لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاک ډاون د نرمۍ په اړه د پاکستاني ډاکټرانو یو تنظیم وايي حکومت دې د خلکو ژوند سره لوبې نه کوي


عمران خان وویل په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله د ولس اقتصادي مشکلات ختمولو دپاره شوي ده
عمران خان وویل په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله د ولس اقتصادي مشکلات ختمولو دپاره شوي ده

د پاکستان وزیراعظم عمران خان مني چې په هیواد کې د کرونا مریضان سیوا کیږي او د وایرس له امله د مرګونو شمېره هم په زیاتېدو ده خو په لاک ډاون کې یې د نرمۍ اعلان وکړو او د ډاکټرانو یو تنظیم وویل حکومت دې په سیاسي بنیادونو فیصلې او د خلکو ژوند سره لوبې نه کوي.

وزیراعظم عمران خان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د خالي، شنبې، د ورځ نه به په لاک ډاون کې په مرحله وار توګه نرمي شروع شي.

عمران خان وویل په لاک ډاون کې د نرمۍ فیصله د ولس اقتصادي مشکلات ختمولو دپاره شوي ده. د دې دلاندې به د تعمیراتو په مد کې کار په مکمله توګه بحال شي او بازارونه به پرانیستل شي خو سکولونه به تړل شوي وي.

عمران خان وویل د ټرانسپورټ صنعت به اوس هم د لاک ډاون دلاندې وي ځکه چې صوبې په دې اړه تحفظات لري.

په پاکستان کې لاک ډاون کرونا وایرس د مخنیوي په غرض پرځای کړی شوی و.

د قامي رابطه کمیټۍ په غونډه کې د صوبايي حکومتونو نمایندګان هم شریک وو، وروسته یې وزیراعظم عمران خان وویل د کرونا وایرس له وجې د ګردې نړۍ په شان پاکستان هم لاک ډاون اعلان کړی و خو د پآکستان حالات د نړۍ نه بیل دي ځکه چی دلته داسی اوویه فیصد هغه مزدور کاره طبقه ده چې حکومت سره یې هیڅ ریکارډ نشته او دې غریب خلقو مالی مشکلاتو تر مخه د لاک ډاون د ختمولو فیصله شوې ده. عمران خان وویل که چېرې حالات خرابیدل نو بیا به دوباره د لاک ډاون فیصله به کوو.

د ډاکټرانو یو تنظیم انفېکشن کنټرول سوسایټي پاکستان ویلي د راتلونکو څلورو هفتو پورې د لاک ډاون د نرموولو په اړه د "سوچ کولو" ضرورت هم نه و.

د تنظیم مشر ډاکټر رفیق خاناني وویل د جون د میاشت پورې به په پاکستان کې د کرونا وایرس کېسونه زیاتېږي.

ډاکټر رفیق خاناني وویل پکار ده چې حکومت د لاک ډاون په اړه فیصله د ماهرینو سره په مشوره کړې وی. هغه وغوښتل چې حکومت دې په سیاسي او مذهبي بنیادونو فیصلې او د خلکو ژوند سره لوبې نه کوي.

د دې نه وړاندې هم په پاکستان کې د ډکترانو تنظیم پاکستان میډیکل ایسوسی ایشن هم د لاک ډاون د ختمولو مخالفت کړی و او څو واری یې دا بیان ورکړی و چې د کرونا په مسله سیاسی او مذهبی مشرانو سره د مشاورت پر ځای حکومت باید د ډاکټرانو صلا ومنی.

پاکستان کښې د کرونا مریضانو شمیره پنځویشت زره ته نیزدې شوی ده خو پاکستان میډیکل ایسوسی ایشن ویلی وو دا شمیره ډیره زیاته ده ځکه چې دلته د ډیرو خلقو ټېسټونه نه دي شوی.

د منصوبه سازۍ وزیراسد عمر وویل د قامي رابطه کمېټۍ په غونډه کې د صوبو په صلا شپږ مهمې فیصلې وشوې دی، یوه دا چې تعمراتی کار به پیل کولو ته به اجازت ورکړی شي، وړوکې مارکیټونه او په خصوصی توګه په کوڅو کښې دوکانونه به خلاص شي، په هفته کې به دوه ورځی د دارو درمل او خوراکی شایانو نه علاوه ټول کاروبارونه بند وي،

په هسپتالونو کښې د فوری علاج دپاره او پي ډیز یا د بهر ته تلونکو مریضانو څانګې چې تړل شوي وې دا به بیا پرانیستل شی، او تعلیمی ادارې به د پنځلسم جولای پورې بندې وي او د امتحاناتو پهقله به هم زر فیصله کولې شی.

د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره جوړې کړی شوي قامي رابطه کمېټۍ د غونډې وروسته عمران خان وویل چی صوبايي حکومتونه نه دي راضي شوي چې په پبلک ټرانسپورټ یا مسافر وړونکو ګاډو په حرکت پابندي ختمه کړي شي. هغه وویل غواړي چې دا پبلک ټرانسپورټ دې هم زر ترزره روان شی.

وزیر اعظم وویل چې مرکزي حکومت دا وړاندیز چی کوم خلق باهر هیوادنو نه راځی باید چې په خپلو کورونو کښې قرانطین شی، صوبای حکومتونو نه دی منلی. هغه وویل پاکستان دومره وسایل نه لری چې باهر هیواد نه راتلونکی هر یو تن په قرانطین کې وساتی.

وزیراعظم د قام نه اپیل وکړو چې لاک د ډاون ختمیدو نه پس دې هم د احتیاط نه کار اخلي.

حکومت مخالف پاکستان مسلم لیګ دا ویلی وو چې موجوده حالاتو کښې باید چې د شپږو نورو اونو د پاره دی لاک ډاون روان وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG