لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: قام دې په ١١مه مۍ دخپلو بچو ښه آئنده لپاره تیار شي

عمران خان وويل  په يوولسمه مئ به تاسو ته پريکړه کول وي چې همدا موجوده نظام غواړئ کۀ داسې نوى هيواد چې هلته دهر وگړي عزت وي،انصاف ورته حاصل وي ؟
عمران خان وويل په يوولسمه مئ به تاسو ته پريکړه کول وي چې همدا موجوده نظام غواړئ کۀ داسې نوى هيواد چې هلته دهر وگړي عزت وي،انصاف ورته حاصل وي ؟
دپاکستان تحريک انصاف گوند زخمي شوي مشر عمران خان د هسپتال څخه د ټي وي لۀ لارې قام ته پخپل ورکړي پيغام کې وئيلي دي هغه دخپل ژوند17 کاله دپاکستان دپاره وجنگيدو او څومره چې يي د وسه وه هغه هومره يې وکړه اوس دې اولس پخپله دخپلې بدې ورځې ختمولو دپاره په يوولسمه مئ دکورونو څخه اوځي د نوي پاکستان دپاره دې ووټ اميدوار له نۀ بلکې نظريې له ورکړي.
عمران خان د نهې په ورځ په لاهور کې يوې جلسې ته دوينا کولو په غرض سټيج ته دختلو په مهال د لفټر څخه زمکې ته غورځيدلى ؤ چې دهغې لۀ امله په سر اؤ ملا سخت زخمي شوى اؤ دا مهال دلاهور په شوکت خانم هسپتال کې دعلاج لاندې دى.
قام ته پخپل پيغام کې عمران خان وويل اوس بايد تاسو دا جگړه دعمران خان نۀ بلکې خپله جگړه وگڼئ اؤ دې ته ونۀ گورئ چې څوک ووټونو ته ولاړ دى اؤ چاته بايد ووټ ورکړل شي بلکې تاسو دخپلو اولادونو دسباوؤن خوندي کولو دپاره نظريې ته ووټ ورکړئ.
عمران خان وويل په يوولسمه مئ به تاسو ته پريکړه کول وي چې همدا موجوده نظام غواړئ کۀ داسې نوى هيواد چې هلته دهر وگړي عزت وي،انصاف ورته حاصل وي ؟
هغه وويل کۀ تاسو دخپل اولاد دمسقبل جنگ کوئ نو په يوولسمه مئ دکورونو څخه ضرور اوځئ
بل لوري ته د شورو په ورځ دشوکت خانم هسپتال دننه دعمران خان په علاج بوختو ډاکټرانو اولس ته دعمران خان د ښه صحت په اړه ډاډ ورکړى اؤ وئيلي يې دي چې دهغه ملا اؤ سر لگيدلي دي خو دپريشانۍ هيڅ خبره نشته اؤ په لسو ورځو کې دننه به عمران خان جک جوړ شي
This item is part of
XS
SM
MD
LG