لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان انتخابات: نه پوره نتیجې او نه د کوم ګوند بريا اعلان شوې


PAKISTAN-POLITICS-VOTE
PAKISTAN-POLITICS-VOTE

پاکستان کې د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره درې ورځې وړاندې (اتمه فرورۍ) شوي انتخاباتو مکملې نتیجې لا تراوسه نه دي اعلان شوي. تر دې دمه اعلان شوي نتیجو کې په پښتونخوا، پنجاب او مرکز کې ازاد امیدوارن مخکې دي او په سند او بلوچستان کې پیپلز ګوند اکثریت ترلاسه کړی. خو په پنجاب، پښتونخوا او مرکز کې حکومت د ګوم ګوند وي د دې پوښتنې ځواب لا نه دی معلوم.

په مرکز کې یو خوا نواز شریف او عمران خان د بریا دعوه کوي نو بل اړخ ته بلاول بټو زرداري ویلي چې د پیپلز ګوند نه بغیر په پنجاب او مرکز کې حکومت جوړول ناممکن دي. د انتخاباتو د نتیجو اېساریدو پرضد تحریک انصاف ګوند نن په ګرد هیواد کې د پرامنه احتجاج اعلان هم کړی.

پاکستان کې ائين پوهان وایي، که ازاد امیدوارن حکومت جوړول غواړوي نو ورته به په یو سیاسي ګوند کې شامیلیدل وي خو د تحریک انصاف پلوه ازاد امیدوارانو له تر اوسه کوم ګوند کې د شاملیدو اعلان نه دی کړی خو زیاتوي چې خبرې یې روانې دي.

بلخوا پخواني وزیر اعظم نواز شریف په پنجاب او مرکز کې د حکومت جوړولو لپاره په نورو ګوندونو او ازادو کاندیدانو ته بلنه ورکړې. ویل کیږي چې نواز شریف به په دې لړ کې نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ د پیپلز ګوند شریک چیرمین آصف علي زداري سره ملاقات کوي.

د پاکستان د الیکشن کمېشن لخوا د یو کاندید د بریا د اعلان وروسته ضروري ده چې ازاد کاندیدان په کوم یو سیاسي ګوند کې شامل شي. خو د تحریک انصاف پلوه ازادو امیدواران به کوم ګوند کې شاملیږي؟ دا لا تر اوسه نه ده معلومه او خلک هم د دغې په تمه دي. یاد ګوند نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ په ګرد هیواد کې د پرامنه احتجاج اعلان هم کړی.

د پاکستان په سېند او بلوچستان صوبه ښکاره اکثریت ترلاسه کونکي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ چېرمېن ویلي، که پنجاب وي او که مرکز د هغو نه بغیر حکومت جوړول ناممکنه دي. د پاکستان په قامي اسمبۍ

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې ۳۳۶ سیټونه دي. د ۲۶۶ سیټونو لپاره نیغ په نیغه انتخابات یا وټونه کیږي او د ښځو او لږکیو لپاره ځانګړي یا مخصوص سېټونه د ګوندونو د ګټلي سېټونو په حساب وېشل کیږي. په 266 سېټونو کې په اتمه فرورۍ رایې ورکړل شوي او په یوه څوکۍ د باجوړ د ځوان کاندید ریحان زېب د مرګ وروسته انتخابات ځنډول شوي.

د قامي اسمبلۍ په 266 څوکیو کې 141 ( د نیمايي نه زیاتې) د پنجاب صوبې نه منتخب کیږي، د سېند ایالت نه 61، د پښتونخوا نه 45، بلوچستان نه 16، او د اسلام اباد نه 3 غړي ټاکل کیږي.

پاکستان کې د تازه ټاکنو وروسته د درغلیو او د رایو په شمېرنه کې د ټګۍ تورۍ په سر په هیواد کې خلک او سیاسي کارکونکي احتجاج کوي، بلخوا امریکا، برتانیه او اروپايي اتحاد هم په دغې اندېښنې ښودلي.

د زیارت د ورځې د ټاکنو وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر او پخواني وزیراعظم نواز شریف په لاهور کې خپلو پلویانو ته په ویننا کې په نورو سیاسي ګوندونو او ازادو کاندیدانو غږ کړی چې، ٫٫ راشئ زمونږ سره کښېنئ چې په شريکه حکومت جوړ کړو". بلخوا تحریک انصاف ګوند په اېکس (پخواني ټوېټر) د ارټېفېشل انټېلېنجنس یا مصنوعي ذهانت تیار شوي یو ویډیو پېغام کې په انتخاباتو کې د بریا اعلان کړی اوخپلو پلویانو ته یې مبارکي ورکړې. په دغه پېغام کې ویل شوي" تاسو د حقیقي ازادۍ بنیاد کښېښودو او زه تاسو ته د کال 2024 انتخاباتو په ګټلو مبارکي درکوم."

په دغه پېغام کې هغه ویلي، لندن پلان پاتې راغلی، نواز شريف چې زیاتې څوکۍ يې نه دي ګټلي د هغې باوجود یې د ګټې تقرير يا وينا کړې ده. عمران خان زیاته کړې چې هېڅ څوک به په انتخاباتو کې د نوازشریف د ګټې خبره نه مني. په دغه ٫٫مصنوعي پېغام٬٬ کې عمران خان د ازادو سرچینو لخوا دعوه کړې چې ګوند یې د قامي اسمبلۍ 150 څوکۍ ګټلي او ښکاره اکثریت یې ترلاسه کړی.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG