لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېرات او زکات پېسې دې د "انسانیت د تباهۍ" دپاره ور نه کړی شي


د پاکستان وفاقي حکومت وايي خلک دې دا خبره یقیني کړي چې د دوي د خېرات او زکات پېسې حقدار ته ورسي
د پاکستان وفاقي حکومت وايي خلک دې دا خبره یقیني کړي چې د دوي د خېرات او زکات پېسې حقدار ته ورسي

د پاکستان وفاقي حکومت د یو کمپاین د لارې خلک په دې د پوهولو کوښښ کوي چې دا یقیني کړي چې په خېرات او زکات کې دوي پېسې حقدارانو ته ورسیږي نه چې هغه خلکو ته چې د "انسانیت د تباهۍ" دپاره هلې ځلې کوي.

د اطلاعاتو د وفاقي وزارت د کال ٢٠١٥ یوه سروی یا نظر پوښتنه ښايي په پاکستان کې خلک په اجتماعي توگه ٥٥۴ ارب روپۍ په خېراتونو او زکات کې ورکوي خو زیاتره دغه پېسې داسې ادارو ته ورکړی کیږي چې په رسمي ډول یې د حکومت سره نوم لیکنه نه وي شوي او دا نه معلومیږي چې دغه پېسې حقدارانو ته رسي او که د نورو مقصدونو دپاره استعمالیږي، یا وسلوالې ډلې یې د خپلو فعالیتونو دپاره کاروي.

د خیرات او د زکات د مصرف په اړه د نهې، سه شنبې، په ورځ په پېښور کې یوه غونډه وشوه.

پاکستان د نړۍ په هغه هېوادونو کې شامل دی چرته چې خلک په لویه پیمانه زکات او د خېرښېگړې په بنیاد عطیات ورکوي. دا خبره د پېښورغونډې ته ابن حیان وکړه. ښاغلی حیان په پېښور کې د وفاقي حکومت د کمپاین مسؤل دی
پاکستان د نړۍ په هغه هېوادونو کې شامل دی چرته چې خلک په لویه پیمانه زکات او د خېرښېگړې په بنیاد عطیات ورکوي. دا خبره د پېښورغونډې ته ابن حیان وکړه. ښاغلی حیان په پېښور کې د وفاقي حکومت د کمپاین مسؤل دی

پاکستان د نړۍ په هغه هېوادونو کې شامل دی چرته چې خلک په لویه پیمانه زکات او د خېرښېگړې په بنیاد عطیات ورکوي. دا خبره د پېښورغونډې ته ابن حیان وکړه. ښاغلی حیان په پېښور کې د وفاقي حکومت د کمپاین مسؤل دی.

ښاغلي حیان وویل په پاکستان کې هرکال د اربونو روپو په حساب خېراتي ادارو ته پېسې ورکړی کیږي خو د زیاتره دغه تنظیمونو د مالي معاملاتو څارنه نه وي او دا نه معلومیږي چې دغه پېښې حقدارانو ته رسي هم او که نا؟

د غونډې په موقع قانون پوه نور عالم خان هم موجود و. هغه وویل غیرقانونه ټاکل شوو تندروه ډلو ته د چندو په ورکولو د پابندۍ قانون خو شته خو په دې عمل نه کیږي. هغه زیاته کړه خلکو ته پکار دي چې دا یقیني کړي په خېرات او زکات کې دوي پیسې د هغه خلکو په لاس ورنشي چې د "انسانیت د تباهۍ" دپاره کارونه کوي.

پاکستان په گڼ شمیر تندوره ډلو پابندي لگولې چې چندې او نورې مالي مرستې به نه راټولوي خو څېړونکې وايي ددې بندیز خلاف ورزي کیږي.

د پاکستان د پابندۍ باوجود څېړونکي وايي پاکستان کې غیرقانونه ټاکل شوي ډلې دچندو کمپاینونه چلوي
د پاکستان د پابندۍ باوجود څېړونکي وايي پاکستان کې غیرقانونه ټاکل شوي ډلې دچندو کمپاینونه چلوي

د وفاقي حکومت د کمپاین دلاندې په عامو ځایونو کې د خلکو د پوهنې دپاره اشتهارونه لگول شوي دي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG