لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"سنگاکاره اوټ کول مې ارمان دی": عثمان شېنواری


عثمان شېنواري د فیس بک پاڼې نه اخستل شوی یو تصویر
عثمان شېنواري د فیس بک پاڼې نه اخستل شوی یو تصویر
د کرکټ د بال نوی مداري د خیبر ایجنسۍ عثمان شېنواری د پاکستان د کرکټ نوی ستوری وايي په دوبۍ کې سرې لنکا خلاف راتلونکو ټې ټونټې سیالو کې به د خپل بالنگ په زور ځان ته مقام گټي.
١٩ کلن عثمان د پیښور اسلامیه کالج نه تر د ١٢ پورې تعلیم ترلاسه کولو ورسته د پاکستان ټیم د پاره د فاسټ بالر په حېث منتخب شوی دی.
عثمان د زرعي ترقیاتي بینک لخوا ډومیسټک کرکټ یا د هیواد دننه په مقابلو کې د بالنگ ښه پرفارمنس ورسته منتخب شو. یو میچ کې هغه په نهه رنز پنځه کسان اوټ کړې وو چې پکې د پاکستان کرکټ ټیم موجوده کپتان مصباح الحق هم شامل وو. ددغه پرفارمنس په بنیاد عثمان د سلیکټرانو توجه ځان ته راوگرځوله.
د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې عثمان وویل هغه د پاکستان پخواني فاسټ بالر وسیم اکرم نه متاثر دی خو وايي هغه د بالنگ خپل خصوصي انداز لري.
د مرکه ورسته عثمان د سرې لنکا خلاف ټې ټونټي مقابلو کې برخه اخستو د پاره روان وو. هغه وویل د سرې لنکا بیټسمین سنگاکاره اوټ کول يي ارمان دی.
د پاکستان کرکټ ټیم ته د رسیدو ورسته عثمان شېنواري قبائیلي سیالي کرکټ ته هم ورسوله. که شاهد افریدی د فریدي قام نمائندگي کوي نو عثمان به د شېنواریانو استازی وي. د پولې پورې غاړه، د افغانستان په کرکټ ټیم کې هم د شېنواریانو نمائندگي شته دی.
د ډیوه ریډیو خبریال ارباب محمود علي سره د عثمان شېنواري مرکه دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG