لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: ملک اقتصادي لوظنامې ته اړتيا لري


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ویلي، د تېر په مقابله کې د پاکستان اقتصادي وضعه خرابه شوې، او زیاته کړې يې ده ملک ته د اقتصاد د لوظنامې/ميثاق معیشت ضرورت دی.

شهباز شريف پرون د نهې/ شنبې [7 جون] په ماسخوتن اسلام اباد کې د پري بجټ کانفرنس غونډې ته په وېنا کې وويل، د 90م په لسيزه کې د پاکستان اقتصاد دومره ښه وو چې هندوستان د دوی نه نقل کړی خو نن هندوستان په مخکې تللی او د پاکستان دا حال دی.

هغه وویل د ملک د 75 تېرېدو وروسته به هم تشې خبرې او مشورې کيږي؟.

د شهباز شريف په خبره، "څو پورې چې په ملک کې سياسي استحکام نه وي اقتصادي ثبات نه شي راتلی، دا دواړه څيزونه د يو بل سره تړلي دي او نن بيا وايم چې ميثاق معيشيت، راشئ کښېنئ او په دې يوه فېصله وکړئ".

نوموړي وويل، پاکستان کې به کرکيلې ته وده ورکول وي او د نوې ټېکنالوجۍ د لارې د ملک پېداوار سېوا کېدی شي.

هغه زياته کړه چې کرکيله/ زراعت د ملک يواځينۍ داسې شعبه ده چې د پاکستان اقتصاد ترې ښه کېدی شي.

هغه وويل "دا وخت مونږ د څلور نيم اربه ډالرو پام تېل د بهر نه راغواړو، په دې ملک کې د يو څيز کمی نشته او مونږ څلور اربه ډالره بچ کولی شو".

نوموړي وويل "د 18م اييني بدلون وروسته په اېن اېف سي کې زیاته برخه صوبو ته تللې ده او د مرکز سره زیات وسايل نشته، خو مرکز به د صوبو سره په ګډه يو ګډ پلان جوړوي چې په شريکه کرکيلې، انډسټرۍ او اېکسپورټ ته په شريکه وده ورکړي".

هغه کاروباريانو ته وويل چې د دوی په مشورو به عمل کوي او د دې کار دپاره يو ټاسک فورس جوړوي.

شهباز شريف وويل، "د دې حکومت يو کال او درې میاشتې وخت پاتې دی په دې کې د اوږدې مودې کار نه شي کېدی خود لنډې مودې او ځینې د مينځنۍ مودې کار کېدی شي، او راتلونکی حکومت چې د هر چا راشي په دغه تګلاره به ځي".

هغه زياته کړه مشکل فېصلې يې کړې خو دغه کار يې د قومي ګټو دپاره کړی دی او په ملک سخت وخت دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د تحریک انصاف د حکومت د نوم اخستو پرته وویل، "نن هغه ملکونه چې زمونږ دوستان وو، هغه په تيرو څو کلونو کې زمونږ نه لرې شوي دي دا داغ به پاکول وي".

هغه وويل "نن مونږ کوشش کوو چې د خپلو دوستانو هېوادونو ترکي سره، د چين او جاپان سره اړيکې بيا راجوړې کړو".

اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین د ميثاق معیشت په اړه دا معلومات شریکوي:

ميثاق معیشت څه ته وايي او که چېرې داسې کوم ميثاق کېږي نو په ظاهره به د پنجاب اشرافيې او پوځ له خپل مراعات پرېښودل وي نو ایا داسې ميثاق ممکن کېدای شي؟

په دې اړه ډيوه سره خپله تجزيه کې د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانۍ وزیر حفیظ پاشا وايي که چيرې حکومت يو مناسب اقتصادي ميثاق جوړول غواړي نو بیا به ددې غټ پېټی د هېواد په مالداره اشرافيه اچول وي.

هغه وايي دغه طبقې ته چې کوم مراعات ورکول کېږي نو هغه به هم بېرته اخستل وي او که داسې نه کېږي نو بیا به دا ميثاق معشيت نه وي.

نوموړي وويل دغه خلک چې په سياسي او نورو طريقو د پاکستان په نظام قابض او پراته دي هغوى ته نېزدې د څلور زره ارب روپو د کال مراعات ورکول کېږي. په دې که د ټېکسونو څخه خلاصون، سبسيډيز او د مالیې د بخښنې سکيمونه شامل دي.

اقتصاد پوهه او د پاکستان سيټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس څېړنکار شاهد محمود ډيوه ته وايي د ميثاق معشيت مطلب دا دی چې د وخت حکومت دې د تېر حکومت هغه اقتصادي تګلارې جارى وساتل شي کومې چې د هېواد لپاره ګټورې وي.

نوموړي وويل ميثاق معشيت د کاڼي کرښه نه وي او ددې لاندې چې کومې اقتصادي پاليسۍ جوړې شي نو د وخت د بدلېدو سره په هغې کي هم بدلون راځي.

شاهد محمود وايي ميثاق معشيت کې دا خبره راتللی شي چې غټو کاروباريانو ته چې کوم مراعات ورکړی کېږي هغه دې بېرته واخستل شي.

وايي لکه اشرافيه چې پکې افسران، ججان او جنریلان شامل دي غټې غټې مزکې اخلي، کاروباري طبقه ده چې ورته هرکال د اربونو روپو سبسيډيز ورکول کیږي.

هغه وايي باید چې دا په ميثاق معشيت کې راشي او دوى ته ورکړې کېدونکي مراعات ختم کړی شى.

وايي بله غټه طبقه د لويو زميندار انو ده چې په دوي هم ټېکسونه نشته. او ورته په يوريا اؤ نورو څيزونو باندې سبسيډيز ترلاسه کیږي دا به هم ختمول وي..

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG