لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان ددفاع وزیر منلې چې سوات کې 13کاله وروسته بیا هم هغه پخوانۍ لړۍ پیل شوې ده


قامي اسمبلۍ کې د وینا په مهال ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي څه مسلې داسې دي چې دهغې سمدستي هواری ډير ضروري دی اؤ که معاملې په سیاسي توګه هوارې نه کړل شوې نو مشکلات راولاړیدلی شي
قامي اسمبلۍ کې د وینا په مهال ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي څه مسلې داسې دي چې دهغې سمدستي هواری ډير ضروري دی اؤ که معاملې په سیاسي توګه هوارې نه کړل شوې نو مشکلات راولاړیدلی شي

دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف وایي 13کاله وروسته یو ځل بیا په سوات کې هم هغه (دترهګرۍ) لړۍ پیل شوې ده .

هغه وایي" که چرې سوات کې په لګیدلي اور قابو ونه موندل شوه نو دا اور زما په ګډون دهرچا لمنې ته رسیدلی شي"

ددفاع وزیر سوات کې دترهګرۍ دلړۍ پیل کیدو دا اعتراف په داسې حال کې کړی چې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله سوات کې دترهګرو بیا راپورته کیدو ته دافواه نوم ورکړی دی.

په دې وروستیو کې په سوات،دیر، بونیر،شانګله ،باجوړ، پېښور،خیبر، وزیرستان اؤ نورو سیمو کې په زرګونو پښتانه احتجاجونو ته راولاړ شوي دي اؤ وایي پښتنې سیمې ته یو وارې بیا د وسله والو راګرځیدل په هیڅ قیمت نه مني.

دا احتجاجونه وروسته له هغې پیل شوي چې په ټولنیزو رسنیو سوات ، دیر، بونیر، وزیرستان ، باجوړ اؤ ځینو نورو سیمو کې دطالبانو دبیا رابورته کیدو رپورټونه مخې ته راغلل.

قامي اسمبلۍ کې د وینا په مهال ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي څه مسلې داسې دي چې دهغې سمدستي هواری ډير ضروري دی اؤ که معاملې په سیاسي توګه هوارې نه کړل شوې نو مشکلات راولاړیدلی شي.

ددفاع د وزیر وینا وه چې ګځک شوی زخم له نظره غورځول دنقصان زیږنده وي.

ددفاع وزیر دسوات د ناامنۍ برضد د ولس لخوا شوی احتجاج هم وستایلو اؤ وئ ویل "د خوښۍ خبره ده چې دسوات خلک رایوځائ شوي دي، دستونزو دهواري لپاره مونږ ته یو ځائ ناسته اؤ په ګډه سوچ پکار دی"

دبلوچستان د ستونزو دهواري په اړه ددفاع د وزیر وینا وه چې دسپریم کورټ دیو جج یا د بلوچستان سره دتړاؤ لرونکي موجوده یا پخواني جج په مشرۍ دې یو کمیشن وټاکل شي اؤ دا کمیشن دې دټول وضعیت جاج واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې د جمعې په ورځ پريکړه شوې وه چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بيرته فعالولی شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي وو.

د پاکستان د پوځ پخواني بريګډير سيد نذير اوړمه ورځ وي او اې ډيوه ته ويلي ؤؤ په خلکو کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنې سېوا شوي دي اؤ په داسې حال کې د نېکټا بيا فعالول ډير مهم دي،

نوموړوي ویلي وؤ په خېبر پښتونخوا کې حالات بيا هغسې نه دې خراب څنګه چې په وړاندې وختونو کې وو، وسله والو فعاليتونه لرل او بمي چاودنې به يې کولې خو اوس په سوات او نورو سيمو کې د وسله والو د بيا واپسۍ خبرې کيږي خو حالات د وړاندې په څېر نه شي خرابېدلې.

دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف که هر څو پخپله منلې ده چې سوات کې حالات بیا په خرابیدو دي اؤ دتیر پشان لړۍ یو وارې بیا پیل شوې ده خو دخیبر پښتونخوا دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر سیف بیا دا مني چې ګنې سوات ته طالبان یو وارې بیا راګرځیدلي یا دغلته دناامنۍ لړۍ پیل شوې ده.

تیره اوونۍ بیرسټر سیف خبریالانو ته ویلي وؤ طالبان سوات ته جګړې لپاره نه وؤ ورغلي بلکې دسوات په غرونو کې چې کومه پېښه رامنځته شوې وه نو هلته (دطالبانو) یو کمانډر دخپلې خور پوښتنې له ورغلی ؤ.

خو خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک د بیرسټر سیف دغو خبرو ته خپل غبرګون کې ډیوه ته ویلي وؤ چې صوبه کې دتحریک انصاف ګوند حکومت اؤ مشران پرله پسې دترهګرو وکالت کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG