لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اطلاعاتو وزیر: د تحریک لبېک ٨٠٠ پورې د سر مشران نیول شوي


د پولیس او امن ساتونکې ادارې رینجرز د گامونو په نتیجه کې تحریک لبېک د راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ جلسه وه نکړی شوه
د پولیس او امن ساتونکې ادارې رینجرز د گامونو په نتیجه کې تحریک لبېک د راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ جلسه وه نکړی شوه

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهر‏ي وي او ای ډیوه ته ویلي چې د سخت دریځه مذهبي ډلې تحریک لبېک مشر خادم حسین رضوي په شمول د سلگونو په شمېره کې د تحریک پلویان په تېرو څو ورځو کې نیول شوې دي.

خادم حسین رضوي تېره هفته په لاهور کې نیول شوی دی.

د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري وي او ای ډیوه ته د گل، دوشنبې، په ورځ وویل چې تر د ٨٠٠ پورې د تحریک د سر مشران نیول شوې دي. هغه وویل نیول شویو تنان خلاف به د قانون سره سم چلند کولی شي.

د پولیس یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې یوازې په راولپنډۍ ډویژن او د اسلام اباد په خوا او شا سیمو کې تر ۴٠٠ پورې د تحریک پلویان نیول شوې دي.

د وي او ای اردو څانگې د رپورټ ترمخه، خادم حسین رضوي د ٣٠ واخلي تر د ٨٠ ورځو پورې په حکومتي ولکه کې ساتل کیدی شي. رپورټ زیاتوي حکومتي مامورینو ویلي امن او مان ته خطر لمېنځه وړولو په خاطر د تحریک مشر او د نورو کارکونکو خلاف اقدامات شوې دي.

تحریک لبېک د اتوار، یکشنبې، په ورځ د سپریم کورټ د اسیه بي بي فېصلې خلاف د جلسې اعلان کړی و. تېره میاشت سپریم کورټ د مذهب د سپکاوي په الزام قېد اسیه بي بي بري کړه.

د امریکې اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره وايي امنیتي ادارو د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د تحریک د پلویانو خلاف گامونه اخیستې دي.

د سپریم کورټ د فېصلې خلاف د تحریک حمایت کونکو د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د تشدد نه ډکې مظاهرې کړې وې، لارې کوڅې یې بندې کړې وې، موټرو لارو ته اور اچولی و، د سپریم کورټ د ججانو او د وزیراعظم عمران خان د مرگ غوښتنه یې کړې وه.

د وي او ای اردو څانگې ترمخه، د پنجاب وزیراعلا ترجمان شهباز گل ويلي چې د تحریک مشران امن او امان ته د ممکنه خطر له امله د وزیراعظم په امر نیول شوې دي.

د پولیس او امن ساتونکې ادارې رینجرز د گامونو په نتیجه کې تحریک لبېک د راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ جلسه وه نکړی شوه.

د وي او ای اردو څانگې ترمخه، د تحریک لبېک موقتي مشر ډاکټر شفیق امیني د ډلې کارکونکي ځکه رفتاریږي چې اسیه بي بي ته د بهر تگ لاره هواره کړی شي.

ډاکټر امیني وویل د مرگ ژوبلې مخنیوي دپاره یې د لیاقت باغ جلسه وځنډوله. هغه وویل د ٣٠ یا ۴٠ زره د تحریک پلویان نیول شوې دي. په ډویو پېغام کې هغه وویل د اسیه بي بي د بري کېدو فېصله دې بیرته واخیستل شي او هغې ته دې د هېواد څخه د وتلو اجازت ور نکړی شي.

د سپریم کورټ د فېصلې وروسته تحریک په اسلام آباد کې د احتجاجي ناستې اعلان کړی و خو د حکومت سره د لوظنامې وروسته یې وځنډولو. د لوظنامې ترمخه، حکومت د اسیه بي بي فېصلې ته د نظر ثانۍ او هغې ته د بهر تگ اجازت نه ورکولو حمایت وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG