لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وزیراعظم عمران خان مشير د اسرایل خفیه دوره نه ده کړې، حکومت وايي 


په بهر هېوادنو کې د مېشته پاکستانیانو د چارو په اړه د وزیراعظم صلاحکار زلفی بخاري په یو بیان کې وویل دی چې د هند اؤ اسرایل په ډاډ میډېا اؤ پاکستان کې اپوزیشن د دوی خلاف دا منفی پروپېګینډا کړې ده

پاکستان دا خبرونه رد کړې چې د وزیراعظم عمران خان ېو صلاحکار د نومبر په میاشت کې د اسرایل خفیه سفر کړی دی.

د پاکستان د تردید نه وړاندې د اسرایل مطبوعاتو داسې خبرونه چاپ کړي وو چې ګنې د وزیراعظم ېو صلاحکار، چې په خبرونو کې یې نوم نه و سرګنه کړی شوی، سږ کال د نومبر په میاشت کې د برطانيي په په خپل پاسپورټ یې د اسرایل سفر کړی چې یو مقصد یې د عرب هېوادنو سره د پاکستان په موجوده کړګېچنو تعلقاتو کې بهتري راوستل وو اؤ بل د اسرایل استخباراتي ادارې موساد ته د پاکستان د پوځ مشر یو خفیه پېغام رسول وو.

پاکستان دغه خبرونه دروغ بللي او په بهر هېوادنو کې د مېشته پاکستانیانو د چارو په اړه د وزیراعظم صلاحکار زلفی بخاري په یو بیان کې وویل دی چې د هند اؤ اسرایل په ډاډ میډېا اؤ پاکستان کې اپوزیشن د دوی خلاف دا منفی پروپېګینډا کړې ده.

زلفی بخاری وایې چې د اسرایل په معامله د وزیراعظم دریځ واضحه دی اؤ حکومت هم په دغه دریځ ولاړ دی.

د اسرایل اؤ پاکستان د تعلقاتو دا خبرونه په داسې حال کې خواره شوي چې پاکستان اؤ عرب هېوادنو، لکه سعودی عرب اؤ عرب اماراتو سره د پاکستان تعلقات بظاهره کشیده دي اؤ پاکستان سعودی عرب نه آخیستل شوی قرض ېو ارب ډالر قرض هم د چین په مرسته بېرته ادا کړی اؤ خارجه وزیر شاه محمودقریشی هم د اماراتو په سفر دې.

عرب اماراتو اسرایل تسلم کړی دی او مطبوعاتو کې داسې رپورټونه هم راغي چې اسرایلي وزیراعظم بنېجمن نېټن یاهو د سعودی عرب د خفیه سفر په مهال د سعودي ولي محمد بن سلمان سره لېدلي دي.

د پآکستان وزیراعظم صلاحکار اسرایل ته د مبینه سفر په دغه خبرونو حزب اختلاف تنقید کوي اؤ د پاکستان مسلم لیګ (ن) ېو مشر او د داخله چارو پخوانی وزیر احسن اقبال وایې چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت څه واضحه خارجه تګلاره نه لري اؤ دې ته هم تیار دی چې په عالمي مسلو د پاکستان ملاتړ د پاره د اسرایل مرستې ترلاسه کړی.

دنړی والو تعلقاتو څېړونکی اعجاز خټګ وایې چې بظاهره هره ېوه معامله کې پاکستان د عرب هېوادنو پسې روان وي. هغه وویل که چېرې پاکستان د عرب هېوادنو په شان اسرایل ته نیزدې کیږی نو څه لویه ګټه به ترلاسه نکړي خو د کشمیر په معامله به خپل دریځ وبېلي ځکه چې د کشمیر په معامله پاکستان همیش دا خبره کړې چې کشمیریان د خپلواکۍ حق لري اؤ دا هم وایې چې فلسطینان هم دا حق لري.

د پاکستان یو پخوانی سفارت کار عبدالباسط خپل په یو ټیوب چینل وایې که چېری فلسطین هم د اسرایل دریځ تسلیم کړي نو بیا پاکستان سره د اسرایل نه د خفګان څه وجه نه پآتې کیږی خو که چېرې د موجوده وخت د عرب هېوادنو په شان پآکستان اسرایل ته د نیزدې کیدو کوښښ کوي نوڅه ګټه به ورته نه وي.

مخکې د وزیراعظم عمران خان سره تړلې دا بیان هم راغلی و چې د اسرایل په معامله د امریکې په پاکستان فشار دی خو د پاکستان خارجه وزارت ویلی وو چې اسرایل سره د تعلقاتو په لړ کې په پاکستان بل هیواد فشار نیشته.

پاکستان اؤ اسرایل سفارتي تعلقات نه لري اؤ د پاکستان په پآسپورټ لیکل شوي چې په دې د اسرایل نه بغیر د هر ملک سفر کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG