پاکستان
فواد چوهدري وايي د پاکستان اقتصادي اشارې مثبتې دي خو اقتصاد پوهان په ګرانۍ کې د کمي امکان نه ويني

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد احمد چوهدري وايي د پاکستان اقتصادي اشارې مثبت دي او په څو میاشتو کی به په ګرانۍ قابو بیا مومي او د اقتصادي پر مختيا ټاکل شوي د څلور نه تر پینځه فیصده پورې هدف به پوره کړی شي.
خو اقتصاد پوهان روان کال کې پینځه فیصده اقتصادي پرمختیا هدف پورا کول مشکل ګڼي. او په ملکي کچه د مخ په زیاتي تجارتي خسارې، پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابل کی پرله پسې غورزیدو او په نړي واله کچ د تیلو او خوراکي شیانو د زیات قیمتونو له وجې د راتلونکي جون میاشتې پورې په ګرانۍ کې د کمي هیڅ امکان نه ويني.
د ماهرانو په خیال د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو له خوا به د ګرانۍ او مالیاتی بل په ضد احتجاجونه د حکومت دپاره مشکلات نور سېوا کړي.
د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د پاکستان حکومت په خپله د مرکزی بینک په ذریعه ګامونه اخلي چې د اقتصادي پرمختيا روانه وساتي، خو دی وايي خیال نه کوي چې چې روان مالي کال کې د پرمختیا پینځه فیصده هدف پوره شي.
حیدر وايي تیر مالي کال هم د سود شرحې د زیات والي په وجه پرمختيايي هدف متاثره شوی وو. هغه وايي بیا به هم د پاکستاني روپۍ قیمت پرله پسې کمیږي او امکان نه لري چې په ګرانۍ به راتلونکې شپږ و میاشتو پورې قابو بیا موندی شي.
د حیدر په آند په کوم حساب چې دا وخت روپۍ د ډالر په مقابله کې غورزیږی او ټول انحصار په درامداتو دی نو تر څو چې دا نه وي قابو شوی ګراني به د کمیدو په ځای زیاته شي.
نړۍ والې مالیاتي ادارې هم دا امکان څرګنده وي چې په نزدې ورځو کې د خوراکي توکو او تیلو په بیعو کې د کمي څه امکان نشته، د پاکستان زیات انحصار په درامداتو دی نو ګراني به د جون پورې په بره روانه وي.
د پاکستان د اقتصادي رابطه کمیټۍ په وروستیو کې 106اربه روپۍ منظور کړي دي چې په خوراکي شیانو کې غریبو او بی وزله خلقو ته رعایتونه ورکړي.
د پاکستان د شمیرنې ادارې په وروستیو کې په خپل رپوړټ کې وئیلي دي ګراني 12.5 فیصده ته رسیدلې او د کال په حساب د ګرانۍ رفتار 19 فیصده نه هم زیات دی.
د پاکستان مرکزي بینک وایي د ډالر په مقابله کې د روپۍ بيعه نوره کمه شوی.
د څیړنې ادارې وايې د تیر کال جولايي راهسې د روپۍ قیمت د ډالر په مقابل کی 16.18 فیصده کم شوی. سرکاري شمیرې وايي تیر کال 2021په می کی د ډالر په مقابل کې د روپۍ بیعه 152 او 27پیسی وو او په تیرو 6میاشتو کی د روپۍ په قدر کی 19روپۍ او 38پیسی کمی راغلی.
د اقتصاد ماهرسجاد احمد وايي که د حکومت له په پارلیمان کی وړاندی کړی شوی مالیاتي بل منظور شي نو ګراني به نوره هم زیاته شی.
په نړي وال مارکیټ کې د تیلو بیعی به بیا زیاتې شي او د روان کال د جنوری په 15 نیټه ګمان کیږي په پاکستان کې بیعې نورې سیوا کیدی شي.
د پاکستان د تجارتي خسارې یوازې په دسمبر کې 5 اربه ډالره ته رسیدلي او په روان مالي کال کې به دا د 9اربه نه زیاتې شي.
نړۍ واله د خوراک اداره وایي په نړي واله کچه ګراني 27 فیصده زیاته شوی.
څیړنې وايي په وروستیو کې په مرکزي ایشیايی هیواد قازقستان کې د تیلو د ګرانۍ په سر احتجاجونه پیل شوي چې پکښی د تشدد په نتیجه کی ګڼ شمیر خلقو ژوند هم د لاسه ورکړی.
هم دغه رنګه په ترکي کی د ډالر په مقابله کې د ترکی کرنسي لیرا هم په ریکارډ کچه کمه شوی او بیا په پاکستان کې هم مخالفه سیاسی ګوندونو د فروری نه د ګرانۍ په ضد احتجاجونه اعلان کړي او پوهان وایي دا به هم حکومت ته مشکلات پیدا کړي.
See all News Updates of the Day
د مستونګ پېښې مقدمه د نامعلومو وسلوالو خلاف درج شوه، سرفراز بګټی وایي ټولې ځالې یې ورته معلومې دي

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې د مستونګ د ځانمرګي برید مقدمه د نامعلومه وسله والو په ضد درج کړې ده.د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټی وایي ترهګر هر ځای چې موجود وي په ضد به یې بشپړه کاروایي کوي او ټولې ځالې یې ورته معلومې دي.
د بلوچستان نګران حکومت د مستونګ د خونړۍ پېښې خلاف په صوبه کې درې ورځنۍ ماتم اعلان کړی دی.
د بلوچستان د وکیلانو اتحاد هم د پرونۍ پېښې په غبرګون کې د صوبې په ټولو عدالتونو کې کاربندیزو اعلان کړی وو، وکيلان د شنبې- خالي په ورځ عدالتو ته وړاندې نه شول او ټولې عدالتي چارې په ټپه ولاړې وې.
د جمعې د ورځې په ځانمرګي برید کې د پولیسو د یو افسر په شمول د رویټرز په وینا 57 کسان وژل شوي خو مرکزي وزیر د مړو شمېر 55 او د ټپيانو شمېر 139 یاد کړ. د روغتیا څانګه وايي د ځينو کسانو حالت مرګونی دی او کېدای شي د مړو شمېر زیات شي.
سرفراز بګټي د شنبې- خالي په ورځ په کوټه کې د وزیراعلا په کور کې خبري غونډې ته وویل چې ترهګر به له خپلو غارو راباسي او تر خپل انجامه به یې رسوي:
"که داعش وي، که ټي ټي پي وي یا بل هر څوک چې په هر نامه باندې تشدد کوي ریاست به د دې ځواب ورکوي، پر حافظ حمدالله چې چا برید کړی وو، د هغه سرغنه هم موږ وژلی دی".
د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر یو ځل بیا د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره «را» تورنه کړه، خو هند دا ډول تورونه تل رد کړي دي. سرفراز بګټی وایي:
"چې هر څوک له دوې سره مرسته کوي او یا خواخوږي ورسره لري، چې هر څوک وي او په هر نوم باندې وي زموږ لپاره ټول یو دي، ټوله له يوه ځایه کنټرول کېږي".
د مستونګ په پېښه کې د یوې اغېزمنې کورنۍ تن سید نديم شاه وایي، د ده د تره زوی هم ټپي شوی او علاج یې روان دی. ندیم شاه وي او اې ډیوه ته وویل:
"په دې پېښه کې چې څومره ټپيان دي خدای دې صحت ورکړي، پرون ډېر مشکلات وو، نیټورک نه وو، خلک ډېر ناوخته خبر شو، تر دې حده چې [په روغتون کې] خلکو [ډاکټرانو] ورته کتل هم نه، خو نن کور کمانډر راغلی وو او ښه علاج روان وو، معلومه نه ده چې پر مخ به علاج څنګه وي".
د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د ترهګرۍ ضد پولیس تاڼې په مستونګ کې د 12م ربیع الاول پر جلوس د ځانمرګي برید مقدمه د نامعلومه کسانو په ضد درج کړې ده.
د ترهګرۍ ضد ادارې وياند وایي په مقدمه کې یې د قتل، د قتل د تکل او ترهګرۍ دفعې د نامعلومو ترهګرو په ضد ثبت کړې دي.
پاکستان کې د ناامنۍ تازه لړۍ، څېړونکي: حکومت به د ترهګرۍ خلاف نوې کوټلې تګلاره جوړوي

په پاکستان کې په وروستو میاشتو کې د بدامنۍ پېښې له چتراله تر مستونګ پورې غزېدلې، پوځ یې په ضد د ګامونو اخیستو عزم کړی خو څېړونکي وایي حکومت ته پکار دی د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نوې تګلاره جوړه کړي او د دې لپاره خلک په اعتماد کې واخلي.
د روانې میاشتې په شورو کې ترهګرو په چترال کې بريد وکړو خو د پاکستان د پوځ په وینا د ناکامۍ سره مخ شول، څېړونکي وايي که دغه يې پيل وو نو تازه نتیجه يې د هنګو او مستونګ ترهګر بریدونه وو.
په پاکستان کې د شخړو او امنیتي مطالعاتو یوې څېړنيزې ادارې انسټیټیوټ فار کنفلیکټ اینډ سیکیورټي سټډیز ترمخه د اګست په میاشت کې په ملک کې 99 بریدونه شوي چې وایي د 2014م کال نه را په دې خوا په یوه میاشت کې تر ټولو زیاته شمېره ده.
په وروستیو کې په پیښور کې د پوځي او سیول چارواکو غونډې ته د پوځ مشر ویلي وو چې په خیبر پښتونخوا کې د دایمي امن او ارامۍ پر ځای کولو کې به پوځ خپل رول تر سره کوي.
د پوځ مشر دغه وینا په داسې مهال کړې چې په پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګر بریدونه سېوا شوي او په خلکو کې يې بې آرامي خوره کړې ده.
څېړونکي وایي وخت راغلی چې حکومت او پوځ خلکو ته یو داسې فورم یا د سیاسي جماعتونو د لارې د یو ځای کولو موقع ورکړي چې د ترهګرۍ خلاف ټول یو شي او کومو خلکو چې زړه غورځولی دغو خلکو ته باور ورکړی شي او د امن په اړه اعتماد يې په ځای کړی شي.
خبریال او څېړونکی محمود جان بابر وایي، په دې وخت کې حکومت ته د ترهګرۍ خلاف داسې کوټلي ګامونه اخیستل پکار دي چې د خلکو غورځېدلي زړونه ورسره را اوچت شي:
"په هغه کې هر څه کېدی شي، قوم هم را غونډول کېدای شي چې دا ټول سیاسي ګوندونه یو ځای کښېنوي یوه شریکه فیصله وکړي او ټولو خلکو ته وښیي چې په هغه فیصله باندې عمل هم روان شو. "
څېړونکي وایي په تېر کلونو کې د ترهګرو پر ضد عملیاتو د لارې به فشار راوړل کېدلو خو هغه وخت امریکا په افغانستان کې وه. وایي اوس د هغې سټرېټیجۍ پر ځای د پاکستان په امنیتي پالیسیو کې د بدلون ضرورت دی او بل له ګاونډیو هیوادونو سره هم په ګډه د داسې تګلارې ضرورت دی.
خبریال او څېړونکی حق نواز خان وایي یو خو په پاکستان کې دننه په پالیسۍ کې ده ته کمی ښکاري، ځکه چې وایي کومه بیانیه چې حکومت او امنیتي ادارې وړاندې کوي هغه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره نه ښکاري چې څه جامع کار دې پرې روان وي:
"بل منطقه کې افغانستان، پاکستان، ایران دا هیوادونه یو بل سره په سیاسي کړکېچ کې یو بل سره نښتي وي، د دې فايده هم دغه [وسلوالو] ډلو ته رسېږي، ځکه د ددغو هیوادونو تر منځ هم یوه داسې مستقله تګلاره پکار ده چې څنګه به د دې مخنیوی کوو".
څېړونکي وایي د پاکستان حکومت او پوځ ته د پخوانیو پالیسو او طریقو په ځای د دې ضرورت دی چې د خلکو په اعتماد سره کوټلي ګامونه واخلي او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په جامع پالیسو باندې عمل وکړي.
پېښور کې د تخلیقي او هنري زدکړو سکول پرانیستل شوی: "د ماشومانو فني تعلیم ډېر ضروري دی"

په پېښور کې د تخلیقي او فني آرټس یوه ځانګړې علمي هنري اداره یا ښوونځی پرانیستل شوی خو یو کال پوره کیږي چې صرف پینځو ماشومانو په دې اداره کې د زدکړې لپاره داخله اخیستې ده.
پینځه کلن الم خان د خپلو زدکړې شورو د آیډیا سکول آف آرټ نه کړې ده، هغه پېنټنګ یا انځورګري او موسیقي زده کولو کې دلچسپي لري. الم خان په یو داسې ماحول کې دغه زدکړه کوي چې رباب او هارمونیم هم اوري.
د غیررسمي او هنري تعلیم دا شخصي ښوونځی د پېښور ړومبۍ داسې اداره ده چې د ماشومانو د تخلیقي او هنري زدکړو لپاره پرانیستل شوې ده.
خو د ادرې کارکوونکي او هنرمندان وایي، اوس هم په ټولنه کې د داسې غیررسمي سکولونو رواج نه شته او بل دا چې وایي خلک د فني او هنري علومو زدکړې ته په بد نظر ګوري.
د دغې ادارې رابطه کار او هنرمند حنیف دریاب وایي، اوس هم د ټولنې او په خصوصي توګه د مور پلار د ماشوم لپاره د فني علومو د ضرورت او اهمیت په اړه کم علمي او د دې د غیرمهم ګڼلو سوچ د دې سکول لپاره غټ چیلنج دی:
"دا زمونږ دپاره یو قسم چېلنج هم دی خو بیا هم مونږ خوشبینه یو چې ماشومان به دلته راځي، ځکه چې د یو ماشوم روزنه داسې ځای کې وشي چې هلته موسیقي وي، پېنټنګ وي، آرټ وي، کیلیګرافي وي، فیزیکل فیټنس وي نو هغه ماشوم به یو ډېره ښه نتیجه ټولنې ته ورکوي".
په دې هنري سکول کې د استاد موجودګي او د زده کوونکو کمی د ټولنې د علم او فن په حقله سوچ هم ښکاره کوي.
د دغه سکول د رباب استاد خان آغا بې سودي وایي، موسیقي او هنر ته په ټولنه کې په سپک نظر کتل کیږي خو ماشوم خپل ژبه او کلتور د فن د لارې زده کوي. ښاغلي بې سودي وي او اې ډیوه ته وویل، د موسیقۍ د بدنامولو لپاره په پښتنو کې ډېر کار شوی دی:
"زه به په لنډو الفاظو کې تاسو ووایم دا میوزک چې دی دا د الله تعالی یو نعمت دی یو هنر دی یو فن دی. که مونږ نورو ملکونو ته وګورو نو هلته په سکولونو، یونیورسټیو او اکاډمیانو کې د میوزک زدکړه کیږي. که هندوستان ته لاړ شو که يورپ ته لاړ شو".
خو د دغې ادارې مقصد او کوشش دی چې په دې سکول کې د ماشومانو فني او تخلیقي روزنه وشي.
هنرمند او د دې ادارې رابطه کار حنیف دریاب وایي د هر ماشوم د پاره دا ضروري دی چې د موسیقۍ څه نه څه آلې سره تړلې پاتې شي:
"چې ماشوم څومره تخلیقي څيزونو ته پرېښودل شي دومره د هغه روزنه ښه کیږي په ځای د دې چې د یو ماشوم داسې ځای کې روزنه وشي چې هغه ځای کې ډزې وي هلته جګړې وي او نور څيزونه وي".
لیکوال، تعلیمي ماهر او د عوامي نېشنل ګوند د کلتور استازی ډاکټر خادم حسېن وایي، د ماشومانو په تخیل او سوچ کې د زېبا هنرونو زدکړه مهم رول تر سره کوي، وایي له لومړي ټولګي تر لسمه دغه فني تعلیم ډېر ضروري دی:
"هسې هم په ټوله دنیا کې اوس د علم معیشت دی، لکه نوی خیال پیدا کول او تخلیق کول او د نوي خیال په حساب نوي څیزونه را پیدا کول، خلکو ته ژوند اسانه کول او په ژوند کې نوې نوې موندنې کول او کایینات پېژندل د تخلیقي او هنري علومو د لارې کېږي".
دغه سکول د پېښور راحت آباد علاقه کې په یو ښایسته روایتي انداز جوړ شوی او په رنګونو رنګول شوی دی، چې یو هال لري او په هغه کې د ماشومانو له کلاسونو سره سره مازیګر کې د موسیقۍ آلات یا سازندې لکه رباب، طبله او هارمونیم هم ور ښودل کېږي.
یو کال کیږي په پېښور کې د تخلیقي او هنري علومو ښودنه د دې ادارې د لارې شورو شوې ده، هنر ته په ټولنه کې په بد نظر کتل دې سکول ته د زدکړو لپاره د ماشومانو له نه راوستلو ښکاره ده خو الم خان غوندې ماشومان د دغه سوچ نه لرې په تخلیقي او فني زدکړو مشغول وي.
د ماسکو غونډه کې طالبانو نه د داعش اؤ نورو ترهګرو ډلو پرضد د کوټلو ګامونو اخستو غوښتنه شوې ده

د افغانستان موجوده وضعيت په اړه د روس کازان ښار کې شوې د ماسکو فارمېټ په غونډه کې ګډونوالو د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو پرضد کوټلي ګامونه واخلي چې دا هېواد یو وارې بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي.
د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو، د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شويو محدوديتونو او تر اوسه د يو ټولشموله حکومت په نه جوړېدو هم اندېښې څرګندې کړي دي۔
څېړونکي وايي داعش خراسان د منطقې ټولو هېوادونو لپاره ګواښ دی ځکه يې د منځه وړلو لپاره ټول هېوادونه یوه خوله دي.
د افغانستان په اړه د ماسکو فارمېټ پینځمه غونډه د طالبانو د بهرنيو چارو وزير او د نورو لسو هېوادونو د استازو په موجودیت کې پرون د سپتمبر په ۲۹مه د روس په کازان ښار کې وشوه.
په غونډه کې د داعش خراسان پرضد د طالبانو له خوا د اخستل شويو ګامونو ستاینه شوې او ګډونوالو د طالب چارواکو نه غوښتنه کړې چې د داعش ترڅنګ د ټولو وسله والو پرضد کوټلي ګامونه واخلي.
پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد او څېړونکی ډاکټر خورشيد خان وایي د روس اؤ چین په څېر ستر نړیوال طاقتونه دا اندېښنه لري چې داعش په دې سیمه کې د دوي پرضد د پراکسي په توګه کارول کېدای شي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"دداعش چې دلته کومه موجودګي ده نو دا کوم داسې رياستونه چې دي چې په دنيا کې د طاقت د توازن لپاره اهم دي لکه روس او چين هغوی دا ګڼي چې د داعش استعمال په دې علاقه کې د دوی خلاف د پراکسي په طور کېدای شي، نو له دې وجې څه مشترکه خبرې دا دي چې دا ملکونه خپل منځ کې رايو ځای شي او د دې خلاف ګامونه واخلي"
د روس د بهرنيو چارو وزارت د ماسکو فارمېټ د غونډې په اړه اعلامیه خپره کړې او پکې دا هم ويل شوي چې طالبان باید د نشه یي توکيو د قاچاق د مخنيوي لپاره نورو هېوادونو سره همکاري چټک اؤ پراخه کړي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان کې د یوه داسې ریښتیني ټولشموله حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی چې د هیواد د ټولو قامي او سیاسي ډلو ګټې پکې خوندي وي.
د ماسکو فارمېټ د غونډې په اعلاميه کې د طالبانو څخه غوښتنه شوې چې د افغانانو لپاره اسانۍ برابرې کړي چې د کډوالۍ مخه ونيول شي او خلک خپل وطن ته ستانه کړل شي.
د اعلاميې ترمخه د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د جينکو په تعليم او د ښځو په کار لګول شويو محدوديتونو باندې ژورې اندښنې ښودلې او د بنیادي حقونو او ازاديو د درناوي لپاره يې خبرې کړي.
د سياسي چارو څېړونکي وايي که چېرې افغان طالبان د سيمه یيزو هېوادونو او د نړيوالې ټولنې دې پر ځای غوښتنو نه درناوی نه ورکوي نو ستونزې به يې نورې هم سېوا شي. په افغانستان کې د سیاسي چارو څېړونکی امين الله احساس وي او ای ډیوه وایي:
"اغيزې به يې دغه وي چې اسلامي امارت نه شي کولی چې پراخه اقتصادي او تجارتي فعاليتونه ولري، پېسې انتقال کړي، هېوادونو سره په پراخه پېمانه راکړه ورکړه وکړي او په دې سره به د افغانستان اقتصاد نور هم خراب حالت ته ځي او دغه وضيعت خرابېږي".
د ماسکو فارمېټ د غونډې د اعلاميې ترمخه فريقېنو افغانستان د يو ازاد، متحد او پرامن رياست جوړولو وکالت وکړو او په افغانستان يا نورو ګاونډي هېوادونو کې یې د څه رقم بهانې په اساس د دريمګړو هېوادونو پوځي تنصيباتو ځای پرځای کول په هېڅ ډول د نه منلو وړ وبلل.
پنجاب کې د احمدي لږکیو عبادتخانې رانړول شوې دي

د پاکستان د پنجاب صوبې په دوؤ ښارونو جهلم اؤ اوکاړه کې توندروه کسانو د احمدي لږکیو عبادتخانې نړولې دي. دا په دې هېواد کې په دوو میاشتو کې د مذهبي لږکیو پر عبادتخانو دویم برید دی.
د وایس اف امریکه اردو څانګې د رپورټ له مخې د احمدي ټولنې ویاند پخپل بیان کې دعوه کړې ده چې په اوکاړه او جهلم کې د دوي عبادتخانو ته نقصان د "توندروه اسلامپاله" ډلې تحریک لبیک پاکستان څو پلویانو رسولی دی.
د احمدي ټولنې ددې دعوې په اړه چې کله وي او ای د تحریک لبیک پاکستان د ویاند سره تماس ونیولو نو هغه دا دعوه رد کړه اؤ ويې ویل د احمدي ټولنې عبادتخانو ته زیان رسوونکي د تحریک لبیک پاکستان سره هیڅ تړاؤ نه لري.
هغه وویل د احمدیانو د عبادتخانو مینارو ته ټي ایل پي زیان نه دی رسولی.
تر دې وړاندې په 22م ستمبر د مذهبي ګوندونو پلویانو د پنجاب په سیالکوټ سیمه کې ځایي انتظامیې ته د احمدي ټولنې د عبادتخانو د مینارو غورځولو لپاره تر 29م ستمبر مهلت ورکړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ که انتظامیه دا مینارې پخپله ړنګې نه کړي نو دوي به یې پخپله راونړوي.
هغه مهال د احمدي ټولنې ویاند عامر محمود ویلي وؤ چې هغوي به خپله کومه عبادتخانه پخپله هیڅکله ړنګه نه کړي.
د پاکستان ایین کې احمدیان غبر مسلمه ګرځول شوي خو هغوي ځانته مسلمانان وایي.
د تېرو څو میاشتو راهیسې په سوشل مېډيا داسې ویډيوګانې خوریږي چې پکې لیدل کیږي د هیواد بیلابیلو برخو کې خلک د احمدي ټولنې د عبادتخانو د جومات په څېر مینارې اؤ محرابونه رانړوي.
روانه میاشت لاهور هایکورټ د اسلامي ودانیو په څېر د احمدیانو د عبادتخانو د جوړولو په قضیه کې د فیصلې اورولو په وخت ویلي وؤ، دا سمه ده چې مینارې د مسلمانانو مذهبي علامت یا نخښه ده خو دا یو تعمیراتي خاکه هم ده.
په 16م اګست د پنجاب په جړانواله سیمه کې ګڼ شمېر قهرجنو مسلمانانو د عیسایانو کلیساګانې او کورونه هم سوځولي وو چې د پاکستان په ګډون په نړېواله کچه دغو پېښو ته سخت غبرګون ویل شوی وو.
سږکال د مې په میاشت کې په نړیواله کچه مذهب د ازادۍ په اړه د امریکې د حکومت ادارې یونايټډ سټېټس کمېشن ان انټرنېشنل ريليجيس فريډم، یو اېس سي آی آر اېف، په خپل کلني رپورټ کې ویلي وو په پاکستان کې د مذهب د ازادۍ حالات مخ په خرابېدو دي او د احمدي ټولنې، عیسايي، هندو او سيک ټولنې غړي ځانونه په پاکستان کې غېر محفوظ ګڼي.
دغه رپورټ ته پاکستان کوم غبرګون نه وو ښودلی خو پاکستاني چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې لږکیو ته هیواد کې ټول حقونه او د سر و مال تحفظ ترلاسه دی.
یادونه:- په دې رپورټ کې د وي او ای اردو د رپورټ نه استفاده شوې ده.
Forum