لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ۲۸ زرو نه زیات خلک د ډینګي تبې وهلي


د پاکستان د صحت قامي ادارې تر مخه په دغه هیواد کې دا وخت د ډينګي په تبه د اخته ناروغانو شمېره د ۲۸۰۰۰ نه سېوا شوې او په ګرد هیواد کې تر دې دمه د ډینګې تبې نه مړو شوو کسانو شمیره ۴۵ ته رسیدلې.

په سرښار اسلام اباد کې د ډینګي ناروغۍ د څار ادارې مشر ډاکټر رانا محمد صفدر وي او ای ډیوه ته ویلي په تیرو څو اونیو کې د ډینګي تبې له امله په ګرد هیواد کې د مړو شوو شمیره ۴۵ ته رسیدلې.

د نوموړي په وینا یواځې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ډینګې تبې ۵ زره کیسونه رپورټ شوي. ډاکټر صفدر زیاته کړې چې د هیواد سرښار اسلام اباد او راولپنډۍ ښار د ډینګې تبې نه تر ټولو زیات اغیزمن شوي.

نوموړي زیاته کړې سږ کال د ډینګې ماشي او تبې نه تر ټولو زیات کیسونه په راولپنډۍ او اسلام اباد کې مخې ته راغلي او په دغه دواړه ښارونو کې د دیارلس زرو نه سېوا خلک د ډینګې تبې نیولي او تر دې دمه ترې ۲۵ تنه مړه شوي هم دي.

د خېبر پښتونخوا په رنګ په سند ایالت کې هم د ډینګې تبې نه متاثره کسانو شمیره پینځه زره دي. په سند ایالت کې بیا کراچۍ کې تر ټولو زیات خلک د ډینګې تبې نیولي.

د پاکستان د اردو ژبې ورځپاڼې جنګ د یو رپورټ تر مخه په پاکستان کې د ډینګې نه متاثره شوو خلکو شمیره د ۵۰ زرو نه سېوا ده او د اخبار د رپورټ تر مخه په ګرد هیواد کې د ډینګي تبې د لاسه د مړو شوو شمیره د ۲۵۰ نه سېوا ده.

په بلوچستان کې د چارواکو ترمخه د ډينګي په تبه اخته درې ناروغان مړه شوي دي او د ناروغانو شمېره هم ٢٦١٨ ته رسېدلې ده.

مرکزي حکومت د ډينګي د څار او پر ضد يې د عملياتو دپاره يو ځانګړې مرکز هم قايم کړی دی. دا مرکز به د صورتحال جاج اخلي او ضروري ګامونه په پورته کوئ.

په مطبوعاتو داسې خبرون هم خواره دي چې په پنجاب صوبه کې او پايه تخت اسلام اباد کې د ډينګي د ناروغانو دپاره په سرکاري هسپتالونو کې ټاکل شوو بيلو وارډونو کې ځايونه هم کم شوي او ډاکټر ظفر مرزا وايي د دې دپاره ې په شخصي روغتونونو کې ١٠٠٠ بيډونه مختص کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG