لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ایران ته د شاهین میزایلو ورکولو رپورټونه رد کړل


پاکستان ایران ته د شاهین میزایلو ورکولو رپورټونه رد کړي اؤ وایي په دې کې هیڅ حقیقت نه شته.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ رسنیو ته د اوونیز احوال تېرولو په وخت ویلي د پاکستان له لوري ایران ته د شاهین میزایلو د ورکول کیدو رپورټونو له حقیقته لرې دي.

تر دې وړاندې "یروشلم پوسټ" نومې رسنۍ د اګست په شپږمه خپل یو رپورټ کې دعوه کړې وه چې که د ایران او اسرایل ترمنځ شخړه نوره هم زیاته شي، پاکستان پلان لري چې ایران ته د شاهین III منځني واټن ویشتونکي توغندي ورکړي.

زیاتره نورو عرب رسنیو هم د پاکستان له لوري ایران ته د شاهین میزایلو ورکولو رپورټه خپاره کړي وؤ خو د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې نن چې نن په دغه اړه پوښتنه وشوه نو هغې وویل "په دې رپورټونه کې هیڅ صداقت نشته".

ممتاز زهره بلوڅ وویل د ایران اؤ اسرایل تر منځ د راپورته شوې شخړې نه وروسته د ایران سرپرست خارجه وزیر د پاکستان دمرستیال وزیراعظم اؤ د بهرنیو چارو وزیر سره ټيلي فوني تماسونه نیولي دي.

ویاندې وویل د او اي سي په غونډه کې هم د پاکستان اؤ ایران خارجه وزیرانو لیدنې کړي اؤ پاکستان به سیمه کې د امن لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي.

امریکا کې د یو پاکستاني له لوري په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د شوي برید په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې خارجه ویاندې وویل، مونږ په دې اړه د امریکایي چارواکو سره پرله پسې په تماس کې یو اؤ انتظار باسو چې امریکا به کله په دې هکله بشپړ جزیات راکړي.

هغې وویل پاکستان اؤ بنګله دېش خپلو کې له اوږدې مودې راهسې غوره اړیکې لري اؤ پاکستان د بنګله دېش د لنډمهاله حکومت چیف ایډوایزر ته مبارکي هم ورکړې ده.

امریکایي ګانګریس ته د هند اؤ امریکې د دفاعي مرستو په اړوند د وړاندې شوې قانوني مسودې په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ممتاز زهره بلوڅ وویل، مونږ په دې اړه د خپلو اندېښنو اظهار کړی دی اؤ باید په دې کې دوست هیوادونه نخښه ونه ګرځول شي.

هغې وویل پاکستان د امریکا سره خپلو اړیکو ته زیات ارزښت ورکوي اؤ هیله ده چې امریکایي کانګریس به د پاکستان سره اړیکو ښه کولو کې خپل رول ولوبوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG