لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وزیراعظم: د بدو پېښو مخنیوي دپاره دې حکومتي ادارې د سیاسي مشرانو نه مرسته وغواړي


د نهې، سه شنبې، په ماښام په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره د عموامي نیشنل پارټۍ امیدوار هارون بلور په انتخابي جلسه ځانمرگي حمله کې هارون بلور او ١٩ نور کسان ووژل شو. طالبانو د حملې پړه په غاړه واخیسته.

په پېښور کې د عوامی نیشنل پارټۍ په انتخابي جلسه د طالبانو د خونړۍ حملې ورسته، موقتي وزیراعظم ناصرالملک ویلي قانون عملي کونکې ادارې دې د ناوړه پېښو مخه نیولو دپاره د سیاسي مشرانو نه هم مرسته وغواړي.

وزیراعظم ناصر الملک د شورو، چارشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې په ٢٥ مه جولايي کېدنکو انتخاباتو دپاره په هېواد کې د امن او امان په اړه د یوې غونډې مشري کوله.

د حکومتي بیان ترمخه، په غونډه کې د ملک د امنیت جاج واخیستل شو.

بیان وايي وزیراعظم د کورنیو چارو وزارت ته امر وکړو چې صوبايي حکومتونو ته دې هدایات جاري کړي چې په ټول هېواد کې دې د امنیت انتظامات سخت کړي.

وزیراعظم وویل د قانون عملي کونکې ادارې دې د سیاسي مشرانو سره رابطې وکړي، د امنیت د اقداماتو نه دې هغوی خبر کړي او د بدو پېښو مخه نیولو دپاره دې د سیاسي مشرانو نه مرسته وغواړي.

د نهې، سه شنبې، په ماښام په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ دپاره د عموامي نیشنل پارټۍ امیدوار هارون بلور په انتخابي جلسه ځانمرگي حمله کې هارون بلور او ١٩ نور کسان ووژل شو. طالبانو د حملې پړه په غاړه واخیسته.

د ای این پي په جلسه حمله په داسې مهال وشوه چې د ترهگرۍ خلاف د پاکستان وفاقي ادارې یو رپورټ شائع کړی چې پکې وویل شوې یو شمیر سیاسي مشران ترهگرو د حملو د خطر سره مخامخ دي.

د نېکټا ترمخه، کوم سیاستمداران چې د خطر سره مخامخ دې په هغو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان، د عوامي نيشنل پارټۍ مشران اسفندیار ولي خان او امیر حیدر هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاو، د جمعیت علمااسلام (ف) یو مشراکرم خان درانی، او د حافظ سعید زوی، طلحه سعید شامل دي.

په دغو کسانو کې له طلحه سعید پرته چې هغه د تندلاري حافظ سعید زوی او پنجابی دی، پينځه نور ټول پښتانه سیاستوال دي.

د وزیراعظم ناصرالملک سره د شورو، چارشنبې، په ورځ غونډه کې د نېکټا رابطه کار یا کوارډینیټر محمد سلیمان، د داخله چارو وزیر محمد اعظم خان، د قانون وزیر سید علي ظفر او د استخباراتي ادارې ايي بي مشر احسان غني ترڅنگ یو شمیر نور مامورین شامل وو.

XS
SM
MD
LG