لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ججانو د تورونو د پلټنو نه د تصدق حسین جیلاني انکار، سپریم کورټ له خپله انده نوټس واخستو


File Photo
File Photo

د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو لخوا په استخباراتي ایجنسیو عدالتي چارو کې د لاسوهنې د لګول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره د جوړ کمیشن مشر جسټس (ر) تصدق حسین جیلاني د یاد کمیشن له مشرۍ قبلولو انکار کړی.

د جسټس تصدق حسین له انکار وروسته د سپریم کورټ مشر چیف جسټس قاضي عیسا له خپله انده د ججانو په لیکل شوي خط نوټس اخستی اؤ ددغه قضیې څېړلو لپاره یې د ججانو اووه کسیز بینچ جوړ کړی دی.

اوړمه ورځ مرکزي کابینې د اسلام اباد هایکورټ د ججانو لخوا د لګول شوؤ تورونو د پلټنو لپاره د کمیشن جوړولو منظوري ورکړې وه اؤ د سپریم کورټ پخوانی جج تصدق حسین یې ددغه کمیشن مشر ټاکلی ؤ.

کابینې د پلټنو لپاره د ټي‌ او ارز منظوري هم ورکړې ده خو پخواني جج د کمیشن د مشرۍ کولو نه معذرت کړی او ویلي یې دي چې هغه د کمیشن لپاره په شرایطو یا ټي او ارز تحفظات لرل.

جیو ټي وي ته ښاغلي تصدق حسین ویلي چې خط کې چې ججانو کوم تورونه لګولي دي د هغې په ترمز اف ریفرنس یا ټي او ارز کې هډو ذکر نشته اؤ دا لیک د پیرا میټر 209م د کار په دایره کې هم نه راځي.

پاکستاني رسنیو ویلي پخواني جج تصدق حسین د پاکستان وزیراعظم ته یو لیک استولی اؤ هغه ته یې په دغه لیک کې د یاد کمیشن د مشرۍ کولو نه معذرت کړی دی.

د پاکستان د قانون وزیر ښاغلي اعظم تارړ ویلي دي چې حکومت کله تصدق حسین ته د کمیشن مشري ورکوله نو له هغې وړاندې یې د هغه رضا ترلاسه کړې وه.

رسنیو ته د قانون وزیر ویلي چې د سپریم کورټ لخوا د ججانو په خط په سوموټو اخستو هغه ځکه نه دی حیران شوی چې د عدالت لخوا له خپله انده له نوټس اخستل کیدو نه یو ساعت وړاندې وزیراعظم هاوس ته د تصدق حسین جیلاني د کمیشن د مشرۍ نه د معذرت اطلاع رارسېدلې وه.

روانه اوونۍ د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد ‏طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د استخباراتي شبکو د لاسوهنې په سر چیف جسټس ته خط ليکلی ؤ او د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه یې کړې وه.‏

د ججانو په خط کې د استخباراتي ادارو په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې اؤ ویل شوي چې په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د ‏استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.‏

په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر ‏فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې ‏سخت فشار اچول شوی وو.‏

د سپریم کورټ مشر چیف جسټس د ججانو ددغه لیک پسر دوه ځله د سپریم کورټ د ټولو ججانو غونډې جوړې کړي اؤ یو ځل یې د وزیراعظم شهباز شریف سره په دغه لړ کې لیدنه هم کړې ده.

خو د ګل په ورځ بیا مشر قاضي ددغه لیک پخپله نوټس اخستی اؤ د هغې د اورېدنې لپاره یې اووه کسیز بینچ ټاکلی دی.

په دې بینچ کې جسټس اطهر من الله، جسټس مسرت هلالي، جسټس نعیم اختر افغان، جسټس منصور علی شاہ، جسټئ یحییا خان اپریدی، جمال خان مندوخیل اؤ پخپله چیف جسټس قاضي فایز عیسا شامل دی.

ټاکل شوې ده بینچ به سبا د شورو- پنجشنبې په ورځ ددې قضیې اورېدنه کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG