لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک لبیک پاکستان د جولايي په انتخاباتو کې څه د پاسه دوه میلیونو رای اخیستې


د تحریک لیبک مشر خادم حسین رضوي
د تحریک لیبک مشر خادم حسین رضوي

د پاکستان د انتخابي کمیسیون د شمیرو تر مخه ۲۰۱۸م ټولټاکنو کې د ګټل شویو څوکیو نه بلکې د رایې اخیستو پر بنسټ چې د کومو سیاسي ګوندونو یو فهرست جوړیږي په هغې کې پاکستان تحریک انصاف په ۱۶ میلیونه رایو لومړی نمبر کې ځای لري.

همدارنګه په دغه نوملړ کې د پاکستان مسلم لیګ نواز ډله په ۱۳ میلیونه رایو په دویم نمبر، پیپلز ګوند په دریم او د مذهبي ګوندونو ایتلاف متحده مجلس عمل په څلورم نمبر راځي.

د حیرانتیا خبره ده چې یو کال وړاندې جوړ شوی د بریلي مکتبه فکر تند روه مذهبي جومات تحریک لبیک پاکستان څه د پاسه دوه میلیونو رایو سره په پنځم نمبر ولاړ دی تر دې چې د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب کې یې د ایم ایم ای نه هم نمبر وړی دی او دغلته د تر لاسه شوو رایو په بنیاد په څلورم نمبر ښکاري.

تحریک لبیک پاکستان په پنځم ځای کې دی خو یاده دې وي چې یاد تحریک د پاکستان مرکزي او صوبايي اسامبلیو ټولو څوکیو ته خپل کاندیدان نه وو درولي. څېړونکي په دې باور دي که چېرې دوی نورو څوکیو ته هم خپل کاندیدان درولي وايي نو ښايي نورې څوکۍ یې هم ګټلې وايي.

ټي ایل پي د پاکستان انتخابي کمیسیون سره راجسټر شوو یو سل دوه ویشتو ګوندونو کې تیر کال ځایې پیدا کړی دی او مشر یې خادم حسین رضوي دی.

هر څو که دا یې انتخاباتو کې د برخې اخیستو لومړی ځل وو خو ټول هیواد کې یې مرکزي او صوبایي اسمبلیو ته امیدواران د کرین په نښه اودرولي وو چې پکې مرکزي اسمبلۍ لپاره ۱۷۴، پنجاب اسمبلۍ لپاره ۲۶۴، پښتونخوا اسمبلۍ لپاره ۴۱، سندهه اسمبلۍ لپاره ۶۸ او بلوچستان اسمبلۍ لپاره ۱۰ امیدواران شامل وو.

پنجاب، پښتونخوا، بلوچستان او مرکزي اسمبلۍ کې د تحریک لبیک پاکستان ټول امیدواران ناکامه شوي دي البته سندهه اسمبلۍ لپاره یې دوو غړو کامیابي تر لاسه کړې ده.

دغه تحریک د پاکستان سیاسي منظرنامه کې هاغه وخت ښکاره شو کله چې تیر کال نومبر کې ددغه ګوند فعالینو دریو هفتو لپاره د اسلام آباد او پنډۍ تر مینځه لویه لیار وتړله او غوښتنه یې کوله د مرکزي اسمبلۍ څوګند کې چې چا بدلون کړی دی هغه ته دې سزا ورکړل شي.

هاغه وخت د تحریک نوم تحریک لبیک یا رسول الله وو او اکتوبر کې یې د پیښور مرکزي اسمبلۍ حلقه ۴م ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستې وه.

چون هاغه وخت د پاکستان انتخابي کمیسون سره راجسټر نه وو نو امیدوار یې په آزاد حیثیت ولاړ وو. دغه څوکۍ که څه هم تحریک انصاف ګټلې وه خو دغلته هم د پي ټي آیي، مسلم لیګ، ای این پي او پیپلز ګوند نه پس د تحریک حمایت یافته امیدوار اته زره رایې اخیستې وې او د حیرانتیا خبره دا وه چې د جومات اسلامي امیدوار شپږ زره رایې تر لاسه کړې وې.

اوس د نورو ګوندونو په څېر ټي ایل پي هم ټاکنو کې د درغلۍ تورونه لګوي او وایي که پاک او بې طرفه انتخابات شوي وو نو دوي به پنجاب کې زیاتې چوکۍ ګټلې وې. وایي دوي به د کوم حکومت برخه نه جوړیږي بلکې مخالفو چوکیو باندې به ناست وي او د دوه زره نولسم بلدیاتي ټاکنو کې به برخه اخلي.

خو څیړونکي نظر لري هر څو که راروانو ټاکنو کې یې د واک اخېستو امکانات ډیر کم دي خو ددغه مسلک نسبتا معتدله ګوند جمیعت علما یې پاکستان ښکاري داسې چې اثر په کمیدو دی او اوس به دغه ځایې تحریک لبیک پاکستان نیسې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG