لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نجيب ځدران نه وروستو شاهين افريدی د ۲۱مه پېړۍ زېږېدونکی نړيوال لوبغاړی


د ښي اړخ نه شاهين افريدی او کیڼ اړخ ته مجيب ځدران
د ښي اړخ نه شاهين افريدی او کیڼ اړخ ته مجيب ځدران

د پاکستان کرکټ په نړيواله لوبډله کې شاهين افريدی لمړی لوبغاړی دی چې په ۲۱م پېړۍ کې زېږېدلی دی، هغه پرون د ویسټ انډيز پرضد لوبه کې په لمړي ځل لوبېدلی دی.

شاهين افريدی د اپرېل په شپږمه ۲۰۰۰ کې زېږېدلی دی.

خو د افريدي نه وړاندې د افغانستان د اسپنر بالر مجيب الرحمان ځدران دا اعزاز ترلاسه کړی ؤ، مجيب ځدران په ۲۸م مارچ ۲۰۰۱ کې زېږېدلی دی.

د افغان لوبغاړي مجيب ځدران لا ۱۷ کاله نه ؤ پوره شوي چې نړیوال کرکټ يې پېل کړی، او نه يواځې نړيوال کرکټ یې پېل کړی بلکې په لږ وخت کې يې ځینې نړيوال ريکارډونه هم جوړ کړي دي.

د خېبرايجنسۍ سره تعلق لرونکی شاهين افريدی د پاکستان لخوا د ۱۹ کلنو په نړيواله لوبډله کې لوبېدلی او بيا په وروستيو کې د پاکستان سپرليګ په سیاليوکې د لاهور قلندر په لوبډله کې شامل ؤ.

شاهين د ویسټ انډيز پرضد درېو ټي ـ ټيونټي سياليو دپاره لوبډله کې شامل ؤ خو يواځې په وروستۍ سیالۍ کې لوبول شوی دی.

په کيڼ لاس بال ویشتونکي شاهين افريدي ته د نړیوال کرکټ پېل کولو ټوپۍ (کېپ) د پاکستان پخواني کپتان ياد بالر وسيم اکرم په سر کړې ده.

بل لور ته مجيب ځدران د تير کال دسمبر په مياشت کې د کرکټ خپل نړیوال کرکټ پېل کړی او تراوسه پورې يې د پاکستان د پخواني تيز بالر وقاريونس ۲۸ کلن ريکارډ مات کړی او په کم عمرۍ کې يې پينځه لوبغاړي سوځولي وو.

هغه د فرورۍ په میاشت کې د زمبابوی پرضد د فرورۍ په مياشت کې په يو ورځنۍ لوبه کې په ۵۰ رنزونو ورکولو پينځه لوبغاړي سوځولي وو.

مجيب ځدران چې اپ اسپين، ليګ اسپين او ګوګلي بال کوي په خپل ښه بالنګ د هند په پريئميرليګ کې د پنجاب لوبډلې هم اخستی دی.

شاهين افريدي او مجيب ځدران ته د سړو په نړيوال کرکټ کې دغه اعزاز ترلاسه دی چې په ۲۱م پېړۍ کې وزېږېده خو له دوي وړاندې د ائيرلېنډ د جينکو د کرکټ لوبډلې ګيبي لوئيس هم په ۲۷م مارچ ۲۰۰۱ کې زېږېدلې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG