لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړوکى اختر، دپښتو نوي فلمونه، ډرامې اؤ سندريز البمونه


د سندرو په دغو المبونو کې دنازيه اقبال زړۀ ليونى دى،دهارون باچا اولس جانان،دشمع اشنا ستار،منگى،دماسټرعلي حيدر غټې ْغټې سترگې ، دامين الفت شليدلى گريوان ، دنغمې تورپيکى،دالف الرحمان کرمه واله ليلي،د گل څانگې ملغلره ،د نازيه اقبال سټرابري،دبيلابيلو سندرغاړو غزلزار،خيبرهيټس،دخيبرماښام اؤ گلدسته شامل دي
د سندرو په دغو المبونو کې دنازيه اقبال زړۀ ليونى دى،دهارون باچا اولس جانان،دشمع اشنا ستار،منگى،دماسټرعلي حيدر غټې ْغټې سترگې ، دامين الفت شليدلى گريوان ، دنغمې تورپيکى،دالف الرحمان کرمه واله ليلي،د گل څانگې ملغلره ،د نازيه اقبال سټرابري،دبيلابيلو سندرغاړو غزلزار،خيبرهيټس،دخيبرماښام اؤ گلدسته شامل دي
په داسې حال کې چې کۀ دپښتنو په سيمه يو خوا د ترهگرۍ اؤ تندلاريتوب څادر خور دى نو بلخوا ژوند پرست پښتانۀ په يوحال کې هم دې ته تيار نۀ دي چې د ژوند لمنه پريږدي اؤ يواځې د خپل تريخ ژوند تصوير ته اوښکې توئ کړي.
پښتانۀ د جنگ اؤ بارودو په دغه ماحول کې دخپل ادب،تاريخ،ثقافت ،تهذيب اؤ رواياتو نه يوازې جوخته پالنه کوي بلکې د هغې لا د پراختيا دپاره دمبارزې حوصله يې هم دلاسه نۀ ده ورکړې.
ددې يو ژوندى ثبوت د راتلونکي وړوکي اختر په موقعه د پښتنو په خاوره خصوصاً خيبرپښتونخوا کې د ترتيب شوؤ ثقافتي سرگرمو له درکه زمونږ مخې ته راځي.
ټاکل شوې ده سږکال دپاکستان اؤ افغانستان په بيلابيلو سينيماگانو کې د پښتو نوي پينځۀ فلمونه نندارې ته وړاندې کولى شي.
اؤ ددې ترڅنگ په شلگونو دسي ټي ډرامې،ټيلي فلمونه،د سندرو اډيو، ويډيو البمونه هم ريليز کيږي.
پروسکال هم د وړوکي اختر په موقعه په پاکستان کې د پښتو پينځۀ فلمونه نندارې ته وړاندې کړل شوي وؤ اؤ ددې په مقابله کې د اردو دفلمونو شميره د نشت برابر وه.
سږکال چې به کوم نوي د پښتو فلمونه دپيښور،مردان،سوات اؤ کابل په سينيماگانو کې نندارې ته وړاندې کړل کيږي په هغې کې قرباني،شرط،زما ارمان،لوفر اؤ بنگى لالى شامل دي.
زما ارمان دپښتو فلمونو په تاريخ لمړى ايچ ډي فلم دى چې په نوي ټيکنالوجۍ جوړ شوى دى اؤ دپښتو فلمونو نوميالى فلمساز مسافر خان وايي چې کۀ چرې دغه فلم کامياب شو،ښه بزنس يې وکړو اؤ اولس خوښ کړو نو نور فلمسازان به هم مجبوره شي چې دنوې ټيکنالوجۍ د فلمونو جوړولو لاره خپله کړي .
ټاکل شوې ده چې زما ارمان فلم به دپيښور په شمع سينيما نندارې ته وړاندې کولى شي
ددغه فلم هدايات فياض احمد ورکړي دي اؤ مرکزي کردارونه پکښې ربازخان،اصف خان ،جهانگيرخان اؤ ثوبيه خان اداکړي دي.
ددغه فلم هيرو ارباز خان وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وويل هيله من دى چې پښتانۀ به دنوې ټيکنالوجۍ دغه ايچ ډي فلم خوښ کړي اؤ دا به دپښتو فلمونو د معيار دنړيوالو فلمونو دمعيار سره په يو صف کې اودرولو ته لاره هواره کړي .
هغه وويل د فلم قيصه،سندرې اؤ عکسبندي ټول زړۀ پورې دي اؤ هيله ده چې پښتانۀ به تر ډيرې مودې پورې دغه معياري اؤ په گران نرخ تيار شوى فلم ياد وساتي.
دارباز خان بل فلم قرباني هم دپيښور په ائينه سينيما کې د وړوکي اختر په موقعه نندارې ته وړاندې کيږي په دغه فلم کې عجب گل،جهانگيرخان اؤ ثوبيه خان هم مرکزي کردارونه وړاندې کړي دي .
همدغه شان شرط فلم په صابرينه سينيما کې لگول کيږي چې مرکزي کردارونه پکې اربازخان،جهانگيرخان،دپښتو فلمي سندرغاړي شاهسوار اؤ ثوبيه خان اداکړي دي .
دمسافرخان پروډکشن دسيوري لاندې د جوړشوي دغه فلم په هکله دپښتو نوميالي فلمساز مسافرخان وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل دهغه دغه فلم يوه اصلاحي بڼه لري اؤ د جنگ جگړو څخه بيخي پاک دى.
هغه وويل دفلم په تيارولو يې ښه محنت کړى دى اؤ هيله لري چې پښتانۀ به يې دخپلو فاميلونو سره وگوري اؤ خوښ به يې کړي .
اربازخان هم دخپلو ټولو دغو فلمونو څخه مطمئين دى اؤ وايي د فلمونو په تيارؤلو يې ښه محنت کړى اؤ کوشش يې کړى دى چې دخپلې ښې اداکارۍ له لارې يو ځل بيا دپښتنو مخه سينيما طرفته راوگرځوي.
لوفر فلم چې د پيښور په ارشد سينيماکې به د وړوکي اختر په موقعه نندارې ته وړاندې کولى شي مرکزي کردار پکې شاهد خان وړاندې کړى اؤ ددې ترڅنگ پکې جهانگيرخان اؤ ببرک شاه هم دخپل هنر غوره څرگندونه کړې ده.
په دغه فلم کې په لمړي ځل د ورده خان په نوم يوې نوې پيغلې د هيروئن کردار ترسره کړى اؤ د فلم د ريليزکيدو څخه وروستو به فلم کتونکي فيصله وکړي چې ورده خان دپاره دغه فلم د کاميابۍ زينه ثابتيدى شي که نه؟
ددې ترڅنگ بنگي لالى فلم هم د وړوکي اختر په موقعه پيښور کې نمائش ته وړاندې کيږي .
په بنگي لالي کې هم هيرو شاهدخان اؤ هيروئن ورده خان دي اؤ په نورو مهمواداکارانو کې يې جهانگيرخان،شاهد اؤ عمران شامل دي.
د پښتو ددغو نوؤ فلمونو ترڅنگ خواوشا ديرش ټيلي فلمونه اؤ د سي ډي ډرامې هم د وړوکي اختر په موقعه د پيښور اؤ سوات څخه ريليز کيږي چې پکې اوزگارخيل د زمانې،پانزيب اؤ گونگرو،لور د حوا،د چڼودال د چرگ هډوکى،دولت اؤ دنيا اؤ داسې نورې شاملې دي .
په دغو ډرامو کې زياتره د ټوقو ټقالو دي اؤ يو شمير پکې اصلاحي اؤ سماجي بڼه لري.
دسندرو اډيو،ويډيو گڼ شمير المبونه هم په دې اختر کې مخې ته راروان دي چې دنورو کلونو په نسبت يې شميره ډيره سيوا ده.
د سندرو په دغو المبونو کې دنازيه اقبال زړۀ ليونى دى،دهارون باچا اولس جانان،دشمع اشنا ستار،منگى،دماسټرعلي حيدر غټې ْغټې سترگې ، دامين الفت شليدلى گريوان ، دنغمې تورپيکى،دالف الرحمان کرمه واله ليلي،د گل څانگې ملغلره ،د نازيه اقبال سټرابري،دبيلابيلو سندرغاړو غزلزار،خيبرهيټس،دخيبرماښام اؤ گلدسته شامل دي .
همدغه شان د اشرف گلزار بختيار خټک اؤ يو شمير نور سندرو غاړو نوي سندريز البمونه هم په اختر کې مخې ته راروان دي چې دغه هرڅه ددې خبرې گواهي ورکوي چې پښتانۀ جنگ پرست نۀ ژوند پرست اؤ فن پرست خلک دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG