لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کرونا د مخنیوي دپاره په پاکستان کې پوځ پرځای کولی شي


د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼي ترمخه عمران خان د صوبايي حکومتونو په غوښتنه پوځ ته د سویلین انتظاميي د کومک امر کړی دی. د رپورټ ترمخه، د پوځ ترجمان مېجرجنرل بابر افتخار په دې اړه مطبوعاتو ته معلومات هم ورکړي دي
د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼي ترمخه عمران خان د صوبايي حکومتونو په غوښتنه پوځ ته د سویلین انتظاميي د کومک امر کړی دی. د رپورټ ترمخه، د پوځ ترجمان مېجرجنرل بابر افتخار په دې اړه مطبوعاتو ته معلومات هم ورکړي دي

په هېواد کې د خورېدونکي کرونا وایرس مخنیوي دپاره وزیراعظم عمران خان د حکومت د مرستې دپاره د صوبايي حکومتونو په غوښتنه د پوځ پرځای کوولو امر کړی دی.

د پاکستان اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼي ترمخه عمران خان د صوبايي حکومتونو په غوښتنه پوځ ته د سویلین انتظاميي د کومک امر کړی دی. د رپورټ ترمخه، د پوځ ترجمان مېجرجنرل بابر افتخار په دې اړه مطبوعاتو ته معلومات هم ورکړي دي.

د دې نه علاوه پوځ په یو بیان کې وویل چې لوړ رتبه پوځي مامورینو یا کور کمانډرز د اتوار، یکشنبثې، په ورځ په ملک کې د کرونا وایرس په موضوع خبرې وکړي او د وایرس د مخنیوي په لړ کې یې د سویلین حکومت د مرستې ژمنه وکړه.

پوځي بیان وویل ټول پوځ او د پوځ ټولو طبي وسایلو ته امر شوی چې د سویلین انتظاميي مرستې دپاره دې تیار وسي.

د بیان ترمخه پوځي مشر جنرل قمر جاوید باجوه وویل چې پوځ به قوم خدمت او تحفظ کوي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه تر اوسه پورې د شپږ کسانو مرګ رپورټ شوی دی او په هېواد کې د وایرس د ناروغانو شمیر د ۸۰۰ نه اوړېدلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG