لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فخرالدين جي ابراهيم وائي انتخابات به بې پلوه او روڼ انده وي


 کراچۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال فخرالدين جي ابراهيم وويل کراچۍ کې دحلقو بيا حدي بندي دټولټاکنو څخه دمخه ممکن نۀ ده
کراچۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال فخرالدين جي ابراهيم وويل کراچۍ کې دحلقو بيا حدي بندي دټولټاکنو څخه دمخه ممکن نۀ ده
دپاکستان دانتخاباتي کميشن مشر ( سي اي سي ) جسټس(ر) فخرالدين جي ابراهيم دنهې په ورځ وئيلي دي چې هغه باور کوي راتلونکي عام انتخابات به په بې پلوه او روڼ انده طريقې سره ترسره کيږي.
کراچۍ کې ميډيا سره دخبرو په مهال فخرالدين جي ابراهيم وويل کراچۍ کې دحلقو بيا حدي بندي دټولټاکنو څخه دمخه ممکن نۀ ده.
هغه وويل چې ښار کې دانتخاباتي فهرستونو دتصديق دعمل مکملولو لپاره سنجيده هڅې کيږي او زياته يې کړه چې دکراچۍ کور کمانډر ورته باور ورکړى چرته چې ضروري نو داليکشن دعملې دتحفظ لپاره به عسکر گمارلى شي.
چيف اليکشن کمشنر په اولس غږ وکړو چې زر تر زره دې دانتخاباتو لپاره خپل ووټونه درج کړي او زياته يې کړه چې دووټ اچول دهر پاکستاني فرض دى.
دهغه وينا وه يواځې دروڼ انده او بې پلوه ټاکنو په نتيجه کې هيواددپرمختيا لارې ته سميدلى شي او که چرې دغه ټاکنې په روڼ انده طريقې سره ترسره نۀ شي نو پاکستان هيڅ راتلونکى نۀ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG