لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: روپۍ نوره غورځېدلې- یو ډالر194  روپو ته رسېدلی  


Pakistan Currency dollar Rupee 
Pakistan Currency dollar Rupee 

مردان/ کراچۍ

په پاکستان کې تیره ورځ د کاروبارۍ اوونۍ په وړومبۍ ورځ (ګل/ دوشنبې په ورځ 16 مې) د پاکستان د ونډو بازار (سټاک اېکسچېنج) په 42زره 811 پواينټونو پرانستل شوی خو سمدستي1061 پواينټونه غورځېدلی وو. بل لور ته د ډالر په مقابله کې روپۍ هم بې قدره شوې او يو ډالر 194 روپو ته رسېدلی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، په ملکې کچه د سياسي اړي ګړي او د موجوده حکومت لخوا د نړيوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) نه د قرض خبره لا څرګنده نه ده د پروګرام د بحالۍ خبره د غېر یقيني صورتحال سره مخ ده، ځکه پانګه وال نه غواړي چې د تاوان سره مخ شي او پانګونې يې ډوبې نه شي.

اقتصاد پوهان وايي د ونډو بازار هم له دغې امله غورځېدلی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهه جرنلسټ وکيل الرحمان وايي، پانګه وال په ویره کې دي چې سرمايه يې ډوبه نه شي، ځکه چې د دوی په وېنا معاشي صورتحال سم نه دي، او د ونډو په بازار کې مندي ده/ راټيټ دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، ايي اېم اېف د پاکستان سره پروګرام ځکه ځنډولی وو چې پاکستان ته یې د سبسډيز ختمولو او بجټ خسارې کمولو ويلي وو.

هغه زیاته کړه، د دې نوي حکومت دپاره ضروري ده چې دا نوی حکومت ايي اېم اېف ته ځي، نو ايي اېم اېف به ترې د زړو شرطونو پوره کولو غوښتنه کوي، نو داسې ښکاري چې د سياسي صورتحال له امله دغه شرطونه پوره نه کړي، مالوميږي چې موجوده حکومت دغه ګامونه پورته نه کړي شي، نو د ايي اېم اېف سره د پروګرام بحالي څرګنده نه ښکاري.

هغه وویل له دغې امله تېره اوونۍ هم د ونډو بازار ټيټ وو.

د پاکستان سټاک اېکسچېنج په داسې حال کې غورځېدلی، چې پرون د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ویلي، حکومت د تيلو/ پټرولو بيعې نه سېوا کوي، او حکومت په تيلو د 120 اربه روپو سبسډي ورکوي.

بل لور ته په انټر بېنک مارکيټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه يوه روپۍ او 47 پېسې نوره زياته شوې ده او د ډالر بيعه 194 روپو ته رسېدلې ده.

په وروستيو کې د نوي حکومت جوړېدو پس د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 11 روپۍ زیاته شوې ده، تېره اوونۍ ډالر درې اعشاريه يو فيصد ګران شوی وو او پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې 192 روپۍ او 53 پېسې ته رسېدلې وه.

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحادېې مشر ملک بوستان وايي، د روپۍ قدر کميږي تجارتي خساره زیاته ده، او د حکومت لخوا په پټرولو او ډيزلو د رعايتونو جاري ساتلو له امله په مارکيټ کې استحکام/ ثبات نشته.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د ډالر بيعه 200 روپۍ ته نزدې شوې ده، کومه پېشنګويي چې شوې وه، تجارتي خساره د کال 50 اربه روپو ته رسي".

هغه وویل په 18 مې چې د ايي اېم اېف سره کوم مذاکرات وشي او که کامياب شو نو سعودي عرب او چين به هم پاکستان ته پورونه ورکړي که داسې نه وي نو دغه قرضې هم نه ترلاسه کيږي.

هغه وويل حکومت په پټرولو سبسډي جاري ساتلې، نور بوج يې په ځان راوستی دی، دغه سبسډي د کال 1425 اربه روپۍ جوړيږي کوم چې د نوموړي په وېنا د بجټ نه هم سېوا کيږي.

د پاکستان د خزانې وزارت وايي، د روان مالي کال په لسو مياشتو کې (د جولايي نه تر اپرېل پورې) تجارتي خساره 39 اعشاريه دوه اربه ډالرو ته رسېدلې ده، په تېر مالي کال 2020 او 21 کې هم په دې موده کې تجارتي خساره 23اعشاريه اته اربه ډالره وه، او په دې 65 فيصده اضافه شوې ده.

بل لور ته د حکومت د وېنا ترمخه د روان مالي کال په لسو مياشتو کې د پاکستان برامدات 26 اعشاريه دوه اربه ډالره ته رسېدلي او په تېر مالي کال کې 20 اعشاريه نهه اربه ډالره وو، او په دې کې 25 اعشاريه پينځه فيصده اضافه شوې ده.

دا خبر د ډيوه خبریالانو رياض حسېن او فضل عزيز راجوړ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG