لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس له امله د پاکستان شخصي ټي وي چېنلې سږکال د روژې خصوصي پروګرامونه نه نشر کوي


د روژې په دغه روایتي پروګرامونو کې به د اخلي پخلي او مذهبي پروګرامونو ترڅنګ د انعامونو د پاره مقابلې او لوبې هم کېدلې او د چېنلو دپاره به د روژې دغه نشریات د کاروبار او د امدن زريعه هم ګڼل کېدل
د روژې په دغه روایتي پروګرامونو کې به د اخلي پخلي او مذهبي پروګرامونو ترڅنګ د انعامونو د پاره مقابلې او لوبې هم کېدلې او د چېنلو دپاره به د روژې دغه نشریات د کاروبار او د امدن زريعه هم ګڼل کېدل

د تېرو څو کلونو برعکس سږ کال د پاکستان پرايوېټ ټي وي چېنلې د روژې په مياشت کې خصوصي خپرونې نه نشر کوي.

د روژې په دغه روایتي پروګرامونو کې به د اخلي پخلي او مذهبي پروګرامونو ترڅنګ د انعامونو د پاره مقابلې او لوبې هم کېدلې او د چېنلو دپاره به د روژې دغه نشریات د کاروبار او د امدن زريعه هم ګڼل کېدل.

خو دا ځل د کرونا وبا خورېدو له امله د پاکستان په ميډيا د نظر ساتنې ادارې پېمرا په دغه پروګرامونو څه بنديزونه لګولي دي.

دا ځل دغه پروګرامونو کې تماشايان هم نشته او د انعامونو د پاره په دغه پروګرامونو کې مقابلې او لوبې هم نه کيږي.

کراچۍ کې د يو شخصي چېنل د يو مشهور پروګرام د پروډکشن ټيم غړی جاويدالرحمان وايي دا ځل د کرونا وبا د لاسه د دوی په پروګرامونو کې تماشايان نشته. "د کرونا وبا له وجې د روژو په خپرونو ډېر فرق پرېوتی دی، ډېر اثر يې پرې کړی دی، دا ځل پروګرامونو کې تماشايان هډو شته دی نه، نه يې دي راغوښتي، او زما په خيال د دې کرونا نه يې هم غټه وجه سرکاري اېس او پيز دي او پېمرا چې کومه حکمنامه رالېږلې وه هغه ده."

جاوید الرحمن وايي د د غه خپړونو ‌‌‌‌‌‌ډير کتونکي او په دې خصوصی خپرونو کښې د اتیا نه سیوا به صرف تکنیکي عمله وه. خو هغه اوس صرف پيځلسو کسانو ته را کمه کړې شوې. دا هر څه د پيمره د کرونا وباء. مخينوی ضابطو له وجې شوی.

په دغه خصوصي خپرونو کې د کمپنيو ګاړي، د سرو خښتو، موټر سايکلو او هن دا چې يو ځل بې اولاده خلکو له یتيم ماشومان هم د انعام په توګه ورکړی شوي وو. خو تېره اوونۍ پېمرا يو نوټس جاري کړی او دې ټي وي چېنلو ته يې ويلي چې دا ځل به په دې رمضان ټرانسمېشن يا خصوصي خپرونو کې به نه تماشايان وي، نه به د لویو لوی انعامونو نمايش کيږي او نه به د هغې د پاره مقابلې کيږي.

پېمرا په دغه نوټس کې وايي چې وجه دا ده چې دا وخت په نړۍ کې خلک د رزق د وسيلو د کمې، لوږې او بې روزګارۍ سره مخامخ دی ځکه داسې د انعامونو نمايش به نه کېږي. خو د ميډيا يو ادارې فريډم نېټ ورک مشر اقبال خټک وايي د دغه شخصي چېنلو داسې خپرونو مقصد د روژې مياشت کې د خبرونو د کمي له وجې نه يواځې وخت تېرول وو د دې مقصد مالي ګټه کول هم وو."روژو کې چې به شخصي چېنلو کوم پروګرامونه کول او انعامونه به يې ورکول زما په خيال د دې دوه مقصدونه وو، يو وخت تېرول وو او دې سره سره دوي ته معاشي ګټه هم ترلاسه کېده، دغسې به دوي ته اشتهارونه هم ملاوېدل. نو د دې مختلف اړخونه وو."

اقبال خټک وايي په نړۍ کې د نور ځايونو ټي وي چېنلې په نړۍ کې د چارچاپېره حال، خبرونه اږ معلومات ورکوي خو دا شخصي چېنلې داسې خپرونې کوي چې پکې اشتهارونه او داسې انعامي مقابلې کيږي او دې شخصي چېنلو ته ترې ډېرې مالي ګټې کيږي.خو هغه وائ کرونا وباء او د پيمره بندیزونو له وجې د دغه شخصی چینلو مالې ګټې به کمې شي چې روژه کښې دغه خصوصی خپرونې وه نشي. دې خپرونو کوربه به ‌‌‌‌‌‌د کیمره مین یا رپورټر نه ‌‌‌‌‌‌ډیرهراته تنخواه وه ځکه چې دوی به د دغه خپرونو دلارې چینل له ‌‌‌‌‌‌دې میاشت کښې ‌‌‌‌‌‌ډیره ګټه کوله.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG