لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اليکشن کميشن صفا سوتره ټولټاکنې دامن ټينگښت پسې مشروط کړي


دپاکستان دټولټاکنو دکميشن مشر جسټس (ر) فخرالدين جي ابراهيم د روڼ انده انتخاباتو ترسره کيدل په امن پسې تړلي اؤ وائي که دامنيت وضعه ښه نۀ شوه نو پاکې اؤ صفا ټولټاکنې نۀ شي کيدلى.
دزيارت په ورځ داليکشن کميشن لخوا دامن وامان په دصورتحال په اړه جوړې شوې غونډې ته په وينا کې فخرالدين جي ابراهيم وئيلي دي کميشن دصفا سوتره انتخاباتو دپاره ټولې تيارۍ سرته رسولي دي اؤ په دغه لړ کې يې دټولو خواؤ سره مشورې کړي دي.
دهغه وينا وه مونږ په هيواد کې دروڼ انده ټولټاکنو ذمه واري په غاړه لرو ، خو دامنيت پرته پاکې اؤ روڼ انده ټولټاکنې نۀ شي کيدى.
دهغه وينا وه په هيواد کې دامنيت پځايې کولو ذمه واري دقانون نافذ کوونکو ادارو په غاړه ده اؤ که چرې امنيت ټينگ وساتل شي نو بې پلوه اؤ پاکې ټولټاکنې ترسره کيدى شي.
دپاکستان چيف اليکشن کمشنر دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې په دغه هيواد کې په 11 مئ دټولټاکنو داعلان سره سم دکيڼ لاس د گوندونو په دفترو اؤ اميدوارانو دهيواد په دريوؤ صوبو کې تر دې مهاله گڼ شمير بريدونه ترسره شوي چې پکې لږ ترلږه 61 کسان وژل شوي اؤ په سوونو نور ژوبل شوي دي.
ددغه بريدونو ښکار سياسي گوندونه انديښنه ښکاره کوي چې که دروښانفکره سياسي گوندونو په ضد دتندلارو لخوا بمي چاؤدنې اؤ ځانمرگي بريدونه هم دغسې دوامداره پاتې شي نو کله به هم بې پلوه اؤ صفا سوتره ټولټاکنې ترسره نۀ شي.
دغه گوندونه چې پکې پاکستان پيپلز پارټي، عوامي نيشنل پارټي اؤ متحده قومي موومنټ شامل دي ، تور لگوي چې دانتخاباتو په مهال په هغوي دکيدونکو بريدونو مقصد دمخصوص فکرلرونکو خلکو واک ته رسول اؤ دهغوي مخه نيول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG