لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور زلمي د سختې مقابلې ورسته کوټه گلیډیئټر ته ماتې ورکړه


د پېښور زلمي بالر حسن علي
د پېښور زلمي بالر حسن علي

پېښور زلمي د سختې مقابلې ورسته کوټه گلیډیئټر ماتې وکړه او د پي ایس ایل سیمې فاینل ته وتلو.

پېښور زلمي به سبا، د شورو، په ورځ د کراچي کنگز سره هم په لاهور کې مقابله کوي.

اسلام آباد یوناټېډ د وړاندې نه فاینل ته وتلی دی. د پی ایس ایل فاینل به د مارچ د میاشت په ٢٥ مه نېټه کراچۍ کې کیږي.

پي ایس ایل لاهور کې سیمې فاینل ته د تلو وړاندې اخېرني میچ کې د کوټه گلیډیېټر او د پېښور زلمي په میچ کې ټاس کوټه گلیډیئټر ټاس وگټلو او بېټنگ یې پېښور زلمي له ورکړو.

په مقرره ٢٠ ؤ اورونو کې پېښور زلمي ١٥٧ رنزونه وکړل. د پېښور زلمي په اننگز کې غوره بېټنگ ډاسن وکړو او ٦٢ رنز یې جوړ کړل. تمیم اقبال هم ښه بېټنگ وکړو او په ٢٩ بالونو یې ٢٧ رنز وکړل.

د پېښور زلمي کامران اکمل چې په وړاندې مېچونو کې یې ښه لوبه کړې وه په دې مهم میچ کې په صفر اوټ شو.

د کوټه گلیډېئټر په اننگز کې ښه بېټنگ سرفراز احمد او محمد نواز ٣٥ ، ٣٥ رنز وکړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG