لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان بنگله دېش ته ماتی ورکړو، د ایشیا کپ فائنل ته ورسېدو


د ايشيا کپ فائنل مېچ به د پاکستان او سري لنکا ترمينځ کيږي .
د ايشيا کپ فائنل مېچ به د پاکستان او سري لنکا ترمينځ کيږي .
بنگله دېش کې لوبېدونکي ايشيا کپ ټورنامنټ کې پاکستان کوربه ټيم بنگله دېش ته په درې وکټو ماتې ورکړه ، او د ايشيا کپ فائنل ته مېچ ته ورسېدو . د ايشيا کپ فائنل مېچ به د پاکستان او سري لنکا ترمينځ کيږي .
د بنگله دېش په شېربنگله کرکټ مېدان کې کوربه کرکټ ټيم بنگله دېش لمړی بېټنگ کړی ؤ او په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورو کې يې د درې لوبغاړو په سوزېدو ۳۲۵ رنزونه جوړ کړي وو ، ولې د پاکستان ياد آل راؤنډر شاهد افريدي يو ځل بيا په خپل ځانگړي انداز بېټنگ وکړو او د پاکستان کرکټ ټيم يې گټې ته ورسوؤ .
شاهد افريدي ۷ چهکې او دوه چوکې ولگولې او ۲۵ بالونو يې ۵۹ رنزونه جوړکړل ، پاتې نورو کهلاړيانو کې احمد شهزاد په ۱۳۲ بالونو ۱۰۳ رنزونه ، فواد عالم په ۷۰ بالونو ۷۴ او محمد حفيظ په ۵۵ بالونو ۵۲ رنزونه جوړکړل .
او پاکستان په ۴۹.۵ بالونو د اووه لوبغاړو په اؤټ کېدو بنگله دېش له په درې وکټو ماتې ورکړه .
د مېچ غوره لوبغاړی د شاهد افريدي وگرځول شو .
د بنگله دېش لخوا انعام الحق په ۱۳۲ بالونو ۱۰۰ رنزونه ، امرالقېس په ۷۵ بالونو ۵۹ ، مومين الحق په ۴۷ بالونو ۵۱ ، مشفيق الرحيم په ۳۳ بالونو ۵۱ او شکيب الحسن په ۱۶ بالونو ۴۴ رنزونه جوړ کړل .
د پاکستان سعيد اجمل په دوه او محمد طلحه په يو وکټ اخستو کې کامياب شو. ولې د ياد بالرجنېد خان په ځائې راوستل شوی بالرعبدالرحمان هغه وخت په مېچ کې د باؤلنگ نه منع کړی شو ، چې کله نوموړي د خپل لمړي اوور لمړي درې نو بالونه وويشتل .
ايشيا کپ ټورنامنټ کې د سري لنکا کرکټ ټيم د وړاندې نه درې مېچونه گټلي او فائنل ته رسېدلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG