د انټرنیشنل کرکټ کاؤنسل مشر هارون لارگټ وئیلې ائی سي سي د دریو پاکستاني کرکټ لوبغاړو خلاف خپله فیصله د کوټلې شواهدو په بنیاد کړې ده.
د ائي سي سي تحقیقاتي ډلې په سپاټ فکسنگ کې ککړو دریو پاکستاني کرکټرانو ته سزاگانې ورکړې دي. د سزا گانو ترمخه سلمان بټ د ١٠ ؤ کلونو د پاره، محمد عامر د پنځوؤ کلونو دپاره او محمد اصف د اؤو کلونو د پاره دکرکټ نۀ بهر کړی شوې دې په هغوي پابندي لگول شوي ده.
د قطر سرښار دوحه کې د اتوار په ورځ خبرې کانفرنس ته وینا کې د ائي سي سي مشر هارون لارگټ اویل ائي سي سي په لوبه کې کرپشن نشې برداشت کولی او د سلمان بټ، محمد عامر او محمد اصف خلاف د پابندۍ فیصله په کوټلې ثبوتونو شوې ده.
هارون لارگټ د دریو واړو کرکټرانو خلاف په تحقیقاتو کې د پاکستان کرکټ بورډ د کردار ستائنه اوکړه او وې وئیل چې پې سې بي په دې لړ کې د ائي سي سي سره مکمل مرسته کړې ده.
تير کال دستمبر په مياشت کې ائي سي سي دپاکستان په دريوؤ لوبغاړو کپتان سلمان بټ، تيزباؤلر عامر او محمد اصف د کرکټ کونسل دگڼو دفعو په خلاف ورزۍ کولو تورونه اولگول او هغوي يې په عارضي توگه د لوبې نه منع کړل خو اوس په دغو لوبغاړو تر کلونو،کلونو دکرکټ نۀ کولو پابندۍ لگيدلي دي.
له دې وړاندې يو برطانوي ورځپاڼې نيوز اف دي ورلډ تور لگولى ؤ چې دپاکستاني ټيم تيزرفتاره باؤلر محمد عامر او محمد اصف دجوارۍ کوونکو څخه رقم اخستى او په لارډز کې يې دبرطانيې په ضد شوي څلورم او وروستي دکرکټ ټيسټ ميچ کې دقصده نو بالونه کړي دي.
برطانوي ورځپاڼې ادعا کړې وه چې دجوارۍ کوونکو يو ايجنټ ته تقريباً دوه لکه او 30 زره ډالر ادا کړل شوي او دسپاټ فکسنگ دغه معلومات يې ترلاسه کړي وؤ.
ددغه شکمن ايجنټ نوم مظهر مجيد ښودل شوى ؤ چې برطانوي پوليسو دنيول څخه يوه ورځ وروستو بې له کوم تور لگول کيدو په ضمانت پريښودى ؤ.
پوهان وائي دریواړه پاکستاني لوبغاړي په ٢١ ورځو کې دننه په هغوي لگول شوې پابندۍ خلاف اپیل کولی شي.
د خبرې رپورټونو ترمخه، د پابندۍ سره مخامخ کړی شوؤ لوبغاړو وئیلې دوي بې گناه دي.