لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا وایرس له امله په پاکستان کې غربت دوچنده زیاتېدی شي، حکومتي اداره وايي


څيړونکی او د اقتصادي چارو کارپوه سجاد خان وايي پاکستان کې زياتره کارخانې او روزګارونه کمزوري شوي دي چې له وجې يي د ملک مجموعي پېداواري صلاحيت کم شوی او د خلکو د بې روزګارۍ سبب ګرځېدلې او هم دغې بې روزګارۍ سره غربت سېوا شوی دی
څيړونکی او د اقتصادي چارو کارپوه سجاد خان وايي پاکستان کې زياتره کارخانې او روزګارونه کمزوري شوي دي چې له وجې يي د ملک مجموعي پېداواري صلاحيت کم شوی او د خلکو د بې روزګارۍ سبب ګرځېدلې او هم دغې بې روزګارۍ سره غربت سېوا شوی دی

د پاکستان د اقتصادي پرمختيا ادارې په خپل تازه رپورټ کې ويلي د کرونا له ویراس له امله په ملک کې د غربت کچه دوچنده سېوا کېدی شي.
د پاکستان انسټيټيوټ اف ډېويلپمنټ اکانمسټس د رپورټ ترمخه پاکستان کې د غربت مړجوده کچه ۲۳ فيصده ده او دا ۵۶ فيصده ته رسېدلی شي.

رپورټ کې وويل شوي د غربت کچه به ۷۱ فيصده ښځو او ۵۲ فيصده سړو کې سېوا کيږي.

تر ټولو زيات ۸۰ فيصده په زرعي شعبې خلک اغيزمن کيږي ۵۰ فيصده هوټلو کې کارکونکي دي او دې ترڅنګ د ټرانسپورټ او نورو وړو روزګارونو خلک په متاثره کيږي.

رپورټ کې وويل شوي د کرونا وبا له وجې په ملک کې د څلور ميليننه تر څلور نيم ميلين پورې د بې روزګارو شمېر زياتيدې شي۔

څيړونکی او د اقتصادي چارو کارپوه سجاد خان وايي پاکستان کې زياتره کارخانې او روزګارونه کمزوري شوي دي چې له وجې يي د ملک مجموعي پېداواري صلاحيت کم شوی او د خلکو د بې روزګارۍ سبب ګرځېدلې او هم دغې بې روزګارۍ سره غربت سېوا شوی دی.

رپورټ کې وويل شوي د وړاندې نه معاشي ستونزو سره مخ خلکو لکه دياړي کونکي او واړه روزګار کونکو مسلې به نورې هم زياتيږي

خبريال او څيړونکې وکيل خان وايي پاکستان ته د وړاندې نه ۲۳ فيصده غربت ختمول ګران وو او که دا ۵۶ فيصده ته وسيږي نو دې ختمول به ګران شي او دا غربت به پاکستان کې تر ډېرې مودې پاتې وي۔

د پاکستان انسټيټيوټ اف ډيوېلپمنټ اکانمسټس دې مسلې مخه نيولو د پاره سپارښتنه شوې چې حکومت دې د بېنظير انکم سپورټ د يو قسط پېسې اته زره ته سېوا کړي او موجوده څلور نيم ميلنيا خاندانونو سره دې پينځه نيم ميلنيا غريبي کورنۍ نورې هم ورګډې کړې شي کوم نه چې به نزدې ۶۵ ميلني تنان مستفيد کيږي۔

بلخوا پاکستان حکومت د احساس پروګرام لاندې يو خاندان ته ۱۲۰۰۰ روپۍ ورکوي، د دې پروګرام لاندې ۱۲۰۰ خاندانونو ته ۱۴۴ بيلنيا روپۍ ورکړل کيږي۔

په احساس پروګرام کې د بنظير انکم سپورټ پروګرام کونيوسره اته سوه نوي کورنۍ شاملې کړې شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG