لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خړکمر د پېښې په سر د پي ټي اېم د مشرانو په ضد د مقدمو ختمیدل ثابتوي چې په بې بنیاده الزامانو جوړې وې، وکیلان وايي 


تیره ورځ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې محسن داوړ وويل، په هغه او علي وزير چې د خړکمر د پېښې پرضد کومه مقدمه درج شوې او د هغې وروسته چې دوی دواړه په جېل کې وو او په خړکمر کې بيا په پوځي افسرانو او سرتېرو چاودنه شوې د هغې مقدمې هم د دوي پرضد درج شوې وې، چې دغه دواړه مقدمې بې بنیاده
تیره ورځ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې محسن داوړ وويل، په هغه او علي وزير چې د خړکمر د پېښې پرضد کومه مقدمه درج شوې او د هغې وروسته چې دوی دواړه په جېل کې وو او په خړکمر کې بيا په پوځي افسرانو او سرتېرو چاودنه شوې د هغې مقدمې هم د دوي پرضد درج شوې وې، چې دغه دواړه مقدمې بې بنیاده

د اکتوبر په ۱۴ د شمالي او جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو علي وزير او محسن داوړ پرضد د خړکمر د پېښې په سر د مقدمې خارجېدل وکیلان وايي ثابتوي چې دغه مقدمې په بې بنیاده الزامونو جوړې شوي وې.

په عدالت کې یو لوړ پورې پروسیکیوټر (څارنوال) وویل چې عدالت دا فیصله ډیر په لږ وخت کې واخیسته او د شکایت کوونکو غوښتنلیک یې ومنلو.

هغه وويل: "قضيه بيرته واخيستل شوه او تورن کسان بري شوه."

د پېښور هايي کورټ وکیل شبير حسين ګګياني وي او ای ډيوه ته وويل چې دا مقدمې د دروغو په بنیاد درج شوې وې او هیڅ کوم ثبوت او شواهد یې نه لرل نو ځکه عدالت خارج کړې.

ښاغلي ګګیاني زیاته کړه: "قانون دا دی چې اول پلټنې کیږي، کوم اېف اې ار چې درج شي پولیس د هغې تفتیش کوي. دویم پړاو کې دا پراسیکیوشن ایجنسۍ ته راځي او له هغې وروسته عدالت ته راځي. نو کله چې دا مقدمې پراسیکیوشن ایجنسۍ ته راغلې هغوي وکتې چې بیخي بې بنیاده دي او هسې الزامات پرې لګیدلي، هیڅ ثبوت او شواهد نشته. "

هغه وویل که داسې مقدمې عدالت ته مونږ وړاندې کړو نو بیا عدالت له مونږ پوښتنې کوي‌ چې ولې د بې ګناه خلکو خلاف مو بې بنیاده کېس کړی.

هغه زیاته کړه چې "اوس هم دوي د ځان د بچ کولو لپاره دا کېس واپس واخیستو ځکه چې که دا مقدمې دوي عدالت ته مخې کړې هم وې نو عدالت به دغه کسان باعزته او بې ګناه بري کول نو بیا دغه کسانو پر چا چې غلط الزامات لګیدلي، دوي د قانون مطابق د حکومت خلاف کولی شو چې کېس وکړي او په عدالتونو کې راکښلې شي. "

تیره ورځ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې محسن داوړ وويل، په هغه او علي وزير چې د خړکمر د پېښې پرضد کومه مقدمه درج شوې او د هغې وروسته چې دوی دواړه په جېل کې وو او په خړکمر کې بيا په پوځي افسرانو او سرتېرو چاودنه شوې د هغې مقدمې هم د دوي پرضد درج شوې وې، چې دغه دواړه مقدمې بې بنیاده وې.

همداراز د پېښور هايي کورټ بل وکیل طارق افغان وايي د دې مقدمې بیرته اخیستو سره په عوامو کې د ریاستي ادارو لویه بدنامي وشوه.

هغه ووییل: "هغه خلکو ته به هم اوس خبره واضح شوي وي چې په ټولنیزو رسنیو یې د خړ کمر د پيښې په هکله پروپاګنډا کوله او علي وزیر او محسن داوړ یې په دې کار تورنول."

ښاغلي ګګیاني وویل د حکومت غلطې منصوبه بندۍ له کبله د دې کار سره حکومت خپل ځان ته او سیکیورټي‌ ادارو ته سخت زیان واړولو او د خلکو په سیکیورټي ادارو باندې اعتماد له منځه ځي.

"د حکومت د دې عمل سره د محسن داوړ او علي وزیر مورال لا نور لوړ شو ځکه چې هغوي له اولې ورځې احتجاج کولو چې د دوي پر ضد د دروغو مقدمې درج شوي نو حکومت هم نن دا ومنل چې کېس یې د دروغو درج کړی وو او ځان ته یې زیان واړولو."

د پاکستان پوځ تور لګولی و چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کسانو په چیک پوسټ ډزې کړې وې او په ډزو کې یې درې تنه وژل شوي او د پینځو پوځیانو په ګډون 15 تنه ټپیان شوي وو،‌ خو د پي ټي ایم مشرانو دغه تور رد کړ او ويلي یې وو چې ډزې پوځیانو کړې وې او د دوي 15 تنه پکې وژل شوي او تر 40 زیات ټپیان شوي وو.

وروسته د شمالي وزيرستان انتظاميې د خړکمر په پېښه کې د 15 کسانو د وژل کېدو او 23 ژوبلېدو پخلی وکړو او د خېبرپښتونخوا حکومت بیا د مړو او ژوبلو لپاره امدادي پېسې اعلان کړې وې.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG