لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنټر عثمان کاکړ وايي د نوي مالیاتي کمېشن دلارې وفاقي حکومت د صوبو په حق ډاکه اچول غواړي


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سېنټ په غونډه کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ وفاقي حکومت دغه پریکړه د وړو صوبو په حق ډاکه بللې ده
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سېنټ په غونډه کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټر عثمان کاکړ وفاقي حکومت دغه پریکړه د وړو صوبو په حق ډاکه بللې ده

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنټر عثمان کاکړ ویلي وفاقي حکومت د نوي مالياتي کمېشن، اېن اېف سي، دلارې د صوبو په حقونو ډاکه اچول غواړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سېنټ په غونډه کې د لسم اېن اېف سي ایوارډ د جوړیدو په اړه سېنټر عثمان کاکړ د وفاقي حکومت دغه پریکړه د وړو صوبو په حق ډاکه وبلله. هغه وویل بلوچستان ته دا حق هم نه ورکول کیږي چې د صوبې د حق غوښتلو دپاره په مالیاتي کمېشن کې خپل اقتصادي ماهر وګماري."دا بلوچستان مقبوضه نه دی."

سېنټر عثمان کاکړ وویل اېن اېف سي کې د بلوچستان د نمایندګۍ دپاره نامزد شوی جاوید جبار نه مني. جاوید جبار د اطلاعاتو وزیر پاتې شوی دی.

د پاکستان صدر عارف علوي د صوبو او د مرکزي حکومت ترمنځ د قامي وسایلو د ویش دپاره لسم نېشنل فاینېنشل کمېشن ایوارډ، اېن اېف سي، جوړ کړی دی خو ځینې څیړونکي وايي وفاقي حکومت په قامي وسایلو کې د صوبو برخه د کموولو خواهش لري.

صدر عارف علوي د نوي کمېشن منظوري په داسې وخت ورکړې چې د کابېنې دوو وزیرانو، د اطلاعاتو وزیر سنېټر شبلي فراز او د ساینس او ټېکنالوجۍ وزیر فواد چودهري، ویلي د کال ۲۰۱۰ مالياتي کمېشن جوړښت د صوبو په ګټه خو د مرکز په تاوان دی. او دوی ویلي په نوي مالیاتي کمېشن کې به دا معامله راپورته کوي چې د صوبو برخه دې کمه او د مرکز دې زیاته کړي شي.

وي او ای ډیوه د خېبرپښتونخوا او د بلوچستان د خزانې وزیرانو سره د مالیاتي کمېشن په اړه د خبرو کوښښ وکړو خو دوی د څه وېلو نه ډډه وکړه.

د وزیراعظم د خزاني مشیر په مشرۍ کې کمېشن ته د څلورو واړو صوبو د خزانې وزیرانو ترڅنګ د هرې صوبې نه یو یو غیر حکومتي غړی ټاکل شوی دی.

د دې نه وړاندې به د صوبې ابادۍ ته اهمیت ورکړی کېدو چې له کبله به یې ګټه د ملک د ابادۍ په حساب تر ټولو لوی صوبې پنجاب ته رسېدله.

خو د کال ۲۰۱۰ د مالیاتي کمېشن دلاندې په لومړي ځل د ابادهې نه علاوه د سیلو ه د ویش دپاره غربت، بد امني او یو شمېر نور عوامل په پام کې نیول شوي وو چې ترمخه یې په بلوچستان، خېبرپښتونخوا او قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ بدو اغیزو او غربت دپاره خاص برخه ټاکل شوي وه.

د کال ۲۰۱۰ مالیاتي کمېشن چې تر ټولو ورستی و پکې د صوبو برخه اووه پنځوس اشاریه پنځه او د مرکز برخه دوه څلوېښت اشاریه پنځه فیصد ټاکل شوي وه.

د نوي مالیاتي کمېشن د جوړولو د صدر تګلارې او د کابېنې ددغو وزیرانو خبرو ته نورو سیاسي ګوندونو سخت عکس العمل ښودلی دی.

پخوانی سنېټر افراسیاب خټک وايي د مالیاتي کمېشن په جوړولو کې آيينې تقاضې نه دي پوره کړی شوي. هغه وویل په مالیاتي کمېشن کې د صوبو برخه کموول د صوبو د خپلواکۍ دپاره د ایین ۱۸ ترمیم کمزوری کول دي.

افراسیاب خټک وویل مرکزي حکومت د اتلسم ترمیم لاندې صوبو ته ورکړی شوي وسای بدلول غواړي او د صوبو نه د دغه ترمیم دلارې ورکړی شوي پېسې بیرته اخیستل غواړي.

افراسیاب خټک پوښتنه وکړه چې که چېرې صوبو سره پېسې نه وي نو دوی د اتلسم ترمیم دلاندې ورکړی شوي اختیارات څنګه استعمالوي؟

بلخوا، د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قرېشي دا تاثر رد کړی چې حکومت یې اتلسم ترمیم بیرته اخیستل غواړي. د پاکستان ډان ورځياڼې ترمخه، ښاغلي قریېشي د نهې، سه شنبې، په ورځ په سېنټ کې د خبرو په مهال وویل حکومت هیڅ اراده نه لري چې اتلسم ترمیم "ښخ" کړي.

د نوي مالیاتي کمېشن جوړښت ته که وکتلی شي نو دې کې په مرکز، پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د واکمن پاکستان تحریک انصاف د غړو اکثریت دی خو د کمېشن غړی او په مرکز کې د مخالفه او په سند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز پارټۍ اعلا وزیر مراد علي شاه په مالیاتي کمېشن کې د صوبو برخه د کمېدو مخالفت کوي. هغه وویل د صوبو برخه د کموولو پرځای په دې خبره کیدلی شي چې د صوبو برخه دې څنګه زیاته کړی شي؟

یادونه: د نوي اېن اېف سي په اړه پېښور نه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند رپورټ هم دلته اوریدلی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00



  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG