لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: ضمني انتخاباتو کې زیاتې څوکۍ مسلم لیګ(ن) ګټلي، د باجوړ په دواړو څوکیو مبارک زیب کامیاب شوی


په پاکستان کې د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په 22 څوکیو د ضمني انتخاباتو عمل سرته رسېدلی چې پکې د غیر حتمي اؤ غیر سرکاري نتیجو له مخې په پنجاب کې مسلم لیګ (ن) اؤ په خېبر پښتونخوا کې سني اتحاد کونسل (پاکستان تحریک انصاف)‌زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

د باجوړ د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ دواړه څوکۍ د اتمې فرورۍ د انتخاباتو نه وړاندې د وژل شوي ازاد کاندید ریحان زیب ورور مبارک زیب ګټلي اؤ هغه په دې ټاکنو کې د تحریک انصاف د کاندیدانو په ګډون خپلو ټولو وتلو سیالانو ته ماتې ورکړې ده.

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ په نشست د ترسره شوي الیکشن د غیر حتمي اؤ غیر سرکاري نتیجې له مخې ازاد کاندید مبارک زیب 74 زره اؤ 8 رایې ترلاسه کړي اؤ دغه څوکۍ یې ګټلې ده.

هغه پسې په دویم نمبر د سني اتحاد کونسل ( تحریک انصاف) کاندید ګل ظفر 47 زره اؤ 282 رایې ترلاسه کړي اؤ په دویم نمبر راغلی دی.

په دغه څوکۍ نور هم ډیر مهم امیدواران انتخاباتو ته ولاړ وؤ چې هغې کې د عوامي نشنل ګوند کاندید مولانا خان زیب 1205، پخواني ګورنر شوکت الله خان 20202، د جماعت اسلامي هارو الرشید18416،د مسلم لیګ (ن) کاندید شهاب الدین خان 6411 اؤ د پیپلز ګوند اخوندزاده چټان 4060 رایې اخستې دي.

همدا شان د باجوړ نه د صوبایي اسمبلۍ په څوکۍ هم ازاد کاندید مبارک زیب بریالی شوی دی.

د پی کی 22 په څوکۍ مبارک زیب خان 23386 ووټونه اخستي اؤ دغسې یې د باجوړ تاریخ کې په وړومبي ځل د قامي اؤ صوبایي اسمبلۍ دواړه څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دې ټاکنو کې پاکستان مسلم لیګ(ن) ګوند د پنجاب صوبې نه د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په 12کې نهه 9 څوکۍ ګټلې دي.

د قامي اسمبلۍ په 5 څوکیو کې دوه مسلم لیګ(ن) یوه پاکستان پیپلز پارټۍ اؤ یوه سني اتحاد کونسل ګټلې ده اؤ د باجوړ څوکۍ بیا ازاد کاندید مبارک زیب ګټلې ، هغه له مخکې اعلان کړی چې که کامیاب شي نو خپله څوکۍ به تحریک انصاف ګوند ته ورکوي.

د خېبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان سیمې نه د قامي اسمبلۍ څوکۍ د تحریک انصاف د ملاتړ نه د برخمن سني اتحاد کونسل کاندید فیصل امین خان ګټلې ده .

فیصل امین خان 66281 رایې ترلاسه کړي اؤ د هغه مقابله کې بیا د پیپلز ګوند کاندید عبدالرشید خان کنډي 21970 رایې اخستې دي،

د خېبر پښتونخوا د کوهاټ سیمې پی کی 91 د صوبایي اسمبلۍ څوکۍ د سني اتحاد کونسل کاندید داود شاه په 22 زره اؤ 193 رایو ترلاسه کولو ګټلې ده.

هغه پسې په دویم نمبر زیاتې رایې ازاد امیدوار امتیاز شاهد ترلاسه کړي چې شمېره یې 11زره اؤ 722 ښودل شوې ده.

د بلوچستان په خضدار کې د صوبایي اسمبلۍ پي بي۔20 څوکۍ باندې د بلوچستان نیشنل پارټۍ کاندید میر جهانزیب مینګل 30زره اؤ 455 رایې اخستې اؤ کامیاب شوی دی

په دغه څوکۍ ازاد کاندید میر شفیق مینګل بیا 14زره اؤ 311 رایې ترلاسه کړي دي.

د بلوچستان د قلعه عبدالله نه د صوبایي اسمبلۍ په څوکۍ پي بي۔50 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کاندید میرویس خان اڅکزئ 43زره اؤ 737 رایې اخستي اؤ واضحه بریالیتوب ورته ترلاسه دی د هغه مقابله کې بیا د عوامي نیشنل ګوند کاندید زمرک خان اڅکزي 14 زره اؤ401 رایې ترلاسه کړي اؤ په دویم نمبر راغلی دی.

د الیکشن په موقعه په زیاتره هغو ضلعو کې د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي وؤ چرته چې ضمني انتخابات کېدل.

په اتمه فرورۍ ګرد هیواد کې د ترسره شوؤ عامو انتخاباتو په مهال هم پاکستان کې د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي وؤ چې په هغې وروسته بیا د پاکستان بیلابیلو سیاسي ګوندونو اؤ نړیوالو تنظیمونو کلکې نیوکې کړې وې اؤ تور یې لګولی ؤ چې دا کار انتخاباتو کې د ټګۍ لپاره شوی ؤ.

د پاکستان الیکشن کمیشن انتخاباتو کې د ټګۍ تورونه په کلکه رد کړي وؤ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG