لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ذکا اشرف : بنگله ديش سره د کرکټ دمستقبل په اړيکو بيا غور کولى شو


بنگله ديش کرکټ بورډ ته به د پاکستان ددورې کولو څخه وړاندې دپاکستان دحالاتو په اړه سيکورټي رپورټ وړاندې کول او دخپل حکومت څخه اجازه اخستل وي
بنگله ديش کرکټ بورډ ته به د پاکستان ددورې کولو څخه وړاندې دپاکستان دحالاتو په اړه سيکورټي رپورټ وړاندې کول او دخپل حکومت څخه اجازه اخستل وي

د پاکستان کرکټ بورډ چئيرمين ذکا اشرف وائي بنگله ديش سره به د کرکټ دمستقبل اړيکې په دې خبره انحصار کوي چې ايا بنگله ديش پاکستان ته دوره کوي که نه ؟
ذکا اشرف وائي په روانه مياشت يا راتلونکې دمئ مياشت کې که چرې هغوي يا خو ددوؤ يو ورځنو نړيوالو ميچونو او يو ټي ټوئنټې يا دريوؤ يو ورځنو نړيوالو ميچونو لوبو لپاره دپاکستان دوره ونۀ کړي نو دوي به (بنگله ديش ) سره د کرکټ د مستقبل په اړيکو بيا دسره غور کوؤ.
بنگله ديش کرکټ بورډ ته به دپاکستان ددورې کولو څخه وړاندې دپاکستان دحالاتو په اړه سيکورټي رپورټ وړاندې کول او دخپل حکومت څخه اجازه اخستل وي.
په 2009ء کې په لاهور ښار کې يو شمير وسله والو کسانو دسري لنکا ټيم په بس بريد کړى ؤ چې له امله يې گڼ شمير پوليس افسران او دبس يو ډرائيور وژل شوى ؤ، دهاغه وخت څخه راپديخوا دافغانستان پرته بل کوم هيواد دپاکستان دوره نۀ ده کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG