لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به د ترهګرو له ملاتړ څخه سخت اقتصادي زیان وویني


داسې اندېښنې دي چې، د ۳۰۰ میلیاردو (بیلینه) ډالرو په ارزښت د پاکستان اقتصادي ډګر ته به سخت تاوان ورسیږي که چېرې په پاکستان کې د ترهګرو مالي ملاتړ بند نه شي.

د رویټرز خبري ادارې لیکلي، که چېرې پاکستان یوځل بیا په نړۍ کې د ترهګرو سره د مالي مرستو د څارنې د ادارې په نوملړ کې شامل کړای شي نو له دې سره به له بهرنۍ نړۍ سره ددغه هېواد پاتې بانکي اړیکو ته سخت زیان ورسیږي.

خبر زیاتوي، دغه اقتصادي زیان یا بحران په داسې حال کې رامخ ته کیږي چې په پاکستان کې عمومي ټاکنې (انتخابات) رانږدې شویدي.

واشنګټن او اروپايي متحدینو یې داسې یو خوځښت پیل کړی چې غواړي دغه په اټومي وسلو سمبال پاکستان په هغه نوملړ کې ور ګډ کړي کوم چې د ترهګرو د مالي سرچینو او د پیسو د سپیناوي (مني لانډرینګ) پرضد یې کافي څه نه دي کړي.

تمه ده په دې اړه پرېکړه به د فاننشل اکشن ټسک فورس د ادارې په هغې غونډه کې وشي کومه به چې په راتلونکې اونۍ کې په پاریس کې جوړه شي.

دا کار د امریکا د هغې پراخې سټراټیژۍ یوه برخه ده، چې په پاکستان باندې فشار راوړي ترڅو له هغو ترهګرو سره خپلې اړیکې پرې کړي کوم چې په افغانستان کې نا امني رامنځته کوي.

امریکا غواړي پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ په څار لست کې ور ګډ کړي

که څه هم پاکستان دا ټول تورونه ردوي او د امریکا لخوا یې د دوه ملیارده ډالرو ځنډېدل تېره میاشت بې اغیزې وګڼل خو حکومتي او بانکي چارواکي وايي، د ترهګرو د مالي ملاتړ په څار لست کې به د پاکستان په ورګډېدو سره دغه هېواد ته یو ريښتنی تاوان ورسیږي.

پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې له دغه لست څخه ویستل شوی وه او سږ کال یې اقتصادي وده تر ټولو چټکه یعنې پنځو فیصدو ته رسیږي.

په پاکستان باندې د نړیوالو لخوا د اقتصادي فشارونو روانې هلې ځلې په داسې حال کې کیږي چې په پاکستان کې عمومي ټاکنو ته یواځې شپږ میاشتې پاتې دي.

د پاکستان مالي کسر (ډیفیسټ)

پاکستان ته د بهرنیو پيسو د راتګ کموالی او د بهرنیو اسعارو د تبادلې له کموالي سره به ددغه هېواد اوسنی مالي کسر نور هم زیات شي.

بله ستره اندېښنه داده چې په پاکستان کې به د سټنډرډ چټررډ بېنک په څېر (چې ۱۱۶ څانګې لري) لوی بانکونه لکه سیټي بېنک او ډیوشې بېنک چې اکثره له کمپنیو سره کارو بار لري ښايي ووځي.

په بانکونو باندې د پیسو د سپیناوي او ترهګرو ته د پیسو د کنټرول په برخه کې مخکې له مخکې زیات فشار دي. په سپتمبر کې د همدې ستونزو له امله د پاکستان حبیب بېنک ۲۲۵ میلیونه ډالره جریمه شوی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG