لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د دفاع وزیر وايي د نوي پوځي مشر د ګمارلو عمل شروع شوی


د پاکستان موجوده پوځی مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه د نومبر په ۲۹ نېټه د خپلې عهدې نه رېټایر کېږي
د پاکستان موجوده پوځی مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه د نومبر په ۲۹ نېټه د خپلې عهدې نه رېټایر کېږي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي د نوي پوځي مشر د تقررۍ عمل شروع شوی دی او په دې لړ کې به د دفاع وزارت به وزیراعظم ته په راتلونکي یوه یا دوو ورځو کې سمري ولېږي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د ګل، دوشنبې، په ورځ وزیراعظم سره د ملاقات وروسته خواجه اصف خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د نومبر د ۲۵ نېټې پورې به د نوي پوځي مشر د تقررۍ عمل سرته ورسوول شي.

د پاکستان موجوده پوځی مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه د نومبر په ۲۹ نېټه د خپلې عهدې نه رېټایر کېږي.

خواجه اصف د دې خبرونو تردید وکړو چې د جنرل باجوه د جانشین دپاره وزیراعظم د نوي پوځي مشر دپاره ممکنه نومونه ترلاسه کړي دي.

د دفاع وزیر وویل د نوي پوځي مشر دپاره به وزیراعظم ته د پينځو یا شپږو افسرانو نومونه ورکول کېږي او د یو افسر نوم به پکې د نوي پوځي مشر دپاره غوره کولی شي. هغه زیاته کړه د نوي پوځي مشر د تقررۍ په لړ کې په حکومت هېڅ ډول فشار نشته.

خواجه اصف د پاکستان د نومي پوځي مشر د تقررۍ په اړه خبرې په داسې حال کې کړي چې دا میاشت پوځ په لومړي ځل د پېښور، سیالکوټ او منګلا پوځي چاوڼو ته د جنرل باجوه تګ د "الوداعي سفرونو" یا د مخه ښيې په توګه یاد کړل. د دې نه وړاندې دې ګنګوسو ګردش کولو چې جنرل باجوه ته په خپله عهده د پاتې کېدو توسیع ورکړی کېدلی شي.

د دفاع وزیر خواجه اصف مخکې ویلي وو چې د نوي پوځي مشر دپاره ممکنه نومونه به زر رامخته شي خو څیني څیړونکي اندېښنې څرګندوي چې دپوځي مشر په ټاکنه کې دهیواد صدر چې يه اييني لحاظ د امنیتي ځواکونو سپریم کمانډریا تر ټولو لوی مشر دی خنډان راولاړولی شي.

دنوي پوځي مشر دټاکنې نه وړاندې په دې موضوع پاکستان کې سیاسي اختلافات پیدا شوي اؤ دحکومت د مخالفې ډلې پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني عمران خان دا خبره تکرار کړې چې دیو داسې چا لخوا ورته دپوځي مشر ټاکنه دمنلو نه ده چې هغه په غبن اؤ غلاګانو کې ککړ وي.

عمران خان تیره میاشت وړاندیز کړی ؤ چې دنوي پوځي مشر ټاکنه باید دعامو ټاکنو دلارې د هیواد راتلونکي حکومت ته پرېښودل شي اؤ تر هغې دې موجوده پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه پخپله څوکۍ پځاي وساتل شي خو حکومت دعمران خان دا وړاندیز رد کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې دپوځي مشر ټاکنه د وزیراعظم کار دی.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG