د خیبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک د ډیره اسماعیل خان په زندان د طالبانو د حملې ذمه واري د استخباراتي ادارو په ناکامۍ اچولې ده خو ځېنې تجزیه کار وايي د حملې وجه د طالبانو په حکله خپله د حکومت تگ لار هم کیدی شي.
دگل په شپه دطالب وسله والو حمله کې دډيره اسماعيل خان دجيل څخه ٢٠٣ ؤ څخه زيات بنديان په تيښته کې کامياب شوي، چې پکې زيات خطرناک گڼل کيدونکي ترهه گر هم شامل دي.
دخيبرپښتونخوا يو انتظامي چارواکي مشتاق جدون يو شخصي ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي دي چې دډيره اسماعيل خان په سنټرل جيل شوې دغه حمله کې دڅلورو پوليسو پشمول ١٢ کسان وژل شوي اؤ ٧ ژوبل شوي دي.
هغه وويل دتندلارو دبريد له امله ټول ٢٤٣ بنديان تښتيدلي وؤ، چې پکې شپږ قيديان وروستو پوليسو ونيول
پیښور کې خبریالانو سره ډې ائي خان کې شوي حملې باندې خپل ردعمل کې وزیراعلا پرویز خټک وویل یوه هفته وړاندې په یو سرکاري غونډه کې ورته سرکاري افسرانو دا باور ورکړی وو چې د قیدخانو تحفظ یقیني کړی شوی دی خو ددې پرته داسې پیښه رامنځته کیدل ښائي استخباراتي ادارې خپلو ذمه واریو کې ناکامه شوي دي.
وزیراعلا وویل حکومت به تحقیقات کوي او د استخباراتي ادارو کومو افسرانو چې خپله ذمه واري په سمه توگه نه ده ترسره کړې، هغوي ته به سزا ورکړی کیږي.
د اعلا وزیر وینا په خپل ځائې، خو ځېنې تجزیه کار وايي طالبانو سره د حکومت لخوا د مزاکراتو تجویزونو وسله وال زړه ورکړې دي چې داسې حملې وکړي.
د پاکستان پوځ پخوانی برگیډیئراو د پوځ د استخباراتي ادارې پخوانی افسر محمود شاه چې اوس د امنیت په مسلو تجزیه کاري کوي، وايي که یو خوا د وسله والو خلاف د حکومت تگ لاره واضحه نه وي چې په دې حکله څه قسمه اقدامات واخلي او بل اړخته طالبانو سره د مزاکراتو خبره کیږي نو د امنیتي ادارو چارواکې د طالبانو مخ نیوي په لړ کې څه نشې کولی.
د وزیراعلا پرویزخټک د وینا او د محمود شاه د په تجزیه پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریالې سعدیه قاسم شاه رپورټ تاسو دلته اوریدی شۍ: