لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانۍ ورځپانې د ډاکټر تقي په کالم پابندي لگولې


وائس اف امریکا ډیوه سره مرکه کې ډاکټر تقي وویل ډیلي ټائمز نه یوازې د هغه بلکه د یو بل لیکوال په کالم هم پابندي لگولې ده چې زیاتره به يي د بلوچستان په موضوعاتو لیکل کول
وائس اف امریکا ډیوه سره مرکه کې ډاکټر تقي وویل ډیلي ټائمز نه یوازې د هغه بلکه د یو بل لیکوال په کالم هم پابندي لگولې ده چې زیاتره به يي د بلوچستان په موضوعاتو لیکل کول

پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځ پاڼې ډیلي ټائمز امریکا کې میشته د پیښور سره تعلق لرونکې کالم نگار ډاکټر محمد تقي مضمون په شائع کولو پانبدي لگولې ده.

ډیلي ټائمز دپاره د ډاکټر تقي اخیري کالم پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف د امریکې د دورې په اړه وو چې پکې په ډاکټر تقي د پوځ د عامو تعلقاتو څانگې اي ایس پې ار په هغه بیان تنقید شوی وو چې پکې په پاکستان کې د داعش د وجود نه انکار شوی وو.

وائس اف امریکا ډیوه سره مرکه کې ډاکټر تقي وویل ډیلي ټائمز نه یوازې د هغه بلکه د یو بل لیکوال په کالم هم پابندي لگولې ده چې زیاتره به يي د بلوچستان په موضوعاتو لیکل کول.

د پاکستان پوځ، د پاکستان امنیتي ادارې او چارې، د پاکستان خارجه تگ لاره، د پاکستان ایټمي پروگرام او په بلوچستان کې موجوده صورتحال په ځېنې هغه حساسوموضوعاتو کې شمار گڼلی کیږي چې د پوځ پرې اجاره داري ده او د پوځ او د حکومت د لارې نه مخالف خبره او تبصره پرې نشې برداشت کیدلی.

په پاکستان کې صحافت د ازادۍ کارکونکې وايي مطبوعات او په ځېنې وختونو کې صحافیان هم په ځېنې حساسو موضوعاتو لیکلو نه ډډه کوي.

په ډاکټر تقي د موجوده پابندۍ نه وړاندې هم په پاکستان کې په حساسو موضوعاتو لیکل کونکو پابندۍ لگول شوي دي.

وي او ای سره مرکه کې ډاکټر تقي وویل ډیلي ټائمز کې اخیرې کالم يي د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف واشنگټن د سفر په اړه لیکلی وو. په دغه کالم کې يي د پوځ مشر مطبوعاتي څانگې ايي ایس پې ار لخوا په هغه بیان نیوکې کړې چې ویلي پاکستان کې د داعش وجود نشته او نه پیدا کیدی شي.

ډاکټر تقي وايي خپل کالم کې يي لیکلې چې د پوځ ددغه دریز سره اتفاق نه لري چې گني پاکستان کې داعش نشته. تقي صیب کالم کې لیکې د پوځ دغه دعوه په داسې ورځ کیږي چې د خیبر پښتونخوا دیر سیمه کې ٢٢ د البدر ډلې وسله والو مبینه مړي خاورو ته سپارل کیدل چې د افغانستان په ختیزه سیمه کې د افغان ځواکونو یا د امریکا کوم ډرون برید کې وژلې شوي وو.

ډاکټر تقي وايي دغه کالم کې ده لیکلې چې داعش د سوچ او فکر نوم دی، د البدر وسله وال په ښکاره ډول کشمیر کې جنگیږي او افغانستان کې د گلبدین حکمتیار نزدې پلوي گڼل کیږي. ډاکټر تقي وايي د ١٩٨٠ په لسیزه کې د پاکستان امنیتي ادارو ددې ډلې په جوړولو کې مرسته کړې او چې د روس خلاف به يي افغانستان ته د جنگړې لپاره په لویه شمیره کې ځوانان د پاکستان نه تیارول او که پاکستان کې د البدر وسله وال په داسې شان سره دفن کیږی چې جنازه کې يي د اسمبلو منتخب نمائندگان او د جماعت اسلامي د ضلع ناظم گډون کوي نو دا ښائي چې پاکستان کې داعش شته او د جوړیدو مخه يي نیول گرانه خبره ده.

ډاکټر تقي وايي خپلو کالمونو کې يي نه یوازې د پوځ "دوه مخیزه" رول رابرسیره کړی بلکه اکثر يي د عوامي نیشنل پارټۍ او د پاکستان پییپلز پارټۍ په هغه معاملاتو هم سختې نیوکې کړې دي.

ډاکټر تقي د پوځ دوه مخیزه رول هغه تگ لارې ته وايي چې په څرگنده خو د وسله والو خلاف جنگیږي خو په خفته توگه سیمه کې د خپل اثرورسوخ دپاره وسله وال د خپلو مفاداتو د وړاندې بوتلو دپاره استعمالوي.

ډاکټر تقي وايي د پښتون قام سره مینه لري او خپلو لیکونو کې ددې خبرې پرواه نه کوي چې نتیجه به يي څه وي چې څه ورته ریښتیا او د اولس په گټه ښکاري لیکي يي. "ضمیر مې ملامته کوي چې د لیکلو طاقت لرم او لیک پرې وو نه کړم."

تقي صیب وايي د پیشې په اعتبار طبیب دی او د لالچونو باوجود يي په خپل سوچ او فکر پابندي نه ده لگولې او د خپلو لوستونکو او اوریدونکو میناوالو سره وعده کوي چې د چا پرواه بغیر به چې څه ورته حق ښکاري لیکي به يي او د پردې په شا د اولس پر ضد د لوبې کردارنه به رابرسیره کوي.

ډاکټر تقي وايي د پښتنو خاوره که د پاکستان ده او که د افغانستان "پرې د وینو تویولو، د ځوانانو دلاسه د کتاب او قلم اخیستل او ورله په لاس کې ټوپک او بارود ورکول نشې برداشت کولی."

ډاکټر تقي وايی چې ناانصافۍ داسې څه خبرې وینې نو "د قلم څوکه يي لکه د چاړه ضمیر" وهي او وايي چې "تقې څه خو پرې لیکل غواړي."

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG