لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشرف، شاهد خاقان عباسي، عمران خان، او عایشه گلالۍ د نامزدگۍ کاغذونه رد شول


د پاکستان د انتخاباتو کمیشن، په راتلونکو انتخاباتو کې د یو شمیر پیژندل شویو سیاسي اشخاصو د نامزدگۍ کاغذونه رد کړي دي.

د انتخاباتو کمیشن نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ، د پخواني پوځي واکمن، جنرال پرویز مشرف نامزدگي رده کړه او هغه یې په راتلونکې میاشت کې په انتخاباتو کې د امیدوار په توگه له برخه اخیستو منع کړ.

مشرف غوښتل چې د چترال له سیمې ځان قامي اسمبلې ته کاندید کړي.

پر دې سربېره، د پاکستان د انتخاباتو کمیشن چې نن یې د قامي اسامبلې او صوبایي اسامبلو د امیدوارانو د کاغذونو د څار کار ختم کړ، د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د تحریک انصاف مشر عمران خان، او د قامي اسامبلې د مخکینیو غړو، عایشه گلالۍ او مهتاب عباسي د نامزدگۍ کاغذات هم رد کړل او ویې ویل چې هغو د خپلو کاغذاتو په اړه بشپړ وضاحت نه و ورکړی.

خو د دې کسانو په اړه، دا وروستۍ پریکړه نه ده او هغوی کولای شي اپیل وکړي.

بل پلو ویل شوي چې د مسلم لیگ ـ ن د مشرانو، شهباز شریف، مریم نواز، حمزه شهباز؛ د قومي وطن پارټي د مشر آفتاب احمد خان شیرپاو؛ د پیپلز گوند د آصف علي زرداري او بلاول بهټو زرداري، کاغذونه منظور شوي دي.

په پاکستان کې د قامي اسامبلې او صوبایي اسامبلو ټاکنې د جولائی پر ٢٥مه ترسره کیږي. د پاکستان د انتخاباتو د کمیشین په وینا، دې ټاکنو ته ټولټال ٢١۴٨٢ کاندیدانو خپل کاغذونه جمع کړي و چې په کې ١٥۴١٩ د صوبایي اسامبلو امیدوار، او ٦٠٦٣ د قامي اسامبلې امیدوار شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG