لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوه فېصلې: په ترهګرۍ تورن بري او د حقونو مبارز په پوځي عدالت کې


په تیره یوه اونۍ کې د پاکستان دوه و اعلا عدالتونو دوه داسې فیصلې کړي دي چې نه یواځې په هیواد دننه بلکې په نړیواله کچه پرې هم نيوکې شوي دي. په يوه عدالتي فېصله کې په ترهګرۍ تورن احمد سعيد عمر شېخ بري شوی او بله فېصله کې عدالت د بشري حقونو د مبارز ادريس خټک مقدمه په پوځي عدالت کې اورېدل قانوني عمل بللی.

د فبرورۍ په دوېمه د پاکستان سپرېم کورټ د امریکايي جرنلېسټ ډينيل پرل په تښتونه او وژنه مرکزي تورن احمد سعيد عمرشېخ د زندان نه بهر په کوم ارام ځای کې د ساتلو امر وکړو. د دې وړاندې عدالت د جنورۍ په 28مه د هیواد سپریم کورټ د عمرشېخ او دهغه سره د نورو درېو کسانو د خوشي کولو امر وکړو.

هم د فبرورۍ په دویمه د پېښور هايکورټ په يوه بله مقدمه کې د بشري حقونو په فعال ادريس خټک په پوځي عدالت کې مقدمه قانوني اومنله.

په پاکستان کې د عدالتونو دغه ‌‌‌‌‌‌ډول لانجمنو فېصلو په اړه په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسېن حقاني د ډینیل پرل د تورن قاتلانو په خوشي کولو د امریکا په مشهور اخبار وال سټریټ جنرل کې لیکي:

“د ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېنیل پرل د قاتل بري کول د جهادزم سره د پاکستان د نڅا برخه ده”

هغه لیکي ممکن ده دا فیصله د ترهګرو د مالي کمکونو په لارو نیولو کې د پاتې راغلیو هیوادونو د خړ لسټ نه د پاکستان د وتلو کوښښونه هم شنډ کړي. وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ښاغلي حقاني وویل:

“وړومبی ځل نه دی چې د پاکستان سپرېم کورټ یوه سیاسي فیصله کړي وي، د داسې قسمه فیصلو نه تاریخ ډک دی..... ډېرې فیصلې دي چې د پاکستان د عدالتونو توله پکې کږه ښکاري، که چري د سیاسي مخالفینو په حقله فیصله وي نو یو شان فیصلې ورکړی کېږي خو که خبره د جهادیانو شي نو بل شان فیصلې کېږي”

په ښاغلي حقاني هم په پاکستان کې د ریاست په ضد د غدارۍ مقدمه شویده، هغه وايي د ریاست ادارې تنقید کونکي نه زغمي خو جهادیان یې خوښ دي.

د پاکستان په پوځ يو تنقيد کونکې د بشري حقونو فعال ادريس خټک دی. هغه د څو مياشتو راسې د پوځ په ولقه کې دی او کورنئ يې د پېښور هايي کورټ ته اپيل کړی وو چې عام يعني غېر پوځي عدالت دې د ښاغلي خټک مقدمه واوري. خو د پېښور اعلا عدالت دغه خواست ونه منلو. د ادريس خټک وکيل طارق افغان وايي:

"دا ډېره عجیبه غوندې خبره ده چې یو طرفته ادریس خټک چې د انساني حقوقو علمبردار دی او بل طرفته دغه د ډینیل پرل قاتل چې دی دغه یو دهشت ګرد او د دهشت ګردۍ د قانون لاندې هغه ته سزا ورکړی شوی وه، د هغه پرېښودل، نو ددې نه ددې ریاست د پالیسۍ او د بیانيې مکمل پته لګي”

د بشري حقونو ځايي او نړیوالو تنظيمونو د ادريس خټک د مالومولو دپاره غږ پورته کړی او د پاکستان نه يې غوښتنې کړې وې.

د پاکستان د سپریم کورټ په فیصله د ډینیل پرل کونډې او مور وپلار د ناخوښۍ تر څنګ امریکا هم سخته ناخوښي ښکاره کړيده.

د ښاغلي حقاني په خیال دا قسمه متضادې او پابندې عدالتي فیصلې د پاکستان د واکدارانو هغه دلیلونو کمزوري کوي چې وايي د جهادیانو روزل یې بند کړي دي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG