لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پي جی: پاکستان دې د خبریال د وژنې تحقیقات وکړي


پولیس او عېني شاهدینو ویلي په موټر کې او موټر سایکل سوارو مسلح کسانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ۳۱ کلن اجی کمار لالواني په داسې حال کې ډزې وکړې چې هغه په سکهر ښار کې د نايي په دوکان کې ناست و
پولیس او عېني شاهدینو ویلي په موټر کې او موټر سایکل سوارو مسلح کسانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ۳۱ کلن اجی کمار لالواني په داسې حال کې ډزې وکړې چې هغه په سکهر ښار کې د نايي په دوکان کې ناست و

د خبریالانو د تحفظ دپاره کارکونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس په پاکستاني مامورینو غږ کړی چې د سند صوبې په سکهر ښار کې تېره هفته د یو خبریال د وژل کېدو دې باوري تحقیقات وکړي او ککړ تنان دې ګرفتار کړي.

په نیویارک کې مېشته د کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس، سي پي جی، د اېشیا چارو مسول سټېون بټلر په یو بیان کې وویل د سند پولیس دې په چټکتیا د خبریال اجی کمار لالواني د قتل تحقیقات وکړي.

ښاغلي بټلر وویل په سکهر کې د پولیس او خبریالانو ترمنځ د تاوتریخوالي د اوږد تاریخ په پس منظر کې پکار ده چې د اجی کمار لالواني د وژنې تحقیقات دې داسې پولیس افسران وکړي چې ولس پې اعتماد کوي.

پولیس او عېني شاهدینو ویلي په موټر کې او موټر سایکل سوارو مسلح کسانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ۳۱ کلن اجی کمار لالواني په داسې حال کې ډزې وکړې چې هغه په سکهر ښار کې د نايي په دوکان کې ناست و.

لالواني د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په هسپتال کې د زخمونو دلاسه ساه ورکړه. هغه د اردو د یوې ځايي ورځپاڼې خبریال و.

د جمعې په ورځ د سکهر پولس د لالواني د قتل د تحقیقات دپاره د یوې ډلې د جوړولو اعلان وکړو خو په تحقیقاتو کې د کوم پرمختګ ذکر ونه کړو.

پولیس افسران وايي د لالواني د قتل په اړه شواهد راجمع کوي او د عېني شاهدینو بیانونه ریکارډ کوي خو په سمدستي ډول دا نه ده معلومه چې ایا لالواني د خپلې دندې په سر وژل شوی دی؟

لالواني د ورځپاڼې پوچانو دپاره کار کولو. د ورځپاڼي مدیر عاشق جتوي هغه ګمان کوي چې خبریال د خپل کار په لړ کې وژل شوی دی او هغه ته وړاندې دړکې هم ورکړی شوې وې. جتوي د پولیس تحقیقاتو په اړه هم بې باورې ښکاره کړه او ویې وېل چې پولیس او خبریالان په سکهر کې د ډېر وخت راهسې خپل منځ کې تاو تریخوالی لري.

سي پي جی په خپل بیان کې وویل په سکهر کې خبریالانو یو شمېر احتجاجونه کړي او د هغو مقدمو غندنه یې کړې ده چې پولیس په خبریالانو د ریاست خلاف د فعالیتونو په الزام درج کړي خو خبریالان وايي دغه مقدمې زیاتره د هغه خبریالانو خلاف درج شوي چې د کرپشن په اړه یې خبرونه ورکول.

تېرکال په سند کې دوه خبریالان تښتول شوي او بیا ووژل شوو. د دوی کورنۍ وايي دغه خبریالان د پولیس او د نشۍ توکو د سمګلرانو د مبینه اړیکو او په صوبايي حکومت کې د بدعنوانۍ د خبرونو ورکولو په سر وژل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د دې باوجود چې د سند حکومت ویلي د خبریالانو په وژنه کې ککړ تنانو ته به سزاګانې ورکوي تر اوسه پورې حکومت په تحقیقاتو کې د څه پرمختګ خبره نه ده کړې.

سي پي‌ جی پاکستان د خبریالانو دپاره په خطراناکو ملکونو کې شماري چېرته چې په صحافیانو حمله کوونکي زیاتره د سزا نه بچ پاتې کېږي.

تېر کال پاکستان د سي پي جې په نړیواله درجه بندۍ کې په نهمه درجه ملک وو چې پکې د ۱۵ خبریالانو د وژل کېدو کېسونه لا نه دي حل شوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG