لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان انتخابات: پښتونخوا او بلوچستان کې چاودنې شوي، لږ تر لږه څلور کسان پکې ژوبل شوي 


د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د پاکستان تحریک انصاف د پخواني وزير د کور نه بهر يوه چاودنه شوې لږ تر لږه دوه تنه پکې ژوبل شوي دي. د بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې هم د نيشنل پارټۍ په انتخابي دفتر لاسي بم ويشتل شوی او دوه تنه پکې ژوبل شوي دي. دواړه پېښې پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ شوي دي.
خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ دغه پېښې په داسې وخت کې شوي چې پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات اعلان شوي او سياسي ګوندونه انتخابي کمپاينې چلوي.
بنو کې د پاکستان تحریک انصاف د پخواني وزير شاه محمد خان چې اوس بيا په انتخاباتو کې برخه اخلي، د کور مخې ته چاودنه شوې، پوليس ويلي، باردوي مواد په موټر سايکل کې اېښودل شوي وو.
شاه محمد په خپله په اېکس ويلي، په بنو کې د الېکشن دفتر او وزير هاوس مخې ته چاودنه شوې خو "زه محفوظ يم او په انتخابي کمپاين کې مصروف يم".

د پوليسو په وينا، د پېښې پلټنې یې پېل کړي او چاودنه کې ژوبل کسان روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د نيشنل پارټۍ په انتخابي دفتر لاسي بم ويشتل شوی او دوه تنه پکې ژوبل شوي دي.
پوليسو ويلي نامعلومه کسانو په انتخابي دفتر لاسي بم ويشتی او تښتېدلي دي.
په 25مه جنورۍ د بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې د الېکشن کمشنر په دفتر وسله وال بريد شوی، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی وو.
د بلوچستان صوبې وزیراعلا ميرعلي مردان ډومکي د پېښې غندنه کړې او رپورټ یې غوښتی وو.
دا پېښه داسې وخت کې شوې چې وزيراعلا له دغې يوه ورځ وړاندې د تربت سفر کړی وو.
د بلوچستان نګران حکومت ویلي، وزيراعلا ميرعلي خان مردان ډومکي د انتخاباتو دپاره پورته کړل شوو اقداماتو جاج اخستی، هغه ته د کمشنر تربت په دفتر کې د تربت، کېچ، ګوادراو پنجګور مرستيال کمشنرانو احوال وړاندې کړی دی.
وزيراعلا ويلي وو، د انتخاباتو تياريانې بشپړ کړل شوي، د سوتره او بې طرفه انتخاباتو دپاره پرعزم دي او نوموړي د انتخاباتو دپاره پورته کړل شوو اقداماتو باندې د اطمينان څرګنده کړې وه.
هغه ويلي، د انتخابي امېدوارانو امنيت به يقيني کولی شي، او د امن بحالۍ دپاره موثره تګلاره جوړه کړل شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG