لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین وايي د پاکستان د صادراتو کمېدو سره به په ملک کې بې روزګاري زیاته شي


په نړيواله کچه د کرونا وبا له امله د پاکستان په اقتصاد منفي اغېزې پرېوتې وې او تېره ورځ د پاکستان د خزانې وزارت له خوا دا ويرې هم څرګندې شوې وې چې په ملکي کچه بې روزګاري نوره هم زياتېدی شي
په نړيواله کچه د کرونا وبا له امله د پاکستان په اقتصاد منفي اغېزې پرېوتې وې او تېره ورځ د پاکستان د خزانې وزارت له خوا دا ويرې هم څرګندې شوې وې چې په ملکي کچه بې روزګاري نوره هم زياتېدی شي

د پاکستان د کليز برامداتو کمېدو وروستو ماهرين وايي دې سره به په ملک کې بې روزګاري نوره زياته شي او ورسره به د اقتصاد نورې څانګې هم اغېزمنې شي.

د ماهرينو په وينا چې د کرونا وايرس له امله هم برامدات اغېزمن شوي دي خو د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت هڅې کړي چې درامدات کم کړي چې داسې په غېرملکي زرمبادله فشار کم کړي.

بلخوا د پاکستان د خزانې وزارت د جمعې په ورځ‌ سېنټ ته په یوه لیکلي جواب کې ویلي، چې کېدای شي د کرونا وایرس په نتیجه کې د ټولبند یا لاک ډاون له کبله په لومړي پړاو کې د هېواد ۳۰ لکه تنه بې روزګاره شي خو اپوزیشن ګوندونو دا شمېر تر دې څو چنده زیات ګڼلی.

په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان وايي روزګارونه د کارخانو سره تړل شوي دي، کله چې برامدات او درامدات کم شي، د کارخانو د بندېدو سره به روزګارونه ختم شي، نور اقتصاد به هم اغېزمن کېږي. د ۱۱ مياشتو دا رپورټ د ملک کوم ښه تصوير نه ښايي.

د پاکستان د سرشمېرنې اداره وايي روان مالي کال په ۱۱ مياشتو کې برامدات ۳۳ اعشاريه ۶۴ فيصده کم شوي دي او دا د دوه اربه ډالره نه يو اعشاريه څلور اربه ډالره ته راکوز شوي دي.

ياده اداره وايي په پاکستاني درامداتو کې هم ۴۳ اعشاريه ۱۷ فيصده کمی راغلی دی او د پينځه اربه ډالرو نه دوه اعشاريه ۵۸ اربه ډالره ته راکوز شوي دي.

اقتصاد پوه سجاد احمد وايي د کرونا وايرس له امله د اقتصاد هر اړخ اغېزمن شوی دی خو مثبتې اغېزې يې په درامدي بل هم پرېوځي.

نوموړی زياتوي لکه څنګه چې برامدات کم شوي داسې درامدات هم کم شوي دي. د کاروباري خلکو لپاره زيان دی خو حکومت ته د ټېکس په راغونډولو کې هم لوی مشکل رامخې ته دی ځکه چې کاروباري هلې ځلې ودرېدلې دي. دې سره به په بې روزګارۍ کې هم زياتوالی راځي.

په نړيواله کچه د کرونا وبا له امله د پاکستان په اقتصاد منفي اغېزې پرېوتې وې او تېره ورځ د پاکستان د خزانې وزارت له خوا دا ويرې هم څرګندې شوې وې چې په ملکي کچه بې روزګاري نوره هم زياتېدی شي.

ياد وزارت وايي د لاک ډاون له امله يو کروړ ۸۰ لکه خلک بې روزګاره کېدی شي خو د حکومت له خوا په لاک ډاون کې نرمي اعلان شوې.

بل اړخ ته نړيواله مالياتي اداره اي اېم اېف وايي راروان مالي کال به د پاکستان مالي خساره د اووه اعشاريه څلور فيصده نه نهه فيصده ته زياته شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG