لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي د ‏T-20‎‏ نړيوال کپ ګټلو په صورت کې هر پاکستاني لوبغاړي ته د يو لک ډالرو انعام ورکولو اعلان کړی


CRICKET-WC-2019-PAK-RSA
CRICKET-WC-2019-PAK-RSA

‏د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) مشر محسن نقوي اعلان کړی، که پاکستانۍ لوبډلې د ټي ټوينټي ‏T-20‎‏ کرکټ نړيوال کپ ‏‎2024‎م وګټلو، هر پاکستاني ‏لوبغاړي ته به يو لک ډالره انعام ورکوي.‏

نوموړي دغه اعلان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي مېدان کې د لوبغاړو سره ليدو په مهال کړی دي.‏ هغه ويلي، هيله لري چې لوبډله به په نړيوال ټي ټوينټي ساليو کې غوره لوبه وکړي.‏

محسن نقوي زياته کړې، ولس د لوبډلې نه ډېرې تمې ساتي او هغه د لوبډلې نه تمه لري چې پوره هڅه به کوي. ‏
د ټي ټوينټي نړيوال کپ ‏‎2024‎م د راتلونکې جون د مياشتې د دويمې نېټې څخه په امریکا کې پيل کيږي. ‏

د ټي ټوينټي نړيوال کپ سيالۍ به په امريکا او ويسټ انډيز کې کيږي.‏

د ټي ټوينټي نړيوال کپ ‏‎2024‎م کې به ‏‎20‎‏ لوبډلې برخه اخلي، او فاينل سيالي به یې په ‏‎29‎م جون وي.‏

د کرکټ نړيوالې شورا په کال ‏‎2007‎م کې د ټي ټوينټي يا شل اووريزو نړيوالو لوبو پيل کړی وو، تراوسه پورې اته ځله د ټي ټوينټي نړيوالې سيالۍ شوي ‏دي.‏
پاکستان د ټي ټوينټي نړيوالو سياليو په وروستيو مقابلو کې د ‏‎2022‎م په فاينل کې د انګلېنډ نه ماتې خوړلې وه. ‏

پاکستان تراوسه پورې يواځې یو ځل په کال 2009م کې د ټي ټوينټي نړيوال کپ ګټلی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG