لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د روان مالي کال وړومبیو اوو میاشتو کې 6.3 اربه ډالر بهرني پورونه اخستي دي


پاکستان د روان مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې خواوشا 6.3 اربه ډالر بهرنۍ قرضې ترلاسه کړې دي اؤ د سیاسي کرکیچ اؤ اقتصادي بد حالۍ سره مخ دغه هیواد کې د ګرانۍ کچه نوره هم ختلې ده.

د اقتصادي چارو کار پوهان د پاکستان د نوي راتلونکي حکومت لپاره معاشي استحکام ستر ازمېښت او په ګرانۍ قابو موندل غټ چېلنج ګڼي خو ددې ترڅنګ په موجوده وخت کې هم هره اوونۍ د خوراک څښاک د څيزونو په نرخونو کې په پرله پسې توګه د اضافې لړۍ دوامداره ده.

د کار پوهانو په ونیا که یو خوا پاکستان ته دا وخت بهرني پورونه ستنول ورپه غاړه دي نو بلخوا پاکستان د خپلو ورځنیو چارو پرمخ وړلو اؤ د ادایګیانو کولو لپاره نورو پورونو اخستو ته هم اړ دی.

په سیاسي اؤ اقتصادي جنجالونو کې ښکېل پاکستان کې د ګرانۍ کچه پرله پسې په بره روانه ده اؤ د پاکستان د شمارياتو د محکمې لخوا جارى شوې تازه شمېرو کې ویل شوي په تېره يوه هفته کې د خوراکي توکو په قيمتونو کې د ګرانۍ کچه د 0.4 فيصده نه 3.68 فيصدي ته لوړه شوې ده.

رپورټ وايي د ورځني ضرورت د 23 څيزونو په نرخونو کې اضافه شوې ده چې له کبله یې په خلکو مالي بوج نور هم سېوا شوی دی.

د پاکستان د شمارياتو د محکمې لخوا د هفته وارې ګرانۍ په اړه جاري کړی شوو تازه شمېرو کې ویل شوي چې په تېره يوه اوونۍ کې د خوراک څښاک د 23 څيزونو په نرخونو کې اضافه راغلې ده او ددې سره په يوه هفته کې د ګرانۍ کچه د 0.4 فيصدې څخه 3.68 فيصدي ته ختلې ده.

د شمارياتو د محکمې د رپورټ ترمخه په يوه هفته کې د يو کیلو ټماټرو نرخ 24 روپۍ، د يو کیلو چرګ نرخ پينځه نيمې روپۍ، د يو کیلو غوښې قيمت کې 7 روپۍ، او دا شان د کیلو په سر د بېلابېلو دالونو په قيمتونو کې څه د پاسه يوه يوه روپۍ اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه د هفته وارې ګرانۍ په کچه کې د 0.04 اضافې سره د ګرانې مجموعي کچه 30.68 فيصدى ته رسېدلې ده.

د مالي او سياسي چارو خبريال ښاغلی لحاظ علي وایي، په ګرانۍ کې به ځکه اضافه راځي چې د پاکستان پېداواري صلاحیت په دې وخت کې ډېر کم دی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي د پاکستان برامدت هم وخت په وخت د زياتېدو پرځاې کمېږي.

د نوموړي په وینا "د پاکستان حکومت د خپل پېداواري صلاحیت د نيشتوالي د لاسه نور چې کوم مشکلات دي هغه د بهرنیو قرضونو بېرته ورکول دي، پاکستان چې دې کال کومې 7.3 بيليونه ډالره قرضې دي نو د هغې د واپس کولو لپاره به د بجلۍ، پټرولو او ګېسونو په نرخونو کې اضافه راولي"

پاکستان دا وخت په 8مه فرورۍ شوو انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو، اقتصادي بد حالۍ او سياسي عدم استحکام سره مخامخ دی او اولس هم د مخ په سېوا کېدونکې ګرانۍ څخه سر ټکوي.

د پاکستان د شمارياتو د محکمې په رپورټ کې ويل شوي دي چې په هېواد کې په دې ورستیو کې د پټرولو او ګېس په نرخونو کې شوې اضافه هم د خوراکي توکو په نرخونو کې د اضافې لويه سوب ګرځېدلی دی.

د بلومبرګ نومې خبري ادارې د پاکستاني چارواکو له خولې ورکړي خبر کې ویلي چي هېواد ېې د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف څخه د 6 اربه ډالرو د نوي قرض ترلاسه کولو اراده لري چې روان کال یې په قرضونو کې ورکړي.

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼه وایي پاکستان د روان مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې خواوشا 6.3 اربه ډالر بهرنۍ قرضې ترلاسه کړي دي چې د کلنۍ بودیجې یا بجټ د اټکل تقریباً 35.75 فیصدي جوړیږي.

د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د نړیوالې مالیاتي ادارې (آي ایم ایف)د ملاتړ باوجود په نړیوالو منډهیانو کې د کم کریډټ ریټنګ اؤ منفي حالاتو کې د پورونو اخستو د محدودو فرصتونو له امله پاکستان د بهرنیو قرضونو په صورت کې دارقم ترلاسه کړی دی.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان نوي حکومت ته به تر ټولو لوي چېلنج په ګرانۍ قابو موندل وي.

د اقتصادي چارو کار پوهه ډاکټر ساجد امين وایي د ګرانۍ روانه لړۍ کنټرول کول به د راتلونکي حکومت لپاره لوي ازمېښت وي،

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "که مونږ آي اېم اېف ته ځو نو د بجلۍ او نورو څېزونه قيمتونه به لا نور پسې زياتېږي او رعایتونه به کمېږي او دې سره په ګرانۍ کې د اضافې نوره خطره به وي"

د نړیوال بېنک په وروستیو شمېرو کې وېل شوي چې په پاکستان کې د يو کال دننه د غربت شرحه د 34.2 فيصدي نه 39.3 فيصد ته سېوا شوې ده او داسې په پاکستان کې نزدې 95 ميليونه خلک د ژوند د ورځنيو ضرورتونو پوره کولو لپاره د ستونزو سره مخامخ دي.

د پاکستان سټېټ بېنک د جنورۍ په میاشت کې د ګرانۍ د قابو کولو په ترڅ په پينځم ځل د سود شرحه 22 فيصدي پځای ساتلې وه.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG