خلک د غربت ليکې نه ښکته شوي او ورځنۍ ګټه يې هم کمه شوې ده.
خورايکښ وايي په اوونۍ کې ورته يوه او دوه ورځې کار ملاوېږي په کوم چې ګزاره کول ډېر ګرانه ده.
پېښور کې يو بل خواريکښ مقدر خان په سپين جومات علاقه کې دياړي کوي وايي، "دې ټولو کسانو ته پته ده زما واړه د سخرګنۍ کره دي او چې کار ميلاو نه شي نو بيا هغوی ډوډۍ ورکوي او اوس په دې وخت کې زما کوټه نشته، بجلي راته نشته او د خپلې نيا کره مې ماشومان کښېنولي دي".
هغه زياته کړه، "زه په دې دياړۍ کې کور جوړ کړم که ماشومان وساتم، تعليم غم يې وکړو او که دارو درمل ورته راوړم".
اقتصاد پوهان وايي ترڅو چې په هېواد کې عمومي ټاکنې ونه شي او اقتصادي پاليسۍ د ولس په ګټه تمامې نه شي نو هم به ګراني زياتېږي او نور خلک به د غربت د ليکې لاندې لاړ شي.
اسلام اباد هايکورټ حکم کړی عمران خان دې له اټک زندانه اډياله ته ولېږدول شي

د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس عمر فاورق حکم کړی پخوانی وزيراعظم عمران خان دې د اټک څخه اډياله زندان ته ولېږدول شي.
اسلام اباد هايکورټ نن د ګل، دوشنبې په ورځ د عمران خان د اټک څخه اډياله ته د لېږدولو په خواست اورېدنه کړې ده.
د رپوټونو ترمخه عمر فاورق ويلي، هغه بنديان چې ټرايل اورېدنې یې روانې دي په اډياله جېل کې دي، بيا عمران خان ولې په اټک کې ساتل کيږي.
نوموړي جج ويلي، په اټک زندان کې د عمران خان د ساتلو حکم د توشه خانې قضيه کې وو.
خو اټارني جنرل منور اقبال دوګل عدالت ته ويلي، چې عمران خان د سايفر قضيه کې نیول شوی عدالتی حکم یې په اټک زندان کې د ساتلو وو.
د رپوټونو ترمخه د عمران خان وکيلانو عدالت ته خواست کړی چې د عمران خان د اټک څخه اډياله زندان ته د منتقل کولو حکمنامه دې نن جاري کړي او عدالت ويلي، هڅه کوي چې هم نن حکم جاري کړي.
د توشه خانې قضيه کې عمران خان ته د بند او جرمانې سزا اورول شوې خو وروسته د اسلام اباد هایکورټ ياده سزا ځنډولې او د هغه په ضمانت د خوشي کولو امر یې کړی وو.
خو هم په هغه ورځ د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې جوړ ځانګړي عدالت د سايفر قضيه کې په اټک زندان کې د عمران خان د ساتلو لارښوونه کړې وه.
عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.
امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.
عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.
د تېرې جولايۍ په میاشت کې د عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".
تېر د شهباز شریف په وزيراعظمۍ اتحادي حکومت د سايفر قضيې پلټنې پېل کړې وې.
[رپوټ کې ځينې معلومات د وي او اې اردو څخه اخستل شوي]
بلوچستان: قلعه عبدالله، چمن او پشين کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی

له افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان بلوچستان صوبې په قلعه عبدالله، چمن ضلعو او د پشين په پينځو يونين کونسلو کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی دی.
بلوچستان صوبه کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، صوبه کې د پوليو ضد ځانګړی کمپاين په پشين کې له ناپاکو یا سخا اوبو څخه په اخستل شوو نمونو کې د پوليو وایرس معلومېدو وروسته کولی شي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام پينځه ورځې وړاندې ويلي وو، د پېښور نه په پينځم ستمبر او پشين نه په څلورم ستمبر د سخا يا خچنو اوبو څخه نمونې اخستل شوې او پاکستان کې د پوليو دپاره جوړې قامي ليبارټرۍ کې یې معاينه شوې، د پولیو وايرس پکې معلوم شوي وو.
ويل شوي وو ياد وايرس په افغانستان کې د موجودو وايرسو سره تړاو درلود.
د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه سږ کال په پېښور کې په ماحولياتي نمونو کې په 11م ځل د پوليو وايرس معلوم شوي او بلوچستان کې د اپرېل وروسته په لومړی ځل د پوليو وايرس معلوم شوي دي.
د صحت مرکزي وزير نديم جان ویلي وو، د پولې پورې غاړې ته د وايرسو موجودګي د هر ماشوم دپاره خطره ده.
د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، بلوچستان کې له نن څخه پېل شوي کمپاين کې به يو لک 52000 ماشومانو ته د پوليو څاڅکي او انجکشنې ورکولی شي.
ويل شوي د پشين په پاتې يونين کونسلو او د صوبې په نورو برخو کې به د اکتوبر له دوهمې څخه د پوليو ضد کمپاين پېل کيږي.
د پوليو مخنيوي پروګرام ویلي، بلوچستان صوبه کې د خوښۍ خبره دا ده چې د کال 2021م د جنورۍ وروسته بلوچستان صوبه کې تراوسه پورې پوليو وايرس يو ماشوم هم نه دی معذوره کړی.
خو زياته شوې، چې په پشين کې په ماحولياتي نمونو کې د وایرسو موجودګي د ټولو ماشومانو او په ځانګړي ډول قلعه عبدالله، پشين او ژوب کې د ماشومانو دپاره غټه خطره ده.
د پوليو چارواکو په مېندو او پلرونو غږ کړی چې کمپاين کې د پوليو له ټيمونو سره پوره مرسته وکړي او د پينځو کالو نه کم عمر ټول ماشومان ويکسين کړي.
د پوليو مخنيوي پروګرام ترمخه، پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو دوه پېښې مخې ته راغلي او 24 مثبتې ماحولياتي نمونې رپورټ شوي دي.
ويل شوي افغانستان کې سږ کال د پوليو پينځه پېښې او 33 مثبتې ماحولياتي نمونې معلومې شوي دي.
پاکستان کې له دې وړاندې له پېښور سربېره په لاهور او کراچۍ کې هم په ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس معلوم شوي وو.
بې درکه پاکستانی صحافي، يوټيوبر عمران رياض بيرته کور ته ستون شوی

د پاکستان د پنجاب صوبې د سيالکوټ پوليسو نن سهار وختې ویلي، صحافي، اېنکر عمران رياض خان بيرته کور ته راستون شوی دی. د نوموړي وکیل ميا علي اشفاق هم دغه خبر تاييد کړی دی.
د خبريالانو د حقونو د څار نړيوال تنظيم رپورټر ود اوټ بارډر په11مه مې ویلي وو، د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د نيولو وروسته د احتجاجونو په مهال په خبريالانو تشدد شوی او د بول نيوز ټي وي اېنکر عمران رياض خان تشدد پله د راپارولو په تور د سيالکوټ د هوايي اډې څخه نيول شوی وو.
په اول سر کې د پنجاب پوليسو ويلي وو، عمران رياض خان په 15 مې خوشی کړی شوی خو د هغه پلار بيا په 16مه مې د هغه د بې درکۍ مقدمه درج کړې وه او لاهور هايکورټ ته د زوي د خوشي کولو دپاره خواست کړی وو.
ياده مقدمه چې په لاهور هايکورټ کې روانه وه، روانه میاشت د پنجاب پولیسو مشر [آی جي] عثمان انور عدالت ته ويلي وو، عمران رياض به زر خوشی شي.
په 13م ستمبر پولیس مشر عدالت ته ويلي وو، په لسو، پينځلسو ورځو کې به ښه خبر راشي او عدالت بيا د 20م ستمبر په اورېدنه کې پوليسو مشر ته د 26م ستمبر پورې وخت ورکړی وو.
نن سهار د سیالکوټ پوليسو او د عمران رياض وکيل د هغه کور ته رسېدو خبر ورکړی دی.
د پاکستان د دفاع پخواني وزير خواجه اصف د مې د میاشتې په وروستيو کې د وي او اې اردو سره په يوه مرکه کې د عمران رياض په بې درکۍ د لاعلمۍ څرګندونه کړې او ويلي یې وو، کوم خبريالان چې د يو ګوند پلوي کوي هغه بيا خبريالان نه وي.
هغه ويلي وو، " ماته نه ده پته، چې هغه چرته دی، خو هغه د سيالکوټ اېرپورټ نه د بهر تللو کوشش کوو، کله چې تاسو په نظام يقين ساتۍ نو بيا به هلته پاتې کېږئ، تېښته به نه کوئ. کوم صحافيان چې دومره ښکاره د يو ګوند ملاتړ کوي هغوي بيا صحافيان نه شي کېدلی".
عمران رياض د کال 2022م د جولایۍ په میاشت کې هم د غدارۍ په مقدمه کې نیول شوی وو.
انوار الحق کاکړ: د تحريک انصاف او عمران خان نه بغېر هم منصفانه انتخابات کېدی شي

د پاکستان نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ويلي، د عمران خان او تحریک انصاف ګوند نه بغېر یې هم په کې ملک کې منصفانه انتخابات کېدی شي. خو تحریک انصاف ګوند ویلي داسې انتخابات به د قبلولو وړ نه وي.
اېسوسي اېټټد پرېس سره په مرکه کې د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ ويلي، راتلونکي کال کې به په ملک کې انتخابات وشي، او نوموړي دغه امکان رد کړی دی چې ګنې پوځ به د عمران خان يا د هغه د ګوند د ماتې دپاره په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي.
هغه ویلي، انتخابات کول د پوځ نه، د الېکشن کمېشن کار دی او د الېکشن کمېشن مشر د عمران خان په وخت کې هغه په خپله ټاکلی وو.
د پاکستان پوځ د راتلونکي کال 2024م د جنورۍ په وروستي اوونۍ کې د انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.
انوار الحق کاکړ ويلي، کله الېکشن کمېشن د انتخاباتو اعلان وکړي حکومت به ورته فنډونه، امنيت او نور وسايل ور برابروي.
د نوموړي نه پوښتنه شوې، هغه به د عمران خان د سزا غېر قانونه ګرځولو دپاره ججانو ته سپارښتنه وکړي چې هغه په انتخاباتو کې برخه واخلي؟ کاکړ ويلي، هغه به په عدالتي فېصلو کې لاسوهنه ونه کړي.
هغه ټينګار کړی عدليه د سیاست دپاره کارېدل نه دي پکار.
نوموړي ویلي، که عمران خان وي يا بل څوک سياستوال، څوک چې هم د سياست د لارې د ملکي قوانينو سرغړونه کوي پرضد به یې قانوني چلند کيږي سياسي توپيري چلند به د چا سره نه کيږي.
نوموړي ویلي، د عمران خان او د هغه د ګوند نه بغېر هم رڼې ټاکنې کېدی شي عمران خان په مې کې نيول شوی او د خپلو غېر قانونه حرکتونو له امله بند دی.
د نګران وزیراعظم بيان ته په غبرګون کې پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان يا تحریک انصاف ګوند نه بغېر که انتخابات وشو، هغه به غېر اييني، غېر قانوني او غېر اخلاقي وي او ولس به یې قبول نه کړي.
د اسلام اباد سيشن عدالت په پينځم اګست عمران خان ته د توشه خانې قضيه کې د پينځه کاله بند او يو لک روپو جرمانه اورولې وه. خو بيا په 29م اګست د اسلام اباد هايکورټ د عمران خان سزا معطله کړې وه، خو عمران خان په بله قضيه کې په بند کې دی.
د عمران خان پرضد نورې مقدمې هم درج دي او د القادر ټرسټ او سايفر ترڅنګ یې پرضد د نهمې مقدمې هم روانې دي.
Forum